
په پښتنو او د پښتنو په ځینو سيمو کې لکه د نړۍ د نورو سيمو په شان د اسماعيليانو ګروهې په لږ توپیر سره ليدل کيږي او کړنې یې د اسماعیلیانو پرعکس دی، ځينو پښتنو له اسماعیلیانو څخه ملاتړ کړی او مرستې یې ورسره کړي دي او ځينې پښتانه ورسره جګړېدلي دي او يو شمير نورو پښتنو د اسماعيليانو مذهب، په یو څه توپیر سره منلی دی، خو دا بايد ووايو چې د نورو اسماعيلي ملحدانو غوندې پښتنو د خپلو مخالفينو پر وړاندې ترهګریز بريدونه نه دي تر سره کړي او د خپلو مخالفينو سره يې مخامخ (نرپه نره) جګړې کړي دي.(بېلګه یې روښاني تحریک دی)
د افغانستان او نني پاکستان ځینو سیمو ته د اسماعیلیانو ګروهې د عربو لخوا خپرې شوي دي، وایي چې: د یمن د اسماعیلیانو(قرمطیانو) مشر ابن حوشب یمني په کال(۲۶۸،ه،ق) کې خپل وراره ابن الهصیم د سند سیمې ته ولیږه او د اسماعیلیانو لُمړنی مرکز یې رامنځ ته کړ. (دولت فاطمیان،ص، ۱۶۹) تالیف: عباس حمداني
مُلتان چې د بودایانو او زردشتیانو سیمه وه د مصر فاطمي خلیفه المعزالدين بالله(ابو تميم معد) له خوا ونیول شو، د مُلتان اوسیدونکو د اسماعیلیانو عقیده غوره کړه، خو وروسته د مُلتان داعي د قرمطیانو تر اغېز لاندې راغی او د ده ځای یو بل داعي جعلم بن شیبان ونیو چې په کال(۳۵۴،ه،ق) کې یې د قرمطیانو سلسله رامنځ ته کړه، د مُلتان د قرمطیانو د لړۍ درو تنو په مُلتان او د مُلتان په خوا وشا کې تر (۴۰۱،ه،ق) پورې حکومت وکړ، تر څو چې د دوی حکومت د سلطان محمود غزنوي لخوا له منځه ولاړ. (دولت فاطمیان،ص،۱۸۵)
هغه مهال چې په مُلتان کې د لودي پښتنو واکمني وه، شېخ نصر چې د شيخ حميد لودي زوى او د ملتان حاکم ؤ د اسماعیلیانو ګروه یې خپله کړي وه، په اړه یې په پټه خزانه کې داسې راغلي دي:نقل هسې کا: نصر د شيخ حميد زوى په مُلتان کې د ملاحده له استازو سره کښېنوست او له دوى څخه يې د الحاد او اسماعيلي فرقې عقايد زده کړل او وګروهيدۍ، د دوى په اعتقاد او ملحد سو، چې شيخ حميد رحمة الله وفات سو نو يې پر ځاى نصر کښېنوست او د الحاد ترويج يې غوره کړى او قرامطه يې راوسته شيخ رضىَ (عليه رحمه) چې سوچه مسلمان ؤ خپل تربور(دتره زوى) نصر ته يې داسې پاړيکي وکښل او وايې ستول:
د الحاد پر لورد ترپلل – ګروه دې زموږ وکوراوه
مـوږ روڼـلى پـه زيـارنـه
تــا پــه تــور وتــورا وه
لـرغـون ولـې ګـروهـيـدلې – چې د ګوښى اړاوه
هـغه ګروه دې اوس آړه کړ
چـې پـلــرو دې رڼـا وه
لودي ستا په نامه سپک سوــ که هرڅو مو درناوه
نصره! نه مو يې له کهاله
لــودي نـه يـې پـه کـا وه
زموږ رغا ده ستا له ګروه ــ دورځلوى په رغا وه
د ملتان حاکم نصر لودي د خپل د تره زوى شېخ رضَى لودي د شعر په ځواب کې او د هغه د تسلۍ او غولونې لپاره لاندې شعر ويلى دى:
د الـحاد په تـور تـورن سوم – زه لـرغـون خو ملـحد نه يـم
زما دښــنه هسې تـورا کړي
کـه مــلـحـد يــم د دښــنه يـم
لـه اسـلامـه نـه تـرپـلمه – تـورانـو څخه پـه تـرپـلـه يـم
ګـروه مـې هـغـه لـرغـونى دى
اوس هم کروړ په لرغـونه يـم
د اسـلام پـرهسـک به ځـلـم – و تـورانـو تـه تـيـاره يـم
د لـودي زوى سُــنـتـي يــم
د حـمـيـد لـه لـوړکهـالـه يــم
تـورانـى دښــن چـې وايي – زه له ګروهـه پـه اړه يـم
دا يـې تـور تاسـې دروهــوي
زه مـومـن ستاسې په پـلـه يـم
د دښــنـو ويـنـاوې مـغــږه – زه لــودي يــمـه څــو زه يـم
[پټه خزانه]
اسماعيلیانو د مسلمانانو د تېر ايستلو په خاطر ځانونه تل مسلمانان بللي دي او کله يې هم د مسلمانانو پر وړاندې نه دي ويلي چې دوى مسلمانان نه دي، نو ويلى شو چې نه يوازې دا چې نصر لودي د اسماعيليانو په عقيده ولاړ ؤ بلکې وروسته له ده څخه په مُلتان کې د ده زوى ابو الفتح داود هم د اسماعيليانو په ګروهه ؤ، نوموړی یو ځل د سلطان محمود غزنوي لخوا توبه ګار شو خو دوهم ځل بيا مرتد شو چې سلطان محمود غزنوي د دوهم ځل لپاره په مُلتان باندې برید وکړ او ابو الفتح داود يې له ځانه سره غزني ته بندي بوتلو. (افغانستان در مسیر تاریخ ص ۱۰۶)