
ښه ژوند او شتمني د هر انسان حق دی. د بریالیتوب ډېری ارواپوهان وايي د ښه ژوند او شتمنۍ پر لور لومړی ګام د هغوی غوښتل دي. دغه غوښتنه یوازې د یوې هیلې په توګه باید نه وي، بلکې د یوې اورنۍ لېوالتیا په کچه وي. هغه کسان چې ښه ژوند غواړي پرېکړې شرایطو ته د پام پر ځای خپلې اورنۍ لېوالتیا ته په پام کوي. د داسې یوه ماشوم د میلیاردر کېدو چانس لږ ښکاري چې په ۱۳ کلنۍ یې کورنۍ پلار یوازې پرېښې وي، خو حقیقت دا دی چې که څوک ښه ژوند وغواړي او د ترلاسه کولو لپاره یې هڅه وکړه هر شی ممکن دي.
امریکایی « نیل بلوم» په ۱۹۳۸ زېږدیز کال د الینوس ایالت په د شیکاګو په یوه یهودي کورنۍ کې زېږېدلی دی. لا د ۱۳ کلنو و چې پلار یې کورنۍ پرېښوده. د نوموړي او خور مسئولیت یې په دغه وخت کې مور ته ور پاتې شو. مور یې چې د یوې محاسبې په توګه یې دنده ترسره کوله د خپلو ماشومانو د روزنې لپاره ډېره هڅه وکړه.
نیل هم د ښوونځي تر بشپړولو وروسته د نارت ویسټرن پوهنتون د قوانینو په برخه کې زده کړې وکړې. له پوهنتون له فراغت سره سم یې د وکیل په توګه دنده پیل کړه او تر څه مودې وروسته له هغه بنسټ سره چې ده د وکیل په توګه کار کاوه شریک شو.
په ۱۹۹۶ زېږدیز کال کې یې د پوهنتون د دورې له خپل یوه ملګري سره د جي اېم بي ریالیټي په نوم د جایدادونو او املاکو یوه کمپنۍ جوړه کړه.
کمپنۍ په لږ وخت کې ډېر پرمختګ وکړ او د امریکا په کچه د خپلې برخې له سترو کمپنیو شمېرل کېده. په ۱۹۷۲ کال کې یې ملکري له شراکت څخه لاس واخیست د کمپنۍ مسئولیت ده ته پاتې شو.
نیل له دې لارې ډېرې پیسې پیدا کړې، خو کمپنۍ په ۱۹۹۰ کال کې د جایدادونو او املاکو په مارکېټ کې د بحران له کبله له ستونزو سره مخ شوه.
تر دغه بحران څلور کاله وروسته یې د والټن سټریټ په نوم د تامیناتو یو مالي بنسټ رامنځته کړ.
نوموړی لا هم د جي اېم بي ریالیټي په کمپنۍ کې ونډې لري. د همدې کمپنۍ له لارې یې د امریکا په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر مشهورې قمارخانې او استراحت ځایونه جوړ کړي دي.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اګېسټ د ۲۰ مې نېټې د شمېرو له مخې نیل بلوم دری میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۷۷ ام او په متحده ایالتو کې ۲۰۱ ځای لري.
ده خپله مېرمن طلاقه کړې، دری اولادونه لري او په شیکاګو کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.