برېتانيا غواړي جګړه په دروغ ويلو وګټي


په افغانستان كې د ولسواكۍ د حكومت په اته كلنه دوره كې ډېرې افغانې ميندې بورې شوې او ډېرو خويندو خپل وروڼه، ډېرو ښځو خپل خاوندان او لنډه دا چې په دې اته كلنه دوره كې ډېرو افغانانو خپل ژوند له لاسه وركړ. د ننګرهار د هسكې مېنې، د هرات د عزيزآباد، د وردګو د سيدآباد، د كندهار شاه وليكوټ په همدې ډول د ډېرو ناوې ګانو او زومانو وژنې به د هېڅ افغان هېرې نه شي، دا ټولې هغه بمبارۍ دي چې په نظامي او وسله والو كسانو نه دي شوې بلكې د دې بمباريو ټول قربانيان ملكي وګړي.
دې ناشولته جګړې نه يوازې دا چې په كې افغانانو خپل ژوند له لاسه وركړ بلكې په سلګونو بهرنيانو هم خپل ژوند په كې له لاسه وركړ، خو د بهرنيانو د دروغو د تګلارې له امله د لسو بهرنيو وژل شوو سرتېرو په ځاى كورنيو او بهرنيو خبري رسنيو ته د يو سرتېري وژل كېدل او يا هم د يو سرتېري زخمي كېدل ښيي. د برېتانيا چاپ ګارډين ورځپاڼې د برېټانيا د دفاع وزارت د رسنيو د چارو د يوه افسر هغه څرګندونې خپرې کړې چې وايي ده ته ويل کېدل، چې په افغانستان او عراق کې د برېټانوي سرتېرو د ماموريت په اړه په ډېرو مواردو کې د برېټانيا خلکو او رسنيو ته ناسم معلومات ورکړي.
دغه افسر اوس په رسمي توګه د برېټانيا د دفاع وزارت د دروغو په ويلو تورن کړى دى.
ګارډين له دغه افسر څخه په حواله ليکي، کله چې به برېټانوي رسنيو او د هغو کسانو خپلو خپلوانو چې په افغانستان او عراق کې يې د کورنيو غړي په جګړې بوخت دي پوښتنه وکړه، چې ايا زمونږ ځواکونه په دغو دوو هېوادونو کې د تجهيزاتو او امکاناتو له کمښت سره مخ دي نو ما به په دروغو ورته وويل، چې نه مونږ په دغو دوو هېوادونو کې کافي تجهيزات او امکانات لرو.
دغه افسر جان ساليزبوري نومېږي چې ۱۱ کاله يې د برېټانيا د دفاع وزارت د اطلاعاتو او رسنيو په څانګه کې دنده ترسره کړې.
نوموړى وايي، چې دى د دفاع وزات له خوا په جبر او فشار دې  ته اړ ايستل شوى و، چې په افغانستان او عراق کې د خپلو سرتېرو د تلفاتو د شمېر په اړه هم، ناسم معلومات خپاره کړي.
دغه سرتېرى وايي چې، دمګړۍ د هغو دروغو ويلو له امله ځورېږي او په رواني ناروغۍ اخته شوى چې د دفاع وزارت له خوا يې دى ويلو ته اړ ايستل شوى وو.
د ملكي خلكو هغه څرګندونې اوس په ثبوت رسېږي چې دوى وايي كليو او بانډو كې د ماين چاودنو، ځانمرګو بريدونو، مخامخ جګړې او په نورو چريكي جګړو كې هر وخت په لسګونو كسان مړه او ټپيان كېږي خو دوى رسنيو ته د يوه او يا دوو سرتېرو د مړينې خبر وركوي.
برتانوى سرتېرى جان ساليز بوري اوس سترې محکمې ته په دې اړه شکايت کړى او په دې  برخه کې يې د عدل غوښتنه کړې.نوموړي ويلي چې ده د ناچارۍ له امله د دردېدلو انګلېسانو کورنيو او د رسنيو چلوونکو ته دروغين معلومات ورکړي  او دى له خپل دې کار څخه بښنه غواړي .
ګارډين له دغه برېټانوي افسر څخه په حواله ليکي چې نوموړي تل په افغانستان او عراق کې د برېټانوي سرتېرو د تجهيزاتو په اړه ويلي چې سرتېري پوره تجهيزات او امکانات لري او په دې برخه کې هېڅ راز ستونزه نه لري.
كه امنيتي حالات په همدې ډول روان وي، ورو ورو به د هر هېواد سرتېري د خپلو دروغو په اړه په زړه پورې مالومات وړاندې كړي. او دا به ټولې نړۍ ته څرګنده كړي چې د دروغينې ولسواكۍ د ګټلو لپاره څومره په پرېمانه توګه دروغ ويل كېږي خو د ساليز بوري حالت ته په كتو سره څرګندېږي چې ډېرى بهرني سرتېري له افغان جګړې څخه د تېښتې په حال كې دي، دوى نور نه غواړي چې په دورغو سره خپله ناسمه او غيرعادلانه تګلاره سمه او عادلانه وښيي. اوس افغان دولت او بهرنيان د سختو او تاوتريخجنو امنيتي شېبو سره مخ دي، د هېواد د ولسمشرۍ ټولټاكنو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، خو د دولت مخالفين كولاى شي چې د لوګر ولايت په شپږو كسانو سره له غرمې څخه تر مازيګر پورې د ناټو د الوتكو په حضور كې هم كلابند كړي. كه چېرې امنيت په دې ډول وي، ملكي وژنې هم روانې وي او بهرني سرتېري هم د خپلو ناسمو تګلارو څرګندوونكي وي، نو فكر نه كوم چې د امريكا دا وړۍ دې شړۍ شي.