د پاکستان د خپلواکۍ دوه شپېتمه کليزه

 
د لوي او بخښوونكي خداي په نامه پښتون پوسټ ورځپاڼه سرليكنه (اداريه ) د نن څخه دوه شپېته کاله وړاندې د جنوبي آسيا په نيمه وچه کې د پاکستان نوم يو خپلواک هېواد راڅرگند شو، چې په دغې سيمه کې مسلمانان يو ځانگړى هېواد ولري، چې په کې د اسلامي نظام د ټينگښت لپاره په ښکاره هلې ځلې وکړي کله، چې دغه هېواد جوړشو، څومره په کې اسلامي نظام نافذ شوىدا جلا خبره ده خو يوه خبره ، چې څرگنده ده هغه دا، چې په سيمه کې يو اسلامي هېواد راڅرگند شو، چې د نړۍ په مسلمانانو هيلې ورپورې وتړل شوى اوس يوه بله پوښتنه راولاړيږي، چې آيا دغه هېواد په نړۍ کې د مسلمانانو د هيلو اساسي ترجماني وکړه او کنه دا هم يوځانگړى بحث دى يوه خبره، چې په تاوان تمامه شوه، هغه په سيمه کې د پښتون ويش وه. چې نيم پښتانه د پاکستان په جغرافيه کې پاتې شوو او نيم په افغانستان کې، چې د بريتانيې د وخت د بهرنيو چارو د وزير ډيورنډ لخوا ويشل شوي دي، کله، چې پاکستان جوړيدو په افغانستان کې پخواني پاچا ظاهر شاه د ناپيلتوب اعلان وکړ او که څه هم په څرگنده توگه پاکستان په رسميت ونه پيژند خو په سيمه کې د هېواد په ډول يې ورسره سفارتي اړيکې ټينگې کړې وې او وخت په وخت به يې ورسره د ستونزو د حل په اړه خبرې کولې خو دا اړيکې او خبرې داسې نه وې، چې سړى پرې د دوه و هېوادونو ترمنځ د خوږو اړيکو د بهير د دوام باور وکړي، خو د نړۍ نورو هېوادونو پاکستان په سيمه کې د يو اسلامي هېواد په ډول په رسميت وپيژند او ورسره يې دوستانه اړيکې وساتلې لويديځو او اروپايي هېوادونو هم پاکستان په سيمه کې د يو ښه اسلامي هېواد په توگه وگڼو او ورسره يې سفارتي او دوستانه اړيکې پېل کړې ، دا چې په دوه شپيتو کلونو کې پاکستان د مسلمانانو پرمختگ او هلو ځلو او نورو خېرښيگڼو لپاره څومره کار کړى دا هم ځانگړى بحث دى خو يوه خبره شته، چې په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو د يووالي او د وحدت لپاره ډېرې هلې ځلې کړي او په نړيواله کچه يې د مسلمانانو غږ پورته کړى qadirandewal@yahoo.com