
درېیمه تېروتنه: ناسمه قالبندي
سي وي مو تل د لوستلو وړ او پاکه ساتئ. هېڅ وخت هڅه مه کوی داسې سي وي جوړه کړی لکه تاسې چې د یوه طراح یا هنرمند په توګه د دندې غوښتونکي وی. په سي وي کې مو باید یوازې پر دې تمرکز وي چې د لوستلو وړ او پاکه وي. د لیکلو فونټ مو باید لږ تر لږه ۱۰وي. لږ تر لږه نیم اېنچ څنډې« حاشیې» پرېږدئ. سپین کاغذ او تور رنګ وکاروئ. د خطونو، پراګرافونو او جملو ترمنځ مناسب واټن ورکړئ. غوره ده چې نوم او د اړیکو شمېره مو په هره پاڼه کې وي. که ممکن وي چې سي وي مو په ګوګل ډاکس او ورډ دواړو کې پرانیزئ، بیا یې له یوه برېښنالیک سره ضمیمه او د ایمېل پر لومړۍ پاڼه وښيی. ځینې وخت د سي وي قالبندي له یوه سیستم څخه بل ته تر لېږد وروسته بدلېږي، نو د دغه کار د مخنیوي لپاره تر ټولو غوره لاره په بي ډي اېف بڼه د هغې ساتل دي.
څلورمه تېروتنه: د محرمو اطلاعاتو لیکل
یو ځل مې د کار پر مهال د مشاورې د یوه مشهور شرکت د لوړ پوړي کارکوونکي سي وي ترلاسه کړه. دغه شرکت سخت محرمانه سیاست درلود. د همدغه سیاست له مخې باید هېڅ وخت د مشتریانو نوم نه وی افشا شوی. دغه کس په خپله سي وي کې لیکلي وو: د سافټروییرونو له یوه مشهور شرکت سره په واشنګټن کې مرکه. ما یې هم سم دلاسه سي وي مسترده کړه. په دې سي وي کې د کار پنځوونکي د اړتیا« د شرکت د محرم ساتلو» او د کارکوونکي د اړتیا« څومره ښه سړی یم او باید یوه دنده ترلاسه کړم.» زاتي او طبیعي تضاد موجود و.
په دنده پسې سرګردانه کسان د خپلو محرمو هوکړو د پټ ساتلو هڅه کوي، خو د دغه کار د روحیې او جرئت نه. دا په حقیقت کې یوه تېروتنه ده. سره له دې چې دغه کس په خپله سي وي کې د مایکروسافټ نوم نه و اخیستی، خو هر چا چې هغه لوستې وی، پوهېده چې موخه یې مایکروسافټ دی.
د یوې ټولیزې ارزونې په پایله کې موږ ته ثابته شوه چې له ۵تر ۱۰سلنې سي وي ګانې د شرکتونو محرم اسناد فاش کوي. دغه کار ماته د یوه کارپنځوونکي په توګه ښيي چې دغه ډول افراد هېڅکله باید پر دنده ونه ګومارم، ځکه د هغوی په ګومارلو سره به مې په لوی لاس خپل سوداګریز اسرار رقیبانو ته فاش کړي وي.
اسانه حل لاره او ښه مثال یې دا دی: که مو و نه غوښتل چې یو شی په ورځپاڼه کې ستاسې له انځور او نوم سره خپاره شي، یا مو رییس له دغه کار سره مخالف و، هغه شی هېڅکله په سي وي کې مه لیکئ.
پنځمه تېروتنه: دروغ
دا مې زړه ماتوي. په کاري سي وي کې د دروغ لیکل هېڅکله ستاسې ارزښت نه شي زیاتولی. ټول ان مدیران او اجرایوي رییسان ډېره ځله په سي وي کې د دروغو له کبله له دندو شړل شوي دي. د ګوګل یو مدیر هم په سي وي کې د دروغو د ویلو له کبله له دندې ګوښه شو. خلک عموما د خپلو تحصیلي اسنادو په اړه په سي وي کې دروغ وايي او یا هم د پوهنتون د دورې د نومرو په اړه.
سلګونه داسې کسان مې لیدلي چې د دوی په وینا په تصادفي ډول یې د پوهنتون نومرې لوړې لیکلې، خو یو مې لا داسې نه دی لیدلی چې په تېروتنه یې خپلې نومرې ټیټې لیکلې وي.
پر دې سربېره د کاري تجربې او هغو بنسټونو په اړه چې دوی په کې د کار ادعا کوي، دروغ وايي او په دې ډول تر هغه څه چې دي ځان ډېر لوړ ښيي.
په سي وي کې دروغ کومې ستونزې زېږولی شي؟
دری ستونزې درته جوړولی شي. ۱. په ډېره اسانۍ مو کار پنځوونکي دروغ کشفولی شي. له انټرنېټ څخه په کار اخیستو، له هغو بنسټونو یا کسانو چې تاسې ورسره کار کړی، ستاسې په اړه معلومات اخلي او په اسانۍ مو دروغ معلوموي.
۲. دروغ نور دروغ زېږوي. که مو یو ځل دروغ وویل مجبور یی چې د پټ ساتلو لپاره یې بیا بیا دروغ ووایی. که یو ځل په خپله سي وي کې دروغ ولیکی، ۱۵کاله وروسته یو لوړ موقف ته ورسېږی او دروغ مو افشا شي، پوهېږی چې څه به درسره کېږي؟! هو له دندې ګوښه کېږئ. بیا نو مجبور یی چې د بل کار د پیدا کولو پر مهال له لومړۍ دندې د شړل کېدو دلایل هم توضیح کړئ. ۳. کار پنځوونکي تل هڅه کوي چې ښه او وړ کسان وګوماري، خو موږ تل دا تضمین کوو چې مسترد شو، ولې؟ ځکه چې پورتنۍ تېروتنې تکراروو.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.