
« ایډي» او «سول» زاکای برېتانوي میلیاردر وروڼه دي. دوی په دغه هېواد کې د سوداګریزو جایدادونو او د هوټلونو ستر کاروبار لري.
د ټاپلنډ ګروپ په نوم د یوې کمپنۍ خاوندان دي. د دې کمپنۍ بنسټ د سول له خوا په ۱۹۸۰ کال کې د برېتانیا په پلازمېنه لندن کې کېښودل شو.
د جایدادونو په برخه کې یې بریالی کاروبار رامنځته کړ، خو له دې کبله چې د برېتانیا حکومت پر هغو کسانو چې ډېر عواید یې درلود مالیه ۵۰ سلنې ته لوړه کړه، نوموي خپل هېواد پرېښوود.
تر څلور کاله جلا وطنۍ وروسته بېرته برېتانیا ته ستون شو او په ټاپلنډ کې یې خپلو کارونو ته دوام ورکړ. د سول او ایډي د هڅو په پایله کې ټاپلنډ د سوداګریزو جایدادونو او هوټلدارۍ پر یوه امپراطورۍ بدله شوه چې له برکته یې اوسه دواړه وروڼه میلیاردران دي.
سول اوسمهال د ټاپلنډ رییس او اجرایوي مشر او ایډي یې مرستیال دی. دوی د خپلو کارونو د پراختیا په لړ کې په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې د حلقوي هوټلو یو ګروپ وپېره.
د مینزس په نوم د دغه ګروپ په بدل کې یې چې ۱۲ هوټل یې درلود ۱۳۵ میلیونه ډالره ورکړل. دا ۱۲ واړه د برېتانیا په بېلابېلو سیمو کې د منځنۍ کچې څلور ستوریز هوټلونه دي. په دې معامله کې د کمپنۍ مرکزي دفتر او ۱۲۰۰ کارکوونکي هم شامل و. ۱۲ واړه دغه هوټلونه په برېتانیا کې دي او د منځنۍ کچې څلور ستوریز هوټلونه دي.
د مینزس په اخیستلو سره ټاپلنډ د سوداګریزو مراکزو پر کاروبار سربېره د یو میلیارد فونډه په ارزښت د هوټلدارۍ یوه شبکه رامنځته کړه.
د ټاپلنډ ځنې مشهور هوټلونه Royal Crescent Hotel، the Hilton Brighton Metropole، the Glasgow Hilton او د Thistle Hotels اووه هوټلونه چې شپږ یې په لندن او یو یې په اېډېنبرګ کې دی.
پر سوداګریزو جایدادونو او هوټلدارۍ سربېره ټاپلنډ په وروستیو څو کلونو کې خپل فعالیتونه د تجدید پذیرې انرژۍ او طبیعي زېرمو ته هم غځولي دي.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اګېسټ د ۱۸ مې نېټې د شمېرو له مخې ایډي او سول دری اعشاریه پنځه میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۷۷ ام او په برېتانیا کې ۱۷ ام ځای لري.
دوی دواړو ودونه کړي، ایډي د برېتانیا په پلازمېنه لندن او ورور یې په ګېرالټار کې ژوند کوي.
زاکای وروڼه د یهودو ملاتړي میلیاردر ګڼل کېږي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.