یو یانګ؛ هغه میلیاردر  چې فوربس یې انځور نه دی ترلاسه کړی

 
زما په ګډون له ډېرو سره داسې تصور دی چې خلک شتمني د شهرت لپاره غواړي؛ خو ځینې خلک د دې تصور خلاف کار کوي.
تر اوسه مو چې د څومره میلیاردرانو ژوندلیکونه مطالعه کړي، یوه برخه په کې داسې دي چې د ژوند په اړه یې ډېر معلومات نه شته. دوی سره له دې چې میلیاردونه ډالره شتمني لري، خو بیا هم هغومره چې په کار ده مشهور نه دي. میلیاردران به د خپل دغه کار لپاره ښايي بېلابېل دلایل لري، خو موږ اړ یو چې تر خپل وروستي بریده هڅه وکړو چې د فوربس مجلې د میلیاردرانو د نوملړ له مخې د هغوی د ژوند په اړه تاسې ته معلومات راټول کړو.
چینایی « یو یانګ» له همدې ډلې میلیاردرانو څخه دی. د هغه د زوکړې، ماشومتوب او زده کړو په اړه هېڅ راز معلومات نه شته. ان په هغه نوملړ کې یې نوم نه شته چې د چینايي کاروباریانو له لوري د چین د حکومتي رسنیو له لوري خپور شوی دی.
یو یانګ د کډي پرچون کارپ په نوم د پانګونې او تامیناتو یو بنسټ لري.
نوموړي دغه بنسټ په ۱۹۹۷ زېږدیز کال کې جوړ کړی دی. کډي پرچون د «Molybdenum Co» په نوم کمپنۍ کې ونډې لري.
دا کمپنۍ په چین کې د «مولیبدن» په نوم د یوه فلزي عنصر تر ټولو ستره تولیدوونکې ده. له دې مادې څخه د فولادو په عیار او د مقاومت د زیاتوالي لپاره کار اخیستل کېږي.
د «Sandaozhuang» په نوم د دې کمپنۍ یو کان په نړیواله کچه د مولیبدن او «تنگستن» دویمه لویه زېرمه ګڼل کېږي.
د نوموړي د پانګونې بنسټ د کانونو او طبیعي سرچینو په ګډون په ۱۴ بېلابېلو برخو کې پانګونې کړې دي.
فوربس مجلې او نورې رسني نه دي توانېدلې چې د یو یانګ کوم تصویر تر لاسه کړي او د میلیاردرانو په نوملړ کې یې انځور هم نه دی خپور شوی.
دې مجلې نوموړی ۵۲ کلن بللی او د هغو میلیاردرانو ترمنځ یې نوم راغلی چې په خپلو هڅو یې شتمني ګټلې ده یعنې له بل چا په میراث نه ده ورته پاتې.
د مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اګېسټ د ۱۸ مې نېټې د شمېرو له مخې د نوموړي پانګه څلور اعشاریه یو میلیارده ډالره بلل شوې چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۷۷ یم او په چین کې ۴۴ ام ځای لري.
واده یې کړی، خو د اولادو په اړه یې څه نه دي ویل شوي او د چین په پلازمېنه بیجېنګ کې ژوند کوي.
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.