د خدای دښمن څوک دي؟

 
په ټوله نړۍ کې پلاران د خپلو اولادونو د لا ښه راتلوونکي په فکر کې دي شپه او ورځ هڅه کوي چې اولادونه یې په ښه  ښوونځى او پوهنتون کې زدکړې وکړي.
خو افسوس پر موږ، د افغانستان په ځينې سيمو کې ډير خلک بیا په د فکر کې دي چې څنګ وکړى شوو چې ښوونځى وران يا یې په اور وسوځو دا خبرې خصوصاً په پښتنو سيمو کې ډيرې را منځ ته کيږي ډير پښتانه اوس هم ښوونځى ته د ماشومانو ليږل کافر ګڼي او په کلي کې د جېنکو ښوونځي د خداى سره دښمنى بولي.
څه وخت مخکې له پلار سره خپل کلي ته تللى وم پلار مې يوې فاتحې ته بوتلم په جومات کې ډير سپين ږيري او د ګوتو په شمار ځوانان ناست وو ټول ستړي مشي ته راجګ شول ورسته جومات ته ننوتو ملا صاحب کرات وکړو ټول لاسونه لپه کړل د مړي کور واله ته يې د تسلى په خاطر سرونه وښورول
له دعا نه ورسته په جومات کې ګرمې کیسې  پیل شوې دې جومات کونج نه يو پخه ځوانان وويل پرون کلى ته د موسېسې څو نفر راغلي وو.
د محراب په خوا کې ناست سپین ږیري ور غبرګه کړه.
څه لا راغلي وو؟
څه ویل؟
ـ ویلې چې  ستاسو په کلي کې به يو دوه صنفونه جوړ کړو د کلي هلکان او جېنۍ به دومره الف، بې پکې زده کړي.
سيپن ږیري يې خبرې پرې کړې نه ،نه زه په کلى کې مختب (مکتب) نه غواړم زه د خداى سره دښمنى نشم کولى.
خداى شته چې سخت يې خفه کړم خپل عرف عادت هيڅ اجازه را نه کړه چې هغه سپين ږیري سره  دلیل ووایم چوپه خوله او په اوښلنو سترګو له جومات نه ووتم.
په هغه ورځ مې په زړه کې ډيرې کېسې پاتې شوې؛ په هغه ورځ مې له خپلو مشرانو نه کرکه راغله په هغه ورځ مې  مهربان خدای ته ډیرې زارۍ وکړې چې یا رحیمه ربه  زموږ په د کمعقلو خلکو ته رحم وکړې ته یې  په ذهن کې د معارف دوستۍ ډیوې روښان کړې.
او په هغه ورځ مې وويل چې يا قهاره خدایه ته د همدې خوار او کم فکره ولس په ناځوانه د ښمنانانو  قهر نازل کړې او دا ولس د رڼا په لار روان کړې.
امین