
خلک او په ځانګړې توګه سړي هڅه کوي، چې دښځو رازونه ځانته مالوم کړي، دوی غواړي، چې پوه شي ښځه څنګه فکر کوي څه احساس کوي؟ ان سړی دښځو دظاهرې بڼې لکه سترګې، دمخ بڼه او نورو ... په اړه سوچ کوي. اوس پوښتنه داده، چې دښځې دشونډو او دهغې دشخصیت ترمنځ تړاو څه دی؟
هر ډول شونډې خپلې ځانګړنې لري
وړې او کوچنی شونډې دانانیت / کبر دخام عقل نښه ده، نرې شونډې ، دباریکۍ ، له شتمنۍ سره دمینې نښه ده. دکومې ښځې، چې شونډې نرې وي ثابت مزاج نه لري، په ورته وخت کې سخت او نرم طبیعت لري.
که دکومې ښځې دشونډو وښکې / کونج پورته وي ، دا دمهربانۍ، غرور نښه وي، که دکومې ښځې دشونډو کونج / وښکې ښکته / ټیټ وي دا دژر غوسه کېدو، راپاریدونکې ښځې نښه ده.
ګردې شونډې دسرکښه مزاج نښه ده، غټه او ډکه شونډه ددې مانا ورکوي،چې دا ډول ښځې تل سپینه خبره کوي، زړه یې پاک وي او له ځان سره مېنه لري. کش شوې شونډې دا مانا ورکوي،چې دا ډول ښځې تل ځانته غوسه وي او خپل ځان یې نه خوښیږي. وتلې او څرګندې شونډې د ښکلا نښه ده.
که چیرې پورتنۍ شونډه دښکتنۍ په پرتله ډېره وتې وه دا دزړه سوي، ښه طبیعت او بښنې نښه ده او که چیرې برعکس وه دا دنه پاملرنۍ نښه ده.
دیادونې ده، چې دا ډول یوه ارزونه دښځې دشخصیت دارزونې په برخه کې وروستۍ هغه نه ده خو یوه نسبي ارزونه وه،اوس تاسې وګورئ،چې څه ډول شونډې لرئ.