حضرت محمد(ص) او پر وړاندې یې ترهګریزې(ترورستي) کړنې

 
په تيرو زمانو کې يو شمير پيغمبران او لوى لوى مُصلحين د ترورستانو لخوا وژل شوي دي او د اسلام په ستر پيغمبرمحمد(ص) باندې د اسلام د دښمنانو له خوا څو څو ځله ترهګریز بريدونه تر سره شوي دي چې له نيکه مرغه د ټولو تروريستي بريدونو څخه الله تعالَى ژغورلى دى.
همدارنګه د مسلمانانو پر لويو خليفه ګانو او اصحابو کرامو باندې هم ترهګر بریدونه شوي دي، چې په خپل وار به په هر يوه باندې وغږيږو، خو لمړۍ به پر هغو ترورستي ګړنو باندې رڼا واچوو چې د حق د دښمنانو لخوا زموږ پرستر پېغبرمحمد(ص) باندې په بېلا بېلو ډولونو او بڼو ترسره شوي دي.
محمد(ص) د نړۍ د خلکو د اخلاقو او عقايدو د اصلاح لپاره د کفارو اومشرکينو لخوا ډېر مشکلات او شکنجې زغملي دي، وايي چې د هجرت په ورځ د عربو د قريشو قوم چې د پېغمبر(ص) خپل قوم وو د دهپر سر يې قيمت ټاکلى ؤ او دا اعلان يې کړى ؤ چې که هر چا د محمد(ص) سر راوړ او يا یې ژوندى ونيو نو هغه ته به سل بوده اوښان د انعام په توګه ورکول کیږي (سراقه بن جعثم ) هغه لمړى سړى ؤ چې د دې اعلان په اوريدلو سره په خپل ګړندي آس باندې سپور او نېزه په لاس په محمد(ص) پسې ورسيد، خو کله چې نوموړي سړي د نبوت حیرانوونکي نښانې وليدلې، نو د خپل ناوړه نيت څخه تېر شو او توبه يې وایستله او د پېغبر(ص) څخه يې دا غوښتنه وکړه چې د راتلونکي لپاره دې ليکلى سند ورکړي. (سيرت نبي (ص) دوهم ټوک ص  ۴۵۴)
دا شان په دريم هجري کال کې د مکې د مشرکينو لخوا يو تن عميرو بن وهب چې د پېغمبر(ص) سخت دښمن ؤ د محمد(ص) د وژلو لپاره وروسته له هغې چې خپلې تورې ته يې د زهرو اوبه ورکړه مدينې ته ولاړ خو مدينې ته د رسيدو سره سم خلک دې ده په بد نيت باندې پوه شول، که څه هم حضرت عمرو(رض) غوښتل چې د ده سره سختي وکړي خو محمد(ص) دى له دغه کار څخه منع کړ او هغه سړى يې له خپل ځان سره په خوا کې کښنولو، له هغه سره يې په خبرو پېل وکړ او اصل راز يې ښکاره کړ ... محمد(ص) د ده سره ډېره ښه ګزاره وکړه چې د دغې وضعیت په لیدلو سره عمیرو نومی مسلمان شو.  
داډول محمد(ص) ديوې غزا څخه بېرته راتللوچې د  لارې په اوږدو کې يو ميدان راغی چې په هغه ځاى کې لمر ډېر تود ؤ اوتودوخه ډېره زياته وه نو ملګرو ددې لپاره چې دمه جوړه کړي د ونو سيوري ته يې بسترې واچولې او محمد(ص) هم د يوې ونې لاندې ارام کولو او خپله توره يې دونې يوې څانګې ته ځوړند کړي وه ... په دې وخت کې يو تن سارايي سړي خلک غافل وليدل او په نا څاپي ډول يې ځان د محمد(ص) خوا ته ورساوه  او د هغه توره يې دونې له څانګې څخه راکوزه کړه، په دې وخت کې محمد(ص) ناڅاپه ويښ شو او ويې ليدل چې يو تن د ده سر ته ولاړ او ايستلي توره يې په لاس کې نيولي ده، کله چې دغه سړي محمد(ص) بېدار وليد نو ورته ويې ويل: اوس به تا له ما څخه څوک وژغوري؟  حضرت محمد (ص) په ځواب کې وويل: الله (ج)،  د دې اغېزناک اواز په اوريدلو سره هغه سړي توره په تېکه کې د ننه کړه چې په دې وخت کې اصحاب راغلل او محمد(ص) ټوله پېښه دوی ته بيان کړه.
وايي چې د حديبې نومي ځاى د نيولو په محال د شپې لخوا يوه ډله خلک چې شمېر يې اتيا تنه وو د تنعيم غره څخه راکوز شول دوى غوښتل چې په پټه حضرت محمد (ص) ترور کړي چې له نېکه مرغه هغه ډله خلک ونيول شول، پغمبر(ع) هغوى ته هېڅ ونه ويل او خوشي يې کړل، چې په اړه يې د الفتح سورت نازل  شو. 
وَهُوَ الَّذِي كَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ عَنْهُم بِبَطْنِ مَكَّةَ مِن بَعْدِ أَنْ أَظْفَرَكُمْ عَلَيْهِمْ ۚ [٤٨:٢٤]
ژباړه : هغه ذات دی چې د مکې په ناو کې یې د هغو لاسونه له تاسې څخه او ستاسې لاسونه یې له هغو څخه منع کړل، په داسې حال کې چې پر هغو یې تاسې ته بری درکړی ؤ او تاسې چې څه کول الله هغه لیدل.)دمولوي قیام الدین کشاف پښتو ژباړه)
 دا شان يو تن د محمد(ص) د وژلو اراده وکړه چې اصحابو هغه سړى هم ونيو او د محمد(ص) حضور ته يې راوست، کله چې سړي پيغبر(ع) وليد نو وډار شو، محمد(ص) هغه مخاطب کړ او ورته ويې ويل: مه وېريږه که تا غوښتل چې ما ووژنې نو تا زه نه شوم وژلى. همدا رنګه د خېبر په سيمه کې يوې يهودۍ ښځۍ (زينب) محمد(ص) ته په خوړو کې زهر ورکړي وو کله چې محمد(ص) هغه خواړه وخوړل نو د زهرو په خوند باندې پوه شو، ده يهودان راوغوښتل او له دوى څخه  يې په اړه پوښتنې پېل کړې، يهودانو په خپل دغه (ترورستي) عمل اقرار وکړ، پېغبر(ع) دوى ته څه ونه ويل، خو کله چې يو اصحابي د هغو زهرود خوړلو  له امله مړ شو نو محمد(ص) يوازې هغې يهودۍ ښځې  ته د قصاص سزا ورکړه حال دا چې محمد(ص) د خپل عمر ترپايه د هغو زهرو اغېزه محسوسوله. (صحيح بخاري)