یو ښوونکی چې له ۳۰۰۰ډېرپلورونکي یې روزلي، د خپل فعالیت په ترڅ کې دې پایلې ته رسېدلی، هغه کسان چې پياوړی جنسي احساس لري، تر نورو پدې مسلک کې بریالي دي. باید په ډاګه وویل شي چې د شخصیت هغه عامل، چې د شخصي جذابیت په نامه پېژندل کېږي، له جنسي قوې پرته نور څه ندي. هغه کسان چې جنسي احساس یې پیاوړی دی، د جذابیت له پریمانه قوې څخه برخمن وي. د دغې قوې په پېژندګلوۍ او استعمال سره یو سړی کولی شي، چې د پام وړ ګټه ترلاسه او له نورو سره خپل ارتباطات پیاوړي کړي. د لاندنیو عواملو په پلي کولو سره یو سړی کولی شي، چې له دغې قوې څخه له نورو سره د اړیکو د ټینګولو لپاره پوره ګټه پورته کړي:
۱. لاس ورکول: د روغبړ پر مهال د لاسونو په ورکولو سره یو کس کولی شي، چې د مقناطیسي قوې موجودیت یا کموالی په ډاګه کړي.
۲. د غږ لحن: جذابیت یا جنسي ځواک هغه عامل دی، چې غږ تر خپل اغېز لاندې راولي یا په بله مانا غږ ته اهنګ او ښکلا وربښي.
۳. د بدن حالت او کیفیت: د پیاوړي جنسي احساس څخه برخمن کسان چټک حرکت لري او کړه وړه یې له نزاکت او سهولت سره مله وي.
۴. فکري اهتزاز: د پیاوړي جنسي احساس درلودونکي کسان خپل جنسي احساسات له خپلو افکارو سره ترکیبوي یا کولی شي هغه له خپلې ارادې سره داسې مخلوط کړي، چې په شاوخوا کې موجود خلک تر خپل اغېز لاندې راولي.
۵. د بدن ظاهري ښکلا: هغه کسان چې پیاوړی جنسي احساس لري، په عمومي ډول خپلې ظاهري بڼې ته ډېر متوجه وي. دوی تل هڅه کوي، داسې جامې واغوندي چې له شخصیت، جسامت او ذوق سره یې سمون خوري.
د یوې ادارې د استخدام چارواکي چې کله د پلورونکي د دندې لپاره یو کس استخدامول غواړي، تر هرڅه مخکې د یوه کس شخصي جذابیت په پام کې نیسي. هغه کسان چې جنسي قوه یې کمزورې وي، هېڅکله نشي کولی، چې نور په لازم ډول جذب او تر خپل اغېز لاندې راولي. د نورو جذبول او د ځان په اړه د هغوی پام راګرځول، هغه څه دي چې د هر ډول پلورنو لپاره تر ټولو مهم عامل ګڼل کېږي.
ویاندویان، دیني واعظان (ملا امامان او نور)، وکیلان او پلورونکي چې له کافي جنسي قوې څخه برخمن نه وي، نشي کولی خپل مخاطبین تر خپل اغېز لاندې راولي یا په هغوی ځانونه ومني، نو همدا لامل دی، چې دوی تل له ناکامۍ سره مخ کېږي. په حقیقت کې ډېر کسان د احساساتو له لارې تر اغېز لاندې راوستل کېدی شي او جنسي احساس پدې برخه کې تر نورو ډېر مهم دی. هغه پلورونکي چې پدې مسلک کې د پام وړ پرمختګ کوي، په حقیقت کې په قصدي یا غیر قصدي ډول خپل جنسي انرژي ترکیبوي او نور تر خپل اغېز لاندې راولي. دغه څرګندونې کولی شي له تاسې سره د جنسي قوې د استعمال بدلولو د پوهاوي او څرنګوالي په برخه کې د یوه عملي وړاندیز په توګه مرسته وکړي.
هغه پلورونکی چې پوهېږي څه ډول د جنسي فعل څخه خپل ذهن را ټول او د هغه انرژي په خپل مسلک کې وکاروي او نور تر خپل اغېز لاندې راولي، په حقیقت کې د جنسي قوې د استعمال د بدلون په هنر پوهېدلی دی. ډېری هغه پلورونکي چې د خپل جنسي ځواک په استعمال کې بدلون راولي، له دې پرته چې پوه شي دا کار څه ډول دی او څنګه یې کوي، هغه ته مخه کوي.
د جنسي قوې د استعمال د بدلون لپاره د معمول خلاف یوه کلکه اراده په کار ده. هغه کسان چې اراده یې کمزورې وي، باید د مشق او تمرین له لارې ورو ورو ځان له دغې وړتیا څخه برخمن کړي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.