څېړنه: حمل حافظه پیاوړې کوي....

 
کاناډايي پوهانو خپله نوې څېړنه  په  Hormones and Behavior مهالنۍ کې خپره کړې ده او ډیلي میل ورځپاڼې  ترې په خپل خبر کې ګټه اخستې ده.
څیړونکي وايي : حمل دښځې حافظه پیاوړې کوي ، لږ داسې پیښیږي،چې ښځه دې دحمل پرمهال څه له یاده وباسي. حامله ښځه دحافظې دپیاوړتیا په برخه کې له نورو هغو څخه ډېره ښه وي .
څیړونکي وايي :حمل هغه خاکستري رنګه ماده،چې په دماغ کې وي لا پسې پیاوړې کوي او له ښځې سره مرسته کوي،چې له هغو ننګونو سره مبارزه وکړي،چې مورتوب ګواښي.
همدې پایلې ته درسیدو په موخه په ویسټرن اونټاریو پوهنتون کې څیړونکو ۵۴ ښځې  له رواني اړخه ارزولې دي.په دې کې نیمايي مېرمنې حاملې وې او پاتې نورې پیغلې وې.
کله، چې هغه حامله مېرمنې ،چې دخپګان نښې پرې راڅرګندې شوې وې ، لرې شوې نو مالومه شوه، چې دوی دحافظې په برخه کې  دنورو هغو په پرتله ډېرې پیاوړې وې،چې حمل یې نه درلود اویا یې پیغلې وې.