د نړۍ پر اقتصاد د چین د ونډو د بازار د بحران اغېزې

 
په وروستیو میاشتو کې د چین د ونډو بازار ډېر ټکنی شوی دی. له تېرې جولای میاشتې راهیسې تر اوسه د چین په بازار کې د ونډو بیې په بې سارې توګه را لوېدلي. د اګست میاشتې په ۲۴ مه نېټه په چین کې د ونډو بیه ۹ سلنه راولوېده چې دا د چین د ونډو د بازار په تاریخ کې تر ټولو کمسارې پېښه وه. د ونډو دغه بحران کولای شي پر چین سربېره، د نورې نړۍ پر اقتصادي جریان هم اغېزې ولري. دلته پر ځینو هغه ممکنه تاثیراتو لنډې خبرې کوو چې د چین په بازارونو کې د ونډو د بیو د رالوېدو له امله د نورې نړۍ په اقتصادي جریان کې رامنځته کېدای شي.
لومړی – د صادراتو کمښت: په وروستیو کې د چینایي وګړو د لګښتونو کچه لوړه شوې وه، چې د لګښتونو دغه کلنۍ کچه لس سلنې رسېږي. د لګښتونو او تقاضا دغه زیاتوالی د بهرنیو کمپنينو او تولیدوونکو لپاره یو چانس و، چې چین ته خپل توکي صادر کړي. د ونډو په بیو کې کموالی به د هغه چینایي پانګوالو شتمنۍ کمه کړي چې وار له مخه یې ونډې رانیولي دي. له بلې خوا دا چاره په چین کې د اقتصادي ډار له امله په دغه هېواد کې پر تولید او پانګونې اغېز لري چې په پایله کې یې نورې نړۍ ته د چین د صادراتو کچه هم کمېدلی شي.
دویم – د ډالر د ارزښت لوړوالی: یو بل اغېز چې په اقتصادي ډګر کې د چین د ونډو له اوسني بحران څخه رامنځته کیږي، د ډالرو د ارزښت لوړېدل دي، داسې چې د چین د بحران له امله پانګوال د خپلو پانګو لپاره خوندي ځایونه لټوي. د دې پر ځای چې هغوی د چینایي کمپنیو ونډې له ځان سره وساتي خپله پانګه په امریکایي ونډو کې چېرته چې د چین په پرتله ډېر اقتصادي ثبات شتون لري؛ بندوي. د امریکایي ونډو او نورو ارزښتناکه پاڼو د تقاضا، دغه زیاتوالی د ډالرو د ارزښت د لوړېدو لامل کیږي.
درېیم – د توکو د بیو ټیټوالی: چین د نړیوالې تقاضا په ترکیب کې لویه ونډه لري، که چېرته دغه هېواد له اقتصادي بحران سره مخ کېږي، نو ښکاره ده چې نړیوالو توکو ته به په تقاضا کې کمښت راځي، ځکه همدغه کمښت د ډېری توکو او خدماتو لکه: نفتو، ګازو، فلزاتو او د نورو د بیو د کموالي لامل کیږي. له دغه چانس څخه غربي هېوادونه ښه ګټه اخیستی شي، ځکه هغوی ته به تېل، ګاز او نور توکي ارزانه پرېوځي.
پورتنیو ټولو اغېزو ته په کتو سره، ځینې اقتصاد پوهان وایي چې د ونډو بازار د چین په اقتصاد کې محدود ارزښت لري. په ناخالص کورني تولید کې د چین د ونډو د بازار ونډه یو پر درې ده، دا په داسې حال کې چې د امریکا د متحده ایالاتو په څېر په ځینو هېوادونو په ناخالص کورني تولید کې د اسهامو ونډه نږدې سل سلنه جوړوي او د چین د نفوسو یوازې پنځلس سلنه وګړو په ونډو کې پانګونه کړې، ځکه خو د ونډو د بیو رالوېدل د وګړو د لګښت پر کچې ډېر اغېز نه لري. همدارنګه د ونډو د بیو لوړېدل بیا د لګښت د کچې له لوړېدو سره چندانې مرسته نه کوي. ویل کیږي چې په چین کې د کورونو د بیو ټیټېدل ستونزه ګڼل کیږي ځکه د شتمنۍ ډېره برخه کورونه تشکیلوي.
د ۲۰۰۸ زیږدیز کال په مالي بحران کې د چین د لګښتونو د زیاتوالي له امله د نړۍ په کچه د تېلو بیه لوړه شوه چې دغې چارې د نړۍ هېوادونو ته زیان ورساوه، اوس چې د چین د اقتصادي ځوړتیا ګونګوسې دي نو دغه هېوادونه یې د تېلو د بیو د رالوېدو له امله د ځان پر ګټه بولي. چین د نفتو له سترو واردوونکو هېوادونو څخه یو دی.
ځینې کارپوهان وایي چې د چین اقتصاد دومره ستر نه دی چې د ټولې نړۍ اقتصادي جریان ترې اغېزمن شي، بلکې د نړۍ اقتصاد مختلف اړخونه لري، خو یو امکان شته او هغه دا چې اسیایي هېوادونه چې له چین سره نږدې دي، ښايي د چین د اقتصادي بحران له امله څه نا څه اغېزمن شي.
لکه څرنګه چې مخکې مو وویل د چین لپاره د ونډو د بازار استحکام مهم اقتصادي لومړیتوب نه دی، ځکه خو تر اوسه د چین هیواد چارواکو په دې اړوند څرګندونې نه دي کړي.
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.