
نوې خپره شوې څېړنه وايي هغه کوچنیان، چې پوره خوب نه کوي دوی بیا دخوړو پر وړاندې د ټینګې نه وي او له اندازې زیات خواړه غواړي .
دچاغښت نړیوالې مجلې څیړونکي وايي : هغه پنځه کلن ماشومان،چې دشپې له اړخه له یولسو ساعتونو کم خوب کوي، دوی دهغه په پرتله ډېر خواړه غواړي، چې پوره خوب کوي.
په امریکا کې د ناروغیو دمخینوی مرکزونه او ټولنې وايي : پنځه او شپږ کلن ماشومان باید هره ورځ د۱۲-۱۱ ساعته خوب وکړي.
څیړونکي وايي : ارزونې ، تجربې دا په ډاګه کوي هغه ماشومان او وګړي، چې پوره خوب نه کوي دوی د خوړو ډېره اشتها لري، همدا لامل دی، چې اوس نړۍ دچاغښت له ستونزې سره مخ ده او هر ځای کولای شئ،چې دخوړو لپاره یو څه تر لاسه کړئ.
پخوانیو څیړنو هم ثابته کړ ېده لږ خوب ددې لامل ګرځي، چې ماشوم وزن واخلي او چاغ شي، خوب کولای شي، چې کالري په اسانۍ سره له منځه یوسي.