
کاروبار په اصل کې د د ستونزو لپاره د ګټورو حللارو هنر دی. بریالی کاروباري او سوداګر هغه کس دی چې د ستونزو د تشخیص او تر نورو وړاندې هغوی ته د ګټورو حللارو د پیدا کولو وړتیا لري. لاندې پنځه ټکي د کاروبار د پیل لپاره مهم دي.
۱. اړتیا پیدا او پوره یې کړئ
لومړی باید اړتیا پیدا او پوره یې کړئ. « روس پیروټ» هغه مهال چې له ای بي اېم سره یې کار کاوه ولیدل چې مشتریان یې د کمپیوټرو د اخیستو پر مهال د معلوماتو د پروسس په برخه کې له ستونزو سره مخ کېږي. دی ای بي اېم ته ولاړ او دا ستونزه یې له کمپنۍ سره شریکه کړه؛ خو کمپنۍ په دې برخه کې کار ته لېوالتیا ونه ښووده، له همدې کبله نوموړي په خپله کار ورباندې وکړ. نوموړي بلاخره خپل دغه کاروبار په ۲،۸ میلیارده ډالره وپلوره. ده اړتیا پیدا او پوره یې کړه.
۲. ستونزه تشخیص او حل کړئ
دویمه قاعده دا ده چې ستونزه پیدا او حل یې کړئ. یوې سکرټرې چې د یوې کوچنۍ کمپنۍ لپاره یې کار کاوه، د ټایپ کولو پر مهال د خپلې تېروتنې د اصلاح لپاره اوړه له رنګ ناخن سره ګډ کړل او خپله تېروتنه یې ورباندې پاکه کړه. ډېر ژر یې یو بل ملګری چې له دې سره یې په همدې دفتر کې کاوه راغی او له دې څخه یې د هماغه شي د جوړولو غوښتنه وکړه. تر څه وخت وروسته نوموړې د خپل پخلنځي پر مېز دغه کار پیل کړ. وروسته له نورو دفترونو هم خلکو د دغه محصول غوښتنه ترې وکړه او دې هم د دغه کاروبار لپاره ټول وخت ځانګړی کړی. د نوموړې هماغه کار اوس د تېروتنو د اصلاح لپاره پر سپین رنګه قلم بدل شوی چې ښايي په هر دفتر کې وي. څو کاله وړاندې نوموړې خپله کمپنۍ پر « ګېلېټ کارپورشن» په ۴۷ میلیونه ډالره وپلورله.
۳. د حللارو لټه
لومړی خو هڅه وکړه چې ستونزه پیدا او حل یې کړئ. که مو داسې ستونزه تشخیص کړه چې د ټولو ورته پام و، خو تاسې ورته د حل لاره پیدا نه شوی کړلی، داسې لاره پیدا کړه چې د ستونزې له حل سره په ارزانه توکو او غوره خدماتو مرسته وکړې. «کلامونس وېلسون» دا اړتیا تشیخص کړه چې کورنۍ د سفر پر مهال هوټلونو ته اړتیا لري له همدې کبله یې « هالوډې اېس» رامنځته کړ. د هوټلو دغه حلقوي شبکه اوس پر یو بریالي کاروبار او په نړیواله کچه د هوټلو پر یوه مخکښه سوداګرۍ بدله شوې ده.
۴. پر مشتریانو تمرکز
دا په سوداګرۍ او کاروبار کې د بریا کلۍ ده. له مشتریانو سره مو ځان غرق کړئ. پر مشتري مو تمرکز وکړئ. د مشتري په اړه مو فکر وکړئ. پر دې فکر وکړئ چې مشتري څه شی غواړي او څه ته اړتیا لري. مشتریان د څه لپاره پیسې ورکوي او د هغوی ستونزې څه دي. د ای بي اېم بنسټګر خپل خلک وروزل او د کمپنۍ بنسټ پر همدې اساس کېښوود. هڅه وکړه چې ځان داسې وګورې لکه د مشتریانو لپاره چې کار کوې. کله چې له یوه تولید یا مفکرې سره رامخکې شوې، بیا نو د خپل وخت، وړتیا او ځواک پانګونه وکړه، ددې پر ځای چې د پیسو پانګونه وکړې.
۵. د ډېری سترو شتمنیو سرچینه
دا په یاد وساتئ چې په امریکا کې د سترو شتمنیو لپاره پیل له یوې ایډیا او فردي هڅو شوی دی. ډېری لویې شتمنۍ د فردي خدماتو له عرضې پیل شوې دي. دې ته د خولو ګټه ویلی شو. تاسې په ټیټه کچه له کار کولو څخه ارزښتناک درسونه زده کولی شی.
ژباړه
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.