چاپیریال ته پاملرنه پکار ده

 
له چاپیریال او په هغه کې اوسیدونکو حیواناتو سره ظلم، زیاتی او بې تفاوتي انسانان نه یوازې د خپل ځان د نابودی پر لور بیایي، بلکې لدې سره خپله دنیا هم  له مینځه وړي. انسان د ډېرې هوښیارتیا او حریصوالي له آمله خپل ځان پخپله تباه کوي که چېرې حیوانات سم مطالعه کړو او د دوی په ژوند کې ور ننوزو، د دوی خواصو، غریزو او عادتونو ته په غور سره ځیر شو، دې نتیجې ته به ورسیږو چې که له خپلې ظاهري بڼې  او ذهني پیاوړتیا نه تیر شو، تر مینځ دومره تفاوت نه پاته کیږي. زه پدې اند یم چې لکه څنګه چې مونږ ته لوی خدای ( ج ) ژوند رابخښلی همداسې یې دوی ته هم ور بخښلی دی.  
 
ونو او باغونو ته مرغان، غرونو ته ځنګلونه او ځنګلونو ته ډول ډول وحشي حیوانات ځانګړې ښکلا وربخښي. لدې آمله هم په ونو او ځنګلونو او هم په مرغانو او وحشي حیواناتو زړه سوی پکار دی. ښکاریان یې پخپلو سترګو ویني چې د ښکار په وخت د هر زخمي حیوان په سترګو کې له مرګ نه مخکې لویه تراژيدي ښکاري. خو له بده مرغه د دوی زړونه له کاڼو جوړ شوي. د زرکې ښایسته سترګې او په غرونو کې د زرکو سیلونه او آوازونه، د غرڅنئ له نازه ډک تګ او د مرغانو ښکلا او ښایسته غږونه ښکاریانو ته هیڅ هم ندي. بس د خپل بې ځایه شوق له آمله د ښایسته حیواناتو او مرغانو ښکار ته دوام ورکوي. کله خو دومره لوی ظلم وکړي چې ښه به خبر وي چې د فلانی حیوان نسل د ورکیدو په حال کې دی؛ او هغه وروستی حیوان چې پاته وي، هغه هم د دوی د ټوپکو خوراک شي؛ نسل یې د تل لپاره له مینځه لاړ شي او نوم یې په سره کتاب کې ولیکل شي.
 
دا هم باید یاده کړم چې هغه څوک چې په کورونو کې د دې ښایسته مرغانو او ښایسته حیواناتو غوښو ته سترګې په لار وي او هغه په ډېرې اشتها سره خوري هم له ښکاريانو سره پدې ګناه کې شریک دي.
 
دا خو لا څه چې عربي شیخان چې افغانانو ته هیڅ د انسان په سترګه نه ګوري، هم زمونږ هېواد ته د ښکار لپاره راځي او زمونږ جنګ ځپلي حیوانات او مرغان چې ډېر یې د ورک کیدلو په حال کې دي په بې رحمۍ سره وژني او یا یې هم ژوندي نیسي.
 
لنډه دا چې زمونږ په جنګ ځپلي هېواد کې د مرغانو او وحشي حیواناتو غیرقانوني ښکار او قاچاق ښه په درز کې روان دی. که څه هم د چاپیریال اداره چې مشر یې مصطفی ظاهر دی لرو، خو د کوم کار او فعالیت څرک یې نه لګیږي. پاته دې نه وي چې د چاپیریال او په هغه کې د شته ځنګلونو، مرغانو او حیواناتو ساتنه زمونږ د ټولو دنده ده. په درنښت.