حضرت عمرفاروق (رض) چې داسلام د سترو فاتحينو او لويو اتلانو څخه دى، د ده د خلافت په وخت کې د مسلمانانو لخوا ډېر هېوادونه فتحه شول او لويو لويو امپراتوريو ته يې ماتې ورکړې، لکه د ايران هیواد ډېرې برخې ونيول شوې، شام (سوريه) او مصر چې د روميانو تر واک لاندې هېوادونه وو ونيول شول او د بيت المقدس فتحه چې د هغه ځاى د اوسيدونکو په غوښتنه باندې امیرالمومنين هتله ولاړ او ښار يې بې له وينو تويولو څخه حضرت عمرفاروق (رض) ته ورتسليم کړ. وايي چې وروسته له هغې چې د بيت المقدس ښار د مسلمانانو لخوا محاصره شو د بيت القدس (پطرک = د ارتودوکس عیسویانو سیمه ییز مذهبي مشر) د کلا يوه بُرج ته وخوت او غږ يې وکړ، پطرک غواړي چې د مسلمانانو له امير سره خبرې وکړي، حضرت ابوعبيده چې د لښکر امير ؤ د خپلو ملګرو سره وروړاندې شو او ورته ويې ويل: څه ويل غواړي؟ پطرک وويل: که چېر تاسې شل کاله دا ښار محاصره کړې، بيا به هم تاسې دا ښار تسلیم نه کړۍ، ځکه چې دغه ښار چې کوم سړی فتحه کوي د هغه صفتونه (نښانې) په تا کې نه وينم. ابوعبيده (رض) پوښتنه وکړه: هغه صفتونه څه ډول دي؟ پطرک وويل: د پېغبر(ص) له يارانو څخه يو شخص دى(دحضرت عمر صفتونه يې ورته وښودل) ابوعبيده وويل: دا خو زموږ اميرالمومين دى، وروسته له هغې ابوعبيده حضرت عمر فاروق ته وليکل چې په خپله دې د بيت المقدس د فتحې لپاره تشريف راوړي. عمرفاروق په خپله بيت المقدس ته ولاړ او هغه مقدس ښار يي بې له کومې جګړې څخه تسلیم کړ او د هغه ځاى له اوسيدونکو سره يي ډيره ښه رويه وکړه .... عشره مبشره(ص ٦٩)
وروسته له هغې چې د حضرت عمر په لارښونه مسلمانان مخ پر وړاندې روان وو نو د اسلام دښمانان د حضرت عمر فاروق د وژلو (ترور) په لټه کې شول.
وايي چې کنستاتين د روم شهزاده د دې لپاره چې د مسلمانانو د پر مختګ مخه ونيسي د حضرت عمر د ترور طرحه يې جوړه کړه او د دې کار لپاره يي د جبله بن الايهم(۱) د شام د غسان امير چې په خوا مسلمان شوى وو او وروسته بيا مرتد شو او رومته وتښتيده، نوموړي يوتن خپل غلام واثق نومى د حضرت عمر د ترور لپاره وګمارلو، کله چې واثق مدينې ته ورسيد، د حضرت عمر پوښتنه يې وکړه، واثق ته وويل شول چې اميرالمومنين په باغچه کې دى،نوموړي حضرت عمر(رض) پداسې حال کې وليد چې د سيورې لاندې په خپله چپنه باندې بې له کوم ساتونکي څخه ويده ؤ. واثق نومي چې کله دا صحنه وليد له ويې ويل: قسم په خداى چې تا عدالت کړى دى نو ځکه داسې په امن کې پروت يې.وروسته له هغې چې خليفه ويښ شو، نو واثق خپل ځان وروپېژاند او ايمان يې راوړ او تر پایه پورې ثابت قدمه مسلمان پاتې شو.
لکه چې وموويل چې د اسلام دښمنان په دې پوه وو چې د دوى د لښکرو د ماتولو بنسټيز عامل یوازې حضرت عمر(رض) دى نو په دې بیسټ د اسلام دښمنانو غوښتل چې خلیفه له منځه یوسي، په دې اړه رستم فرخزاد چې د ايران د ټولو لښکرو مشر ؤ وايي: «زموږ د ماتي (شکست) يوازنى عامل عمر دى، چې زما ځيګر سوزوي.»
دا شان د ايران ځوان پاچا يزيدګر داسې ويلي دي: «د دغو ورانوونکو طوفانونو اصلي محرک يوازې عمر بن خطاب دى، چې د نړۍ د نيولو په نيت يې زموږ مقدس حريم تر پښو لاندې کړ او زموږ ښارونه يې ونيول، که چېرې د هغه په وړاندې په پښو ونه دريږو زموږ شاهينشاهي هېواد به لاندې کړي»(۲)
دا ډول د مسلمانانو د دښمنانو هڅې وې چې له امله یې دا لوی خلیفه ترور شو، وروسته له هغې يو تن مسحي(۳) ابولولو اهوازي د څلورم ورځې په ګهيځ د ذى الحجې په ٢٦ نيټه په داسې حال کې چې دوه سری په زهرو لړلۍ خنجر ورسره ؤ او د مسجد په محراب کې پټ شوى ؤ، نو کله چې حضرت عمرفاروق د سهار د لمانځه امامت ته وړاندې شو او لمړى تکبير يې وويلو (ترهګر چې د مسجد په محراب کې پټ شوى ؤ) اميرالمومنين يې په هغه زهر لړلي خنجر باندې درې ځله نس (خېټې) ته ووهلو، عمرفاروق بې هوښه پريوتلو، ترهګر ديارلس تنه نور اصحاب هم ټپيان کړل چې اوه تنه يې شهيدان شول. ابولولو وروسته له نيولو څخه په خپل خنجر ځان ووهلو او ځان وژنه (خودکشي) يې وکړه. اميرالمومنين حضرت عمرفاروق (رض) له ټپي کيدو څخه پنځه ورځې وروسته له (٦٣) کالو په عمر شهید شو. (۴)
-------------------------------------------------------------------------------------------------
۱ــ جبله بن الايهم د شام د غسان آمير ؤ چې پخوا مسلمان شوى ؤ او د حج په مراسمو کې د يوه حاجي پښه د نوموړي په کاليو(بالاپوش) باندې لږيدلي او جبله هغه حاجي ته سخته څپېړه ورکړي وه، هغه حاجي حضرت عمر(رض) ته شکايت وکړ او اميرالمومنين جبله ته وويل چې ته بايد تاوان ورکړې، جبله له اميرالمومنين څخه غوښتنه وکړه چې د ده محکمه دې يوه ورځ وځنډول شي، محکمه وځنډیده او جبله د شپې له خوا د خپلو ملګرو سره غسان ته وتښتيده او د اسلام دين څخه ووت او مرتد شو، وروسته له هغې د اسلام او مسلمانانو سرسخت دښمن شو.
۲ــ عشره مبشره ص ٨٢
۳ــ په يوه روايت کې مجوسي بلل شوى دى او دولس اماميه (اثنا عشريه) د شعيه ګانو يوه ډله يو له اخترونو څخه، چې په ربع اول باندې يې تجليلوي د دوى د پلار (بابا شجاع الدين) په نوم يادوي دغه نوم د مجوسي ابولولو لقب دى.
۴ــخلفاء راشدالدين ص ١٨٠