څېړنه: ارواپوهانو دمجردانو دنیکمرغۍ راز کشف کړ

 
په نیوزلینډ کې د اوکلانډ پوهنتون ارواپوهانو د مجردانو دنیکمرغۍ او هوساینې راز کشف کړی دی، دارواپوهانوله انده  که چیرې مجردان په ورځني ژوند کې  له خپلوانو او ملګرو سره ښې او ارامه اړیکې  ولري نو دوی  له  هغو سړیو او ښځو څخه غوره دي، چې ودونه یې کړې وي.
له بله خوا مجردان هغو ستونزو او شخړو ته هیڅ ارزښت نه ورکوي، چې  دوی ورسره  اړیکې لري، خو مېړه او مېرمن بیا دا ډول یو چانس نه لري.
څیړونکي وايي : پخوا موږ داسې انګیرله، چې مجردان  بدمرغه ژوند لري او دواده شوو په پرتله دوی ډېر ځوریږي، خو نوې څیړنې اوس برعکس خبره کوي.
ارواپوهان وايي : دمجردانو دنیکمرغۍ راز په دې کې دی،چې دوی هغه کارونه نه کوي،چې  دستړیا لامل ګرځي، خو مېړه او مېرمن بیا  بیا داسې نه دي .
دیادونې ده، چې اوس په لویدیز کې دمجردانو سلنه مخ پر ډېریدو ده ، یوازې په  امریکا دهغو وګړو ترمنځ، چې دبلوغ عمر ته رسیدلي دي ۱۲۸ ملیونه  مجردان شتون لري. په بله  مانا دامریکا د تول نفوس په  پرتله ۵۱٪ وګړي بې واده دي او دمجردۍ ژوند غوره بولي.