کرزي، اشرف غني او د ډاکټر عبدالله گډه مناظره او د ولس هيلې او اندېښنې

 
  د لوي او بخښوونكي خداي په نامه پښتون پوسټ ورځپاڼه سرليكنه (اداريه ) د آزادۍ راډيو خبر ورکړ، چې د زمري د مياشتې پر پنځه ويشتمه نېټه به ماښام مهال د ډاکټر اشرف غني،حامد کرزى او ډاکټر عبدالله په يوې گډې مناظره کې برخه اخلي ، چې د ملي تلويزيون، آزادۍ راډيو او يو شمېر نورو تلوزيونونو او راډيو گانو له لارې به په ژوندۍ بڼه خپره شي لمر او طلوع اعلان کړى و، چې ورته مناظره وکړي،خو د ځنو ستونزو او وړانديزونو له مخې کرزي په کې برخه وانه خسته خو اوس، چې حامد کرزي حاضر شوى ، چې په کې يوې گډې مناظره کې برخه واخلي دا هم په خپل ځاى يو سم اقدام دى ځکه، چې اوس درې واړو کانديدانو خپلې تگ لارې ولس ته وړاندې کړي او ولس پرې ښه قضاوت کولى شي. د کرزي د وړانديز له مخې، چې مناظره دې د ټولو رسنيو له لارې خپره شي دا هم په خپل ځاى سم وړانديز و، چې اوس نېږدې ومنل شوه د زمري پر پنځه ويشتمه به ولس د درې واړو کانديدانو مناظره وگوري، خپلې غوښتنې او اندېښنې به ورته په گوته کړي او درې واړه کانديدان به د ولس د غوښتنو او اندېښنو پر رڼا کې ځوابونه ورکړي د کرزي په گډون درې واړه کانديدانو له پکار دي، چې د مناظرې له لارې د ولس اساسي غوښتنې او اندېښنې په مثبت اړخ ځواب کړي، ځکه، چې ولس ته د ټاکنو په درشل کې لومړۍ اندېښنه د امنيت ټينگښت دى، د بهرنيو ځواکونو شتون هغه اندېښنه ده، چې د افغانستان ولس يې د سختې اندېښنې سره مخ کړى بهرنيو ځواکونو په خپل سرو عملياتو کې په زرگونه بې گناه وگړي شهيدان کړي د کانديدانو ولس دا غوښتنه لري، چې څنگه وکولى شي بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او يو ملي او ټول منلي حکومت ته لارې، چارې برابرې شي کانديدان بايد دغې غوښتنې او اندېښنې ته سالم ځواب ولټوي qadirandewal@yahoo.com