
د نورالحق علومي پلار او نیکه بارکزي پښتانه وو خو له بده مرغه چې نوموړی او ورور یې عبدالحق علومي څو لسیزې لا پخوا له پښتنو، پښتونولۍ او پښتو څخه انکار کړی دی.
ــ په دې مانا چې له پښتنو څخه هغه مهال تېر شول چې پر اتل پښتون ولسمشر داود خان باندې چې ده اعتماد پرې کړی ؤ، د کشمیري ببرک کارمل لپاره کوتا وکړه.
ــ له پښتونولۍ سره ځکه تړاؤ نه لري چې هېڅ پښتون خپلو دښمنانو ته نه تسلیمږي او له دښمن سره د خپل تربور پر وړاندې نه دریږي هغه داسې پښتانه چې اوږې یې د جنرالۍ له ستورو ډکې وي.
ــ له پښتو سره ځکه کومه اړیکه نه لري چې په ټکي پښتو نه پوهیږي او له افغان کلمې څخه کرکه کوي.
اوس به د دغو بې پښتو وروڼو په اړه لږ معلومات وړاندې کړو تر څو ښاغلي لوستونکو ته پورته یادونې ثابتې شي: د نورالحق علومي مشر ورور عبدالحق علومي د ولسمشر سردار محمد داود خان له باوري کسانو څخه ؤ او د ولسمشر د ګارد د اوپراسیون آمر ؤ. (نبي عظیمي؛ اردو و سیاست...، ص،۱۰۱) نوموړی د پرچمیانو د بنسټ ایښودونکو له جملې څخه دی چې په دې لاره کې یې ډېر د اردو افسران پرچمیان کړي دي (اردو و سیاست، ص،۱۱۸)
عبدالحق علومي چې د ولسمشر داود خان د ګارد جګړن ؤ د ثور د کودتاچیانو له مهمو کسانو څخه ؤ، د نوموړي په اړه نبي عظمي چې د علومیان څخه لوی او پیاوړی کودتاچي دی وایي: دغه افسران، صاحب منصبان چې په جمهوري ګارد کې یې خدمت ترسره کولو د وسله وال پاڅون په ورځ د پاڅونوالو سره یو ځای شول، بې له شکه چې د غویي په اومه په وسله وال پاڅون کي ډېرو څېرو ګډون درلود خو د دوی مشهور کسان پورته یاد شوی کسان دی.«چې په هغو کې عبدالحق علومي له مهمو کسانو څخه دی» (اردو و سیاست، ص،۱۳۱)
کله چې علومیانو د ولسمشر داود خان سره ناځواني وکړه او د کودتاچیانو لخوا ولسمشر او کورنې یې ووژل شول، لږه موده وروسته روسانو پر افغانستان باندې تېرې وکړ او خپل ګُډاګی ببرک کارمل یې واکمن کړ نو دواړه وروڼه یې پر لوړو څوکیو وټاکل او د روسانو سره یې څنګ په څنګ ښې دندې ترسره کړې.
هغه مهال چې ډاکټر نجیب الله د واک د انتقال پلان د ملګروملتونو سره ترتیب کړ(۱۳۷۱،ه،ش) نو ډاکټر نجیب الله نورالحق علومي له دندې څخه لیرې کړ او له هیواده وشړل شو، ځکه چې ډاکټرنجیب الله د ده په ناوړه نیت او کودتایې مزاج باندې پوه ؤ، خو کله چې د ملګرو ملتونو پنځه ماده ییز پلان د پلي کیدو وخت راورسید، علومیانو او نورو کودتاچیانود ای، اس، ای په مرسته د ملګرو ملتونو پلان له منځه یوړل شو، د ډاکټر نجیب الله پر وړاندې یې کودتا وکړه او یو ځل بیا یې د هیواد او خلکو پر وړاندې لوی ملي خیانت تر سره کړ لکه چې ټول شاهدان یو چې د کابل برخلیک یې د افغانانو تاریخي دښمنانو(د ای، اس، ای، مزدورانو) ته وروسپاره چې له امله یې له اویازرو څخه زیات بې ګناه او معصوم هیوادوال شهیدان شول او په ملیونونو نور مهاجرت اړ شول او تر نن ورځې پوري افغانستان په سره اور کې سوزیږي.
دا چې ډاکټر نجیب الله د ملګرو ملتونو په دفتر کې پناه واخسته نورالحق علومي له المان څخه راستون شو،هیواد ته له رارسیدو سره سم انټرکانټینینټال هوټل ته ولاړ او په مطبوعاتي کنفرانس کې یې ګډون وکړ چې مخکې له مخکې پلان اوطرحه شوی و، په دې مطبوعاتي کنفرانس کې له ښاغلي علومي څخه د بي بي سي یو ژورنالست پوښتنه وکړه .« تاسو ترکوموشرایطو لاندې اسلامي جمیعت ته تسلیم شوی؟»ښاغلي علومي وفرمایل: زموږ سترو ایتلافونو ته تسلیمي مه وایاست، افغان بل افغان ته نه تسلیمیږي، موږ ایتلاف کړی تسلیم شوي نه یو... .www.taand.com
ترهغې ورځې پورې چې جنرال عبدالحق علومي ژوندې ؤ نوموړی او ورور یې جنرال نورالحق علومي د سترجنرال نبي عظمي سره یو ځای د نظار شورا په خدمت کې وو. (اردو وسیاست... ،ص،۵۸۷)
دغه علوميان په دې فکر کې ؤ چې د جمعیت تنظیم ته ورتسلیم شوي دي او له دوی سره یې مرسته کړي ده نو ژوند به یې په امن کې وي، په داسې حال کې چې د همدغه جمعیت لخوا جنرال نورلحق علومي او ورور یې عبدالرشید علومی ووژل شول.www.taand.com
نبي عظیمي د عبدالحق د وژلو مسؤلیت په یو ډول سره د جمعیت پر تنظیم وراچوي عظمیی وایي: «عبدالحق علومي په رڼا ورځ د کابل په شش درک، د ګارنیزیون د عمومي قوماندانۍ په څنګ کې ووژل شو. عظمیي زیاتوی: دریغ او حیف دی چې عبدالحق علومي د رباني د حکومت په وخت کې ترور شو. (اردو وسیاست... ،ص، ۱۶۵، ۵۸۹)
او یو شمېر خو پدې ګروهه دي چې د ښاغلی علومی دواړه وروڼه د محمد قسیم فهیم له خوا چی د شورای نظار له مهمو اراکینو(د امنیت رئیس) ؤ ووژل شوي دي.. .. www.taand.com
په هر حال د نورالحق علومي دوه وروڼه ووژل شول او په خپله اروپا ته وتښتید، په دې ځای کې د هغه متل ویل پر ځای دي چې وایې:«هندو هم شو او ګوړې یې هم ونه خوړې»
چې نورالحق علومي ته د جمعیت ډېرې کسان د کمونست، پښتنون او د خپلو ملګرو سره د یوه خائین کس په نظر ګوري او له بل پلوه پښتانه او پخواني د وطن ګوند غړي یې هم د یوه ملي خائین په توګه پېژني، زه نوموړي جنرال ته دا وایم چې که ته د خپلو بادارانو د خوشالولو لپاره هر څومره د افغان له کلمې څخه انکار وکړې ته د هغو کسانو په نظر چې له افغان کلمې سره مخالفت لري د یو تسلیم شوي پښتون په توګه پېژند شوی یې، ته هم له پښتنو وتلي یې او هم له نورو ځکه چې ځان افغان نه بولې نو ته څوک شوې؟ځواب روښان دي،«کُړاغ (کارغه) د زرک تګ زده کولو خپل تګ هم ترېنه هېر شو»
(خواره دې شي مینځه چې د مینځي کالي وینځي)