هندو جاین؛ د نړۍ تر ټولو  د لوړ تیراژ لرونکې ورځپاڼې څښتنه

 
هند چې د نفوس له اړخه په نړۍ کې دویم هېواد دی، په ختیځ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د ورځپاڼې لوستلو فرهنګ په کې عام دی. له همدې کبله په دغه هېواد کې ډېرې د باور وړ او موثقې رسنۍ په ځانګړي ډول ورځپاڼې رامنځته شوې چې خلکو ته د معلوماتو رسولو ترڅنګ د خپلو خاوندوانو لپاره د عوایدو سترې سرچینې دي.
د هند د رسنیو په مارکېټ کې د « د ټایمز ګروپ» یو مشهور نوم دی. د فاینېنشل ټایمز ورځپاڼې د ۲۰۱۵زېږدیز کال د یوه راپور له مخې دغه ګروپ په هند کې د رسنیو تر ټولو ستر ګروپ بلل شوی دی.
ټایمز ګروپ د « ساهو جاین» کورنۍ اړوند دی چې اوس یې مشري مېرمن « هندو جاین» کوي.
نوموړې ته کاروبار له خپلو مشرانو پاتې دی، خو دې هم په دې برخه کې ډېرې هڅې کړې دي.
د ټایمز ګروپ تر چتر لاندې اوسمهال نه یوازې د هند بلکې د نړۍ په کچه مشهورې رسنۍ فعالیت کوي.
د ټایمز اف انډیا په نوم ورځپاڼه یې د تیراژ له اړخه په نړیواله کچه لومړۍ ورځپاڼه ده. دغه ورځپاڼه د نړۍ تر بلې هرې ورځپاڼې ډېره چاپېږي. سره له دې چې په نړۍ کې تر دې نورې مشهورې ورځپاڼې هم شته، خو په لوېدیځ کې د انټرنېټ د عامېدو له کبله به یې چاپ تر ټایمز اف انډیا لږ وي. بل دلیل یې ښايي دا وي چې هند د نفوس له اړخه په نړۍ کې دویم ځای لري.
ټایمز اف انډیا ۱۱۰۰۰کارکوونکي او ۱،۵میلیارده ډالره کلني عواید لري.
پر ټایمز اف انډیا سربېره د دغه ګروپ بله مشهوره ورځپاڼه اکونومیک ټایمز ده.
فوربس مجله وايي دغه ورځپاڼه چې په انګریزي ژبه خپرېږي تر والسټریټ ژورنال وروسته په نړیواله کچه تر ټولو ستره اقتصادي ورځپاڼه ګڼل کېږي.
دغه ګروپ په تېر ډسمبر کې د هوفېنګسټون پوسټ د هندي څانګې لپاره وېبپاڼه هم جوړه کړه.
د ټایمز ګروپ اجرایوي کارونه د هندو زامن « سمیر او وینېټ» پر مخ وړي. دوی دواړه نوي ډیلي ته نږدې یو پوهنتون هم جوړ کړی چې د بابسون کالج د پانګونې له څانګې سره همکاري لري.
فوربس مجلې د ۲۰۱۵زېږدیز کال د اګېسټ پر ۲۸مه نېټه د هندو جاین پانګه یو اعشاریه دری میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه نوموړې د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۰۳یم او د هندي میلیاردرانو ترمنځ ۲۵ام ځای لري.
نوموړې ۷۸کاله عمر لري، کونډه ده او د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې ژوند کوي.