په سي وي کې تکرارېدونکې تېروتنې

 
لومړۍ برخه
« لاسزولو باک» د ګوګل شرکت د بشري ځواک مدیر دی. نوموړي د خپلو شخصي تجربو له مخې په سي وي کې د عمده تروتنو په اړه دا لیکنه کړې ده.
دی وايي په کاري ژوند کې یې د کار ترلاسه کولو لپاره سلګونه سي وي ګانې لېږلې او تر ۲۰ زره ډېرې سي وي ګانې یې ارزولې دي.
د باک په وینا دوی په ګوګل کې ځینې وختونه په اوونۍ کې تر ۵۰ زره سي وي ګانې ترلاسه کوي او په دې اساس ویلی شي چې ډېرې سي وي ګانې یې ارزولې دي.
د باک په باور له دغو سي وي ګانو یوه برخه یې په زړه پورې دي، یوه برخه ښې دي، خو ځینې بیا بیخي بې کاره دي.
دی وايي په کار پسې ډېری سرګرانه کسان په خپلو سي وي ګانو کې تل یو ډول تېروتنې تکراروي، چې دغه ډول تېروتنې کولی شي دوی له دندې بې برخې کړي.
دی زیاتوي جالبه دلته ده چې زه د سي وي له مخې ویلی شم چې دغه کس ښه دی او که عالي. یوه کوچنۍ تېروتنه د دې لپاره کفایت کوي چې د استخدام مدیر له یوه وړ او شایسته غوښتونکي څخه تېر شي.
لاندې هغه پنځه عمده او اساسي نیمګړتیاوې دي چې ډېری په سي وي ګانو کې تکرارېږي:
۱. ژبنۍ یا املايي تېروتنې:
دا داسې تېروتنه ده چې د استخدام مدیران په اسانۍ ورته متوجه کېږي، خو کار لټونکي یې ډېره تکراروي. د کریرز بیولډر بنسټ وايي د هغې څېړنې له مخې چې دوی په ۲۰۱۳ کال کې ترسره کړې ۵۸ سلنه سي وي ګانې چې دوی ارزولې املايي تېروتنې لري.
له دې ستونزې سره ډېری هغه کسان مخ کېږي چې د خپلې سي وي د جوړولو پر مهال دقت کوي. دوی هڅه کوي له بېلابېلو منابعو په ګټو اخیستو خپله سي وي ښکلې کړي. د دوی زړه پر خپل سي وي اوبه نه څښي او تل له هغې یو شی کموي او یا یې ورباندې اضافه کوي، چې په پایله کې د املایي تېروتنې لامل کېږي. په دغه ډول سي وي ګانو کې په ځینو برخو کې فعل او فاعل مطابقت نه کوي او یا هم لیکنښې غلطېږي. دغه کار ډېر کله د دې لامل هم کېږي چې تاریخونه له یو بل سره سر ونه خوري. ما دغه ستونزه تر ډېره د ماسټرۍ لرونکو کسانو په سي وي ګانو کې لیدلې ده. املايي تېروتنه ډېره خطرناکه ده، ځکه د استخدام مدیران هغه د دندې غوښتونکي د بې غورۍ او بې نظمۍ په معنا تعبیروي.
د حل لاره څه ده؟
سي وي مو له لاندې پورته خوا ته ولولئ. په معکوس ډول لوستل له تاسې سره مرسته کوي چې پر هر توري تمرکز وکړئ. که داسې نه شی کولی یو بل کس ته یې ورکړی چې هغه یې واروزي او اېډېټ یې کړي.
۲. د سي وي اوږدوالی
له دې ستونزې د خلاصون تر ټولو غوره لار دا ده چې خپله د لسو کلونو تجربه په یوه پاڼه کې ولیکئ.  دری، څلور یا لس پاڼې سي وي هېڅوک په دقت نه شي لوستلی. بلیز پاسکال په دې اړه لیکي:« ما غوښتل تاسې ته لنډ لیک ولیکم، خو فرصت مې یې پیدا نه کړ.»
سي وي ته له دې نظره وګورئ چې د هغې اساسي موخه کاري مرکې ته ستاسې رسول دي. سي وي په دې نیت مه لیکئ چې د استخدام مدیر یې له لیدو سره سم ستاسې ګومارنې ته هو ووايي. سي وي ستاسې د ژوند کیسه نه ده، یوازې هغه وسیله ده چې باید تاسې تر کاري مرکې ورسوي. کله چې تاسې د کاري مرکې ځای ته دننه شوی، تر هغې وروسته سي وي ته چندان اهمیت نه پاتې کېږي. له همدې کبله خپله سي وي چې څومره لنډولی شی لنډه یې کړئ.
نور بیا...
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.