غزل


دا چې سترګې د مینو در کږې دي
اننګي دې دخوږو شاتو چینې دي
 
چوپه خوله ورته ولاړ یم بې ځوابه
رانیولي مې یار سترګې سوالې دي
 
ستا نظر ساړه خوږه به توده نه کړي
اوس مې زړه په نغري کې لمبې مړې دي
 
خپلې اوښکې چې روانې وینم وایم
په پښو شوي ستا دا خسن آېنې دي
 
اې! خونکارې ستا چړې ، چړې خبرې
زما دې زړه په وینو تکې سرې لندې دي
 
تل له خدایه ایمان غواړي هغه پیغله
چې لمن کې یې د هندارو زمانې دي
 
ابراهیم ايمان
1393/12/4/
کابل کارته نو