
د لوي او بخښوونكي خداي په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه )
نړيوالو رسنيو لومړى داسې خبر ورکړى و، چې ټاکل شوى، چې په افغانستان کې د امريکا پخوانى سفير ډاکټر زلمي خليل زاد ته نوې دنده ورکړى شي، چې ورته به د اجرايې دنده ويل کيږي اوس نړيوالو خبري رسنيو همدغه خبر په بله بڼه خپور کړو، چې د اولس مشر کرزي مخکښ مخالف کانديد ډاکټر اشرف غني ته به دغه دنده ورکول کيږي، چې د کرزي په ملاتړ د خپلې کانديدۍ لاس واخلي د افغانستان په اوسني اساسي قانون کې د اجرايې دندې لپاره ځانگړې ماده نشته دغه دنده د چا له خوا برابره شوې او په کومو شرايطو کې چاته ورکول کيږي که چرې په اوسني نظام کې دغه دنده راميدان ته شي نو لومړى بايد په اساسي قانون کې بدلون راشي او دغه ماده په کې ځاى په ځاى شي، چې د اولس مشر ترڅنگ يوې بلې دندې ته هم اړتيا ليدل کيږي، چې ورته اجرايې دنده ويل کيږي اولس دغه دنده نه پېژني ، چې څه ده او په کومو بېړنيو شرايطو کې ورکول کيږي د نوې د اجرايې دندې د مشر مسئوليت به څه وي دا، چې اولس مشر کرزى له اشرف غني سره گوري آيا دا به ثابته شي، چې اشرف غني به د کرزي په پلوۍ تير شي ځنې رسنۍ وخت په وخت داسې خبرونه خپروي، چې ولس اندېښمن کړي اوس، چې ټاکنو ته له شلو کمې ورځې پاتې دي د کانديدانو ترمنځ به ډول ډول معاملې رامنځ ته کيږي خو ښه خبره داده، چې هر ډول معامله د ولس پروړاندې وشي او ولس په اندېښنه کې ونه ساتل شي او داسې معاملې، چې په اساسي قانون کې ورته ځاى هم نه وي اوپه خپل سر يو ډول نا يو ډول معامله رامنځته کيږي اړينه ده، چې ولس د يو لړ اندېښنو سره مخامخه وي او بيا له اندېښنو لپاره ځانگړي ځوابونه په کار دي ، چې کانديدان يې نه شي ورکولى ټولو کانديدانو ته په کاردي، چې لږ تر لږه د ولس د هيلو سره سمې معاملې وکړي داسې نه چې ولس اندېښمن کړي
qadirandewal@yahoo.com