شعار د اوباما او خوله  د عبدالله

شک نه شته چې  په يوه  ديموکراتيکه ټولنه کې ټاکنې د يوې ولسواک نظام د ملاتير تشکيلوی، وروسته له يوې ټاکلې قانونی مودې د يوې ټولنې وګړي خپل ټاکل شوی استازی او د هغوی کړنې تر قضاوت او ارزونې لاندې راولی، همدا لامل دی چې زمونږ اساسی قانون او د بشر نړيواله اعلاميه په هيواد کې رڼې ،بې پاري او په عدالت ولاړي ټاکنې تضمينوی.  ځومره چې د يوې ټولنې د علمی اوسياسي شعور کچه لوړه وي نو په همغه اندازه د خپلو استازو په ټاکلو کې هم محتاط او زيرک وي، هغوی پرته له دی چې ديو چا پر پوستکی ،رنګ ،قوم او مليت پورې ولاړ شي د هغوی پر علميت ،شخصيت او سابقې باندې تکيه لګوي،هغوی فکر کوي چې کوم نوماند به وکولای شی چې ملت او هيواد ته ورپېښې ستونزې حل او په اړه یې اوږدمهالی پلانونه طرح کړی. داچې زمونږ په هيواد کې هم د اولسمشرۍ د ټاکنو له پاره د ګوتو په شمار ورڅې پاتی دی نو نوماندانو هم خپلې ټاکنیزی منډې ترړې تیزې کړی، دوی بيا هم د پخوا په شان له وعدو ډک خورجين له څانونو سره ګرڅوی،او فکر کوی چې په داسې يو ملت او ټولنه کی چې د علمی او سياسی شعور کچه یې ټیټه وی خپل مال په مناسب نرخ په خلکو خرځولی شی، خو دوی دا هيره کړې چې ملت ددويم څل له پاره ټاکنې ازمایښت کوی  نو د پخوا په نسبت  یې تجربه هم زياتې شوی او همدا ډول دا ملت سره له دی چې په سر یی د جنګ بلا ولاړه ده هره ورڅ نوی سياستونه او نوی سياستولان تجربه کوی،که نور هیځ نه وی نو د سياست په موضوع له ډيرو خلکو ښه پوهيږی.                                                                                                                                   
کله چې د امريکا اوسنۍ اولسمشر باراک حسين اوباما په امريکا کی داولسمشرۍ له پاره نوماند و نو تر ټولو لوی تبليغاتي او ټاکنيز شعار يې (بدلون) و،همدا لامل وو چې د ملت زياتره رايې د ځان کړې او بالاخره د امريکا اولسمشر جوړ شو. ډاکټر عبدالله هم اوس د اوباما پېښې کوي چې ګواکی په هيواد کې او په مجموع کې د هيواد په سياسی ،ټولنيز ،  اقتصادی او فرهنګی ډګرونو کې د پام وړ بدلون راولم او په دی دليل  غواړی چې د خلکو رايه د څان کړی خو پوښتنه داده چې ښاغلی عبدالله چې د بهرنيو چارو وزيروو نو کوم ډول بدلون یی د وزارت په داخل کې راوست او يایی هم کوم ډول نوښتونه په کار واچول چې د ښاغلی اتمر په شان یی ځوک يادونه وکړی،کله چې يو ځوک په يو وزارت کې ناکام وی نو څه ډول به وکولای شی چې په هيواد کې د خلکو په ګټه بدلونونه راولی او د خلکو ِ‎َ‎ّستونزی ورحل کړی؟! د ښاغلی عبدالله د شعار دويمه برخه هيله ده،نه پوهيږم چې له هيلی دده موخه کومه هيله ده؟ هغه هيله چې يو څل  د ناهيلۍ په تبر وهل شوی او ملت په دی پوهیدلی چې نور نو د هيلو د پوراکېدو ډير کم چانس لرو، په لنډو ټکو تاسو پرون د اولس او ملت کومه هيله پوره کړی چې نن به یی پوره کړی؟!                                                                                                                           
د افغانستان خلک بايد په دی وپوهيږی چې هيواد مو له ډيرو حساسو شییبو ځخه تيريږی،ټاکنی مونږ او تاسوته وخت او چانس راکوی تر ځو دخبل جنګ وهلی هيواد د زخمونو او دردونو د درملنی له پاره هر اړخيز فکر وکړو او داسی چاته رايه ورکړو چې په ریښتنی مانا دی خاوری او ملت ته نيک مرغی او خوشالی وروبخښی نه دا چې د ملت او هيواد ناسور زخمونه لا پسی ناسور کړی، دا وخت د فکر او سوچ دی راڅی چې يوازی او يوازی په دی فکر وکړو چې کوم نوماند به زمونږ هيواد له شته بدمرغيو او ناحوالو ځخه راوباسی ،کوم نوماند به زمونږ د کونډو او يتيمانو هغه اوښکې ورپاکې کړی کومی چې لا تراوسه د پاکيدو او وچېدو وخت نه لری. ښه خبره داده چې مونږ پرته له هر ډول تعصب په يو داسی چا فکر وکړو چې عالم ،سياست پوه،د نيک شهرت خاوند،وطن پال، په دين ،خاوره او اولس مين انسان  وی، دا اوس د هر روشنفکر او په هيواد د مين انسان ملی او ايمانی دنده او مسووليت ده چې د خپلو خلکو په ویښ ساتلو کې او همدا ډول د دوی د سياسی شعور د کچې په لوړولو کې د زړه له تله هځه او مبارزه وکړی او بالاخره خلک په دی وپوهوی چې تاسو انتخاب يوازی او يوازی د يو انسان په علميت ،افغانيت،سياسی بصيرت،نيک شهرت او تقواداری وکړی ،نه دا چې تاسوداسی يو چاته رايه ورکړی چې د هيواد او خلکو د ستونزو د هواری پر څای يې ستونزې لا ورزياتې کړي.                                                                                            
    ميرولی جان لکڼوال