قلم که ټوپک ؟

   دا د لمر په څير رڼا او ښکاره خبره ده چې د هر قوم او ملت د ودی او پرمختګ يوازينی لار علم او پوهنه ده، تاسو وګورئ هغوی چې د علم د اسپی واګی کلکی نيولی نو ليدل کيږی چې د علم پر نيلي سپاره تر مريخه رسيدلي او هلته د خپل ملت او اولس د ښيرازۍ رازونه لټوي، هغوی د هر مشکل د حل لار د پوهی او قلم د چتر لاندی لټوي خوهغه ملتونه چې مغزه یی د جهالت او ناپوهۍ تیاری نيولی پرته له شکه چې له يوی خوا يی پر ستوني د غربت ،بدمرغۍ او پر شاه تګ کرغيړنی بلا منګولی ښخی کړي او له بلی خوا په هر ډګر کی نوروته لاس نيولی او اړ پاتی دی، هغوی د هری ستونزی د حل لار په زور او ټوپک کی لټوي،هغوی په دی نه پوهيږي چې قلم له ټوپکه زور ور دی همدا قلم دی چې انسان د اعدام تر رسۍ هم رسولی شي.                                                         
شک نه شته چې د هری ټولنی هر تحول او بدلون د همغی ټولنی په ځوان قشر پوری اړه لری يانی د نړۍ په کچه څوانان د هر تحول او بدلون د سون مواد  همدا څوانان ګرڅيدلی خو مهمه مسله داده چې د سالم مشرتوب په درلودلو سره مثبت تحول په وجود راوړی خو د غير سالم مشرتوب په لرلو سره بيا په ټولنه کی منفی بدلون راوستلی شی، په بله خبره ځوانان په وجود کی د هر تحول له پاره کافی ځواک لری خو د تل له پاره سالم مشرتوب ته اړتيا لری. تاسو وګورئ د نړۍ د هر ملت مشران خپل ځوانان له يوی خوا د علم او پوهی په ګاڼه سمبالوی او له بلی خوا ځوانان داسی روزی چې تل پکی د هيوادنی احساس سپرغۍ او احساس ویښ او بيدار وی، په دی دلیل چې هغوی دا درک کړی چې د هری ټولنی برخلیک په همدی ځوانانو پوری تړلی ده که د يوی ټولنی ځوانان د علم او سياسی بصيرت په کاليو ملبس وی نو طبعی ده چې هغوی به د خپل هيواد د ښيرازۍ او ابادی په لار کی هر ډول قربانی او سرښندنی ورکوی خو کله چې د يوی ټولنی ځوان قشر له يوی خوا د ناپوهۍ د بلا له لوری يرغمل نيول شوی وی او له بلی خوا پکی هيوادنۍ احساس مړ وی نو شک نه شته چې دا ډول ټولنه به هره شیبه د بدمرغيو په لوری ګامونه اخلی .                                                                                                      
 
قلم او علم له ځان سره د ودی او پرمختګ رنګين توکی لری خو ټوپک پرته له بدمرغۍ او پرشاتګ کومه بله مانا نه لری، علم انسان ته شخصيت او درنښت وربخښی خو ټوپک انسان ته بدنامی او بدمرغی ورکوی، علم انسان ته د ځان او نورو د جوړونی لاری ورښی خو ټوپک انسان ته د ورانونی لاری چاری ورپه ګوته کوی، ټوپک د انسانانو،حيواناتو،مرغانو او حشراتو مرګ دی خوعلم انسانانو،حيواناتو،نباتاتو او مرغانو ته ساه او زندګی ورکوی،تاسو وګورئ که ټوپک او جنګ د پرمختګ وسایل وه نو افغانستان به نن ورځ د نړۍ له هر هيواد پرمختللی او پرځان بسيا هيواد وه خو خبره سرچپه ده يانی همدا جنګ او ټوپک ده چې افغانان یی د فقر،بیکارۍ،خوارۍ او لاس نيونی سره مخامخ کړيدی، دنړۍ انسانان د ودی او پرمختګ په رڼا کی ارام او هوسا زندګی کوی خو مونږ لا تراوسه د جنګ او جګړی د باروتو په تيارو کی د يو نامالوم برخلیک په لوری د ړاندو په شان حرکت کوو،نړۍ په دی توانيدلی چې ړاندو ته هم داسی وسایل برابر کړی چې د يو عادی او نورمال انسان په عنوان خپلی چاری پرمخ يوسی خو مونږ سره له دی چې سترګی لرو خوبيا هم د ړاندو په شان د نورو مرستی ته اړ يو،علت او لامل یی يوازی او يوازی د ناپوهۍ او ټوپک سره ياری ده، که زمونږ هیله هم دا وی چې مونږ دی د تل له پاره ارام او سوکاله زندګی ولرو نو لازم دا دی چې د خپل هيواد او خلکو پروړاندی د مسووليت احساس وکړو،راځئ چې په هيواد کی د علم او پوهی د خپريدو په لار کی شپه او ورځ په ځانونو يوه وکړو او پرېنږدو چې نور زمونږ پر ځوانانو همداسی د جهالت او ناپوهۍ کرغیړنه بلا خپلی ناوړه او کرغیړنی منګولی راتاو وساتی، راخئ چې د ټوپک پر ځای خپلو ځوانانو ته د قلم د چلونی چل ورزده کړو ،راځئ چې خپل هيواد او خپل ځوانان په خپله د جنګ او جګړی له ورانوونکی او وينی خوړونک بلا څخه ساتو.                                                  
 
ميرولی جان لکڼوال