
« مین کاو» په ۱۹۴۹ زېږدیز کال په تایوان کې زېږېدلی دی. تر ښوونځي وروسته یې د تایوان په ملي پوهنتون کې د برېښنايي انجنیرۍ پوهنځۍ لوستې ده. وروسته د زده کړو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ته ولاړ. په تنسي پوهنتون کې یې لومړی ماسټري او وروسته د الکترونیکي انجنیرۍ په برخه کې دکټورا وکړه.
نوموړي د دکټورا لپاره د زده کړو پر مهال د ناسا لپاره څېړنه کوله. په همدې وخت کې د امریکا دفاع وزارت د جي پي اېس یا «global positioning system» د پراختیا لپاره کار کاوه. مین هم د یوه انجنیر په توګه له دې برخې سره لېوالتیا پیدا کړه او په دې برخه کې د کاروبار د پوټانشیل په اړه فکر ورسره پیدا شو.
کله یې چې دکټورا بشپړه کړه د« ټیلیډاین سیستم» په نوم له یوې کمپنۍ سره یې د سیستم انلېسټ په توګه کار پیل کړ. وروسته له « مګناواکس» کمپنۍ سره یو ځای شو او په دې کمپنۍ کې د کار پر مهال یې پر ګڼو دولتي تړونو کار وکړ. له دې کمپنۍ څخه د « رېډیو کېنګ» په نوم کمپنۍ ته ولاړ او هلته یې د لومړي جي پي اېس د جوړونکي ټیم مشر شو چې د امریکا د هوايي چلند د فدرالي ادارې له لوري تایید شو.
په همدې کمپنۍ کې د کار پر مهال له خپل یوه ملګري سره د بېګا د ډوډۍ پر مهال بحث د دواړو ژوند بدل کړ. ده په یوه مرکه کې ویلي د جي پي اېس په جوړېدو کار روان و، خو اصلي موخه یوازې په پوځي برخه کې د هغې کارول و. مین وايي ده او انجنیر همکار یې ګرې بورېل د دغه بحث پر مهال له جي پي اېس څخه په نورو برخو په ځانګړي ډول سوداګرۍ کې د ګټې اخیستو پر پوتنشیل بحث وکړ. مين په دغه مرکه کې ویلي بحث هله خوندور شو چې موږ د داسې یوې الې د جوړولو وړاندوینه وکړه چې له پیلوټانو، بېړۍ چلوونکو او موټر چلوونکو سره د موخې په پیدا کولو کې مرسته کولی شي.
نوموړی وايي همدا یې د « ګارمین» په نوم د کمپنۍ رامنځته کولو لومړنۍ مفکوره وه او د همدې مفکورې پر بنسټ یې د ګارمین کمپنۍ چې د جي پي اېس الې تولیدولې رامنځته کړه. د دې کمپنۍ لومړنۍ پانګونه څلور میلیونه ډالره وه چې د دواړو سپما کړې پیسې او له کورنۍ او ملګرو یې پور کړې وې.
نوموړی اوس د همدې کمپنۍ له برکته میلیاردر دی.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اګېسټ د ۳۰ مې نېټې د شمېرو له مخې د مین کاو پانګه دوه اعشاریه دری میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۰۳ یم او په متحده ایالاتو کې ۲۱۵ ام ځای لري.
نوموړي واده کړی، دوه اولادونه لري او د کنزاس ایالت په ليوډ سیمه کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.