
امریکایی « جېف ګرین» يو له هغو کسانو څخه دی چې له تش لاس او پر خپلو هڅو میلیاردران شوي دي.
نوموړی د ۱۹۵۴زېږدیز کال د ډسمبر په ۱۰نېټه په ماساچوسېټ کې زېږېدلی دی. د نوموړي پلار په دغه ښار کې د نساجۍ د ماشینرۍ سوداګري کوله او مور یې په یوه عبري ښوونځي کې ښوونکې وه. جېف ته یې مور ور زده کړل چې پیسې سپما کړي او ارزښت ته وګوري.
د نوموړي پلار په ۱۹۷۰کال کې خپل سوداګري له لاسه ورکړه له همدې کبله یې کورنۍ فلوریډا ته کډه شوه. په فلوریډا کې یې پلار د « وېنډېنګ» ماشینونه ډکول او مور یې په یوه رستورانت کې د ګارسیونې په توګه کار کاوه.
د اقتصادي ستونزو له کبله جېف اړ و چې د خپلو زده ګړو لګښت په خپله پوره کړي. نوموړي د ښوونځي تر بشپړولو وروسته په جان هاپکنز پوهنتون کې داخله وکړه. له پوهنتون سره په یوه وخت یې د «سرکس» د لوبې ټکټونه پلورل او په دې توګه یې خپل لګښتونه پوره کول. په لږ وخت کې د تلفوني مارکېټېنګ په برخه کې د مدیریت تر پوسته پرمختګ وکړ. د اوړي له رخصتۍ په ګټې اخیستو یې د خپل هېواد بېلابېلو سیمو ته سفر وکړ او هلته یې د تلفوني بازار موندنې له مراکزو لیدنه وکړه. نوموړي د دغه سفر پر مهال ارزان بیه خواړه خوړل چې پیسې سپما کړي. په جان هاپکنز کې زده کړې یې په دوو نیمو کلونو کې بشپړې شوې او په دریو راتلونکو کلونو کې یې یو لک ډالر سپما کړل.
په همدې پیسو یې په هاروډ پوهنتون کې د ماسټرۍ د لوستلو پرېکړه وکړه. د زده کړو له فیس څخه په ورپاتې پیسو یو دری اوطاقه کور واخیست چې په یوه اوطاق کې دی خپله اوسېده او دوه نور یې په کرایه ورکړل. دا د جایدادونو او املاکو په برخه کې د نوموړي د پانګونې لومړۍ تجربه وه. د ماسټرۍ تر بشپړولو پورې د نوموړي د جایدادونو شمېر ۱۸ته ورسېد.
په ۱۹۸۰کال کې لاس انجلس ته ولاړ او هلته یې د جایدادونو او املاکو په برخه کې پانګونه پیل کړه چې له برکته یې نن میلیاردر دی.
جېف په اقتصادي برخه کې د شهرت ترڅنګ په سیاست کې هم فعال دی. نوموړی د دیموکرات ګوند غړی دی او په ۲۰۱۰کال کې له فلوریډا څخه د امریکا مشرانو جرګې ته کاندید و.
فوربس مجلې د ۲۰۱۵زېږدیز کال د اګېسټ پر ۲۵مه نېټه د نوموړي پانګه دری میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۰۳ام او په متحده ایالاتو کې ۲۱۵ام ځای لري.
ده واده کړی، دری اولادونه لري او د فلوریډا په پالم بیچ کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.