
ستاسې بریالیتوب یوازې په هغه برخه پورې محدود نه دی چې تاسې په کې زده کړې دي. ډېری کسانو د خپلو څانګو خلاف پانګونې کړې، خو د هڅو او زیار په پایله کې تر بریالیتوب او میلیاردرۍ پورې رسېدلي دي.
برازیلی « Aloysio de Andrade Faria» د ماشومان ډاکټر و، خو د بانکدارۍ له برکته میلیاردر شو.
نوموړی د ۱۹۲۰ زېږدیز کال د نومبر په ۲۰ مه نېټه زېږېدلی دی. تر لومړنیو زده کړو وروسته یې د « میناس ګېرایس» په پوهنتون کې د اطفالو طب ولوست. د ساینس په برخه کې ماسټري یې له « نارډ ویسټرن» پوهنتون څخه ترلاسه کړه.
د زده کړو له بشپړولو سره سم یې په خپل ښار کې د ماشومانو د ډاکټر په توګه کار پیل کړ. لا یې د کار دوه کاله نه وو، پوره شوي چې پلار یې مړ شو. د پلار تر مړینې وروسته د بانکدارۍ په برخه کې د هغه د سوداګرۍ مسئولیت ورسپارل شو او په دې توګه یې له خپل اصلي مسلک سره چې د ماشومانو طبابت و، خدای پاماني وکړ او بیا هېڅ وخت دې برخې ته را ونه ګرځېد.
پلار یې د منځنۍ کچې یو بانک درلود چې په ۱۹۴۹ کال کې یې مسئولیت الویسیو ته وسپارل شو. نوموړي په ۱۹۷۸ کال کې د بانک مرکز له میناس څخه ساو پاولو ته ولېږداوه او د هغه لپاره یې د بانکدارۍ خورا نوي سیستمونه وپېرل. په دې توګه یې د منځنۍ کچه دغه بانک په لږ وخت کې د برازیل په کچه پر څلورم ستر بانک بدل کړ.
دغه بانک د کمپنیو د یوه ګروپ برخه وه چې په بېلابېلو برخو کې فعالیتونه لرل. په ۱۹۹۰ کال کې فاریا د بانکدارۍ د برخې ټولې ونډې پر یوه الماني بانک وپلورلې؛ خو د ګروپ اړوندې یو شمېر نورې برخې یې له ځان سره وساتلې.
ده نه یوازې پر پاتې برخو پانګونه وکړه؛ بلکې په نیویارک کې یې د بانکو الفا په نوم د پانګونې یو بانک هم جوړ کړ چې اوس د امریکا په کچه د پانګونې په ۱۰ بریالیو بانکونو کې شمېرل کېږي.
د الفا په نوم د کمپنیو د ګروپ تر چتر لاندې یې اوس پر الفا بانک سربېره د « سي& سي هوم اېند کانسټرکش» په نوم ساختماني شرکت، د «لاباسکوې» په نوم د ایسکریمو د وېش شبکه، د « ترانسمیریکا» په نوم هوټلونه او د « اګروپالما» په نوم د خرما د غوړو فابریکه فعالیت کوي.
اګرو فالما په لاتینه امریکا کې د خرما د غوړو د تولید تر ټولو ستره فابریکه ده.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اکېسټ د ۲۳ نېټې د شمېرو له مخې د الویسیو فاریا پانګه دوه اعشاریه څلور میلیارده ډالره بلل شوې چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۰۲ ام او په برازیل کې ۱۲ ام ځای لري.
ده واده کړی، پنځه لوڼې لري، خو یوه یې هم له ده سره کار نه کوي. نوموړی د برازیل په ساو پاولو کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.