
اې ته وې ته وې هغه
دې خپل انګړه په منځ کې
چې وې ولاړه
لکه هندارو ماڼۍ
ستا په وجود کې ګرانې
ما خپل بې کاره وجود
ټول سلامت وليدو
ستاپښتنو سترګو کې
ماځان ته والله
خوږ محبت وليدو
،،، ،،، ،،،
اې ته وې ته وې هغه
چې له خوله دې وريدې سندرې
چې په تول دې کړې خبرې
وې دې وينځې خنداګانې
خپل ښايست د غلا مي کړه
اې د سندرو د پاچا ملکې
ستا خوږې خوږې خبرې
دموسيقى په څير وې
وې د غزل په قمت
وې خوږې خوږې سندرې
،،، ،،، ،،،
اې ته وې ته وې هغه
ستا په پستو ليچو کې
وه درې رنګه بنګړي
هغه رنګونه د،ډول وه
تور،سره،شنه رنګونه
ددې سپڅلي وطن
وه د بيرغه رنګونه
د دې ښکلي وطن
د دې سپيڅلي وطن
د سمبول نشان د په مړوند کې پروت وه
وﷲ په باﷲ ليلو
سلامت افغانستان د په مړوندکې پروت وه
سلامت افغانستان د په مړوندکې پروت وه
ايمان
1392
لوی اختر په دریمه ورځ خوست ډاډوال