
نیته: ۴/۶/۱۳۹۴،ه، ش
د اسماعيليانو له ډلو څخه يوه هم د قرمطيانو فرقه ده چې کړنې او عقايد يې د نورو اسماعيلي فرقو په شان دي په ډېرو مسائلو او قواعدو کې سره يو شان دي، خو بیا هم یو څه توپیر لري، وایې چې اسماعيلي قرمطيانو د اسلام له منځه وړلو لپاره د اسلام تر پردې لاندې د قرآن او نبوي احاديثو په سرچپه مانا کولو او تطبيقولو باندې پېل وکړ تر څو د مسلمانانو عقايد د اسلامي شريعت په اړه په شک او ترديد کې واچوي او ورسره په څنګ کې خپل ترهګریز عمليات د خلکو د ويرولو په خاطر ترسره کړي او په پاى کې یې د اسلام له دين څخه خپلو عقايدو ته واړوي.
د اسماعيلي باطنيه قرمطيانو يو مشر سليمان بن حسن بن بهرام مشهور په بن طاهرپه کال(٣١١،ه) کې پورته شو، نوموړى د قرمطيانو له ټولو مشرانو څخه ډېر بدعمله او(ترهګر) مشر ؤ، ده، په کال(٣١٧،ه) کې د حاجيانو پر کاروانونو باندې بريدونه وکړل او له هغوى څخه يې ډېر حاجيان ووژل او وروسته له هغې څخه مکې ته ننوتل، هر څوک چې د طواف په حال کې وو تر درو زرو کسانو پورې يې ووژل، اووه سوه پيغلې جلکۍ يې له ځان سره بوتلې، د کعبې شريفې پردې يې وشکولې او هغه يې له ځان سره يوړې، د زمزم کوهي ته يې د وژل شويو کسانو جسدونه وروغوځول، حجرالاسود يې له ځانه سره بحرين او له هغه ځايه يې کوفې ته يوړه او وروسته نوموړي تيږه ابي اسحاق ابراهيم بن محمد بن يحيى المزکي نيشاپوري په کال (٣٣٩،ه) کې مکې ته راوړه.
د سليمان بن حسن نور ويرونکي او ترهګر کارونه دا وو چې هغه حاجيان چې له مکې څخه خپلو سيمو ته د ستنيدو په حال کې وو لوټ او تالا کړل او حاجيان يې په دښتوکې لمر ته وغورځول تر هغې چې مړه شول.
پورته ذکر شوي ترورستي اعمال چې د اسلام په تاريخ کې سارى نه لري ښاغلي مانع بن حماد جهني په لږ توپیر سره په دې ډول یاد کړي دي: سلمان بن حسن په کال(٣١٩،ه،۱) کې پر مکه باندې يرغل وکړ، حاجيان يې ووژل، د زمزم کوهى يې وران او خراب کړ، د کعبې شريفې په کوټه کې يې مړي وغورځول او هغه يې له مړيو ډکه کړه، د کعبې لباس يې وکښلو اوهم يې د بيت الله دروازه وايستله، د حجرالاسود تيږه يې له ځانه سره واخستله او احساء ته يې يوړه او تر شلو کالو پورې ورسره وه. (شناخت اديان و مذاهب معاصر ص ٤٤٦)
قرمطيانو د عباسي خليفه مقتدر په دوران (٢٩٥-٣٢٠،ه) کې تر شپږو ورځو پورې د کوفې ښار نيولى ؤ چې په دې موده کې يې هر څه مباح کړي وو.
سليمان بن حسن د عربو په جزيره کې ډېرې سيمې ونيولې چې مرکزونه يې په بحرين او احساء کې وو، پاچاهي يې تر دېرشو کالو پورې دوام وکړ او د قرمطيانو د دولت اصلي بنسټ ايښودونکى ؤ سلیمان بن حسن په کال(٣١٨،ه) کې د بغداد د نيولو اراده وکړه، خو کله چې د بهيت سيمې ته ورسيد د يوې ښځې له لاسه د بې غيرتى په مرګ ووژل شو.(لکه چې په پښتنو کې مشهوره ده څوک چې د ښځې له لاسه ووژل شي هغې ته ډېر بد او شرمونکى مرګ وايي.) (تاريخ مذاهب اسلام ص ٢٠٨)
وروسته د سليمان بن حسن قِرمطي څخه په بحرين او احساء کې(ابن ابي ذکرياى طامي) په کال(٣١٩،ه) کې ښکاره شو، نوموړي د خپلو لارویانو لپاره د لوطت عمل روا کړ او هغه هلک به چې نه غوښتل دا بد عمل ترسره کړي د هغه سزا مرګ وه... او دا به يې ويل، هغه څوک چې اور په لاس او يا د خولې په پوکي باندې مړ کړي لاس او ژبه يې بايد غوڅه شي، د باطني قرمطي فرقې د دغه مشر فتنه اوږده شوه تر هغې چې خداى تعالى نوموړى د يوه تن د لاسه په خپله بستره کې ووژلو. (تاريخ مذاهب اسلام ص ٢٠٥)
-----------------------------------------------------------------------------------------------------------------
٢- په مکه باندې يرغل په(٣١٧،ه) کې شوى دى ځکه چې په(٣١٨،ه) کې سليمان وژل شوى ؤ.