
جنګ او جګړې زمونږ مادي او ماناوي بنسټونه او ارزښتونه داسې ولړزول چې جبرانول يې رښتيا هم ډېر وخت او ډيرو امکاناتو ته اړتيا لری، په مادی لحاظ مو که تعمير ،سړک ،روغتون او پل وران شو نو اباد به شي خو په ماناوی لحاظ مو چې کوم ډول زيانونه وليدل د هغې جبرانول رښتيا هم يو ستونزمن او آن ناشونی کار دی. په يو داسی نظام کې چې بنسټ يې په ولسواکۍ ولاړ وي داسی حد نه ليدل کیږی چې په سياسی اخزابو او يا پر کانديدانو دی محدودیت ولګوي، د ولسواکۍ پلويانو په خبره هرڅومره چې سياسی ډلی زياتی وی نو په همغه اندازه د ولسواکۍ بنياد قوت پيدا کوی يانی کله چې زيات خلک په سياسی مسایلو کی ځانونه دخیل کړی نو ګواکی ولسواکی تحقق پيدا کوی، په داسې يوې ټولنه او هيواد کې چې کلکی اقتصادی ستنی ولري او همدا ډول کلک سياسی نظام ولری د سياسی اخزابو او کانديدانو کثرت دومره د اندیښنې وړه خبره نه ده خو په هغه ټولنه او هيواد کې چې له يوې خوا یی ټول ځواک جنګ خوړلی وی،ولسواکي لا پکی خاپوړي کوی او له بلې خوا له کمزوري سياسی نظام او اقتصادی بحران څخه ځوریږی د کانديدانو کثرت په تاوان دی، په دې دلیل چې له يوې خوا د خلکو نه د ښه انتخاب لاره ورکیږی او له بلې خوا امکان لری چې د خپل تبلیغاتی کمپاین د چلولو په موخه د نورو هيوادونو څخه پیسې تر ګوتو کړی او بالاخره د هيواد د ګټو پرځای د همغه هيواد ګټو ته ژمن پاتی شي. شک نه شته چې ریښتینی ولسواک نظام د خلکو د ارادې تمثیل کوی او د همدې تمثیل د لارې د خلکو خدمت پر ځان پور ګڼي، په دې دلیل چې د ولسواکۍ د اصولو برابر ټاکل شوی استازی له سياسی مسوولیته ځانونه نه شی خلاصولی خو په دې شرط چې د مسوولیت پیژندنې وړتيا او استعداد پکې وجود ولري. د افغانستان په شان په يو هيواد کې چې له يوې خوا پرې د جنګ او جګړې بدمرغې بلا منګولې ښخي کړی او له بلې خوا یی اقتصادی مټه د نړۍ په مرستو ولاړه ده د دومره زياتو کانديدانو نوماندي په تاوان ده ، هغه مصارف چې په دې وخت کې په تبلیغاتی کمپاینونو کول کیږی شک نه شته چې د هيواد ډېرې ستونزې او مشکلات پرې حل کيدلی شي، دا هم حقیقت دی چې د هیڅ کانديد غونډې ته خلک په مینه او شوق نه دی ورغلی خو هغه څه چې خلک یی غونډو ته د ورتګ له پاره ليواله کړي په سپین رنګه پاکټونو کې د پیسو ورکول او همدا ډول د غوړو ډوډيو تيارول دي،که نه خلک دومره اوزګار نه دي چې په غونډو او راټوليدنو کې برخه واخلي، هغه څوک چې بازار ته د مزدورۍ په موخه راوتلی د کانديدانو د لوری د غونډو د غږ په اوريدو سره يو مخ په غونډو ور مات شي له يوې خوا هغه اندازه پیسې په لاس راوړی کومی چې د ورځینۍ مزدورۍ څخه په لاس راوړی او له بلې خوا هغې چاته هم دنصاب د پوراکيدو زمینه برابره شي کوم چې د کمپاین په نوم له نوماند څخه پیسې اخیستي وی.
ستونزه او مسله دا ده چې له يوې خوا د نوماندانو تمویلوونکي مالی منابع نه مالومي دی او له بلې خوا نوماندان همدا مهال د اولس له فقر او غربت څخه بې خبره دي، دوی او ددوی بچيان له يوې خوا په تن پټ او په ګیډه ماړه دی او له بلې خوا په داسي علمی مرکزونو کې په زده کړو بوخت دی چې د نړۍ کم خلک یی د فیس ورکولو توان لری، خو هغوی له دې نه دی خبر چې د هغه اتل او قهرمان افغان ميرمن او بچيان چې پرون یي ددې هيواد د خپلواکۍ او ښيرازۍ په لار کې خپل سر او وینه نظرانه کړي کوڅه په کوڅه د يوې مړۍ ډوډۍ په پيدا کولو پسې حيران يوې خوا او بلې خوا منډی وهی، دا چې دوی په نس ماړه او په تن پټ دی نو دوی ددې څه پروا لری چې يوه افغانه ميرمن او يو افغان ماشوم دې د ګاونډيو په کوڅو کې د نس د مړولو له پاره کور په کور سوالونه وکړی،ښه به داوی چې د خپلو تبلیغاتي کمپاینونو پیسې په داسی پروژو ولګوئ چې له يوې خوا مو خلکو او ملت ته خير ورسیږی او له بلې خوا له خپلو کانديداتوريو څخه په دې نامه تير شئ چې ګواکې فلانی نوماند له ما څخه ښه شهرت، ښه سياسی بصيرت، ښه علمیت لری او کولاشی چې هيواد له موجوده ننګونو څخه بریمن راوباسی،په داسې کولو سره به مو هم خپلې پیسې پرځای مصرف کړی وی او همدا ډول به مو په رښتيا يو ریښتني انسان ته موکه ورکړي وی چې هيواد ته له موجوده بحران څخه نجات ورکړي، نو د خدای په خاطر همداسی کار وکړئ ځکه چې په راتلوونکو پلانونو کې مو د هيواد د ابادۍ انځور تت ښکاري.
ميرولی جان لکڼوال