د دولتي ادارو په منځ کې د همغږي او همکاري اړتیا

 
د اولسمې پیړی په نیمايي کې د Coordination ویی د لاتیني ژبې د coordinatio ویی څخه چې د ترتیب کولو مفهموم ترې افاده کیږي، په انګلیسي ژبه کې شامل شو. د پښتو ژبې لیکوالان يي په خپلو لیکنو کې د همغږی په مانا سره کاروي. د همغږی تعریف د Cambridge د انګلیسي ژبې د لغاتو په قاموس کې داسې راغلی دی چې ' په یوه منظمه او ترتیب شوي بڼه د یوه پلان جوړولو یا یوه فعالیت د ترسره کولو په موحه د ټولو خلکو په ګډه کار کولو ته همغږي ویل کیږي'.
دولتونه له خلکو جوړیږي، د ولس هر وګړی د دولت ابتدايي عناصر تشکیلوي. همدا عناصر د یوې کوچنی ادارې تر چتر لاندې د ګډو موحو د لاسته راوړلو لپاره یو د بل سره په ګډه کار کوي. په همدې ترتیب په دولت کې ریاستونه وزارتونه او نور جوړیږي. د بیولوژي په مضمون کې به مو د ژوندي موجود د سستمونو په هکله لوستلي وي. د ژوندي موجود د ژوندي پاتې کیدو او بقا لپاره ټول سستمونه یو د بل سره په ګډه کار کوي. که د دې سستومونو له جملې څخه يې یو هم په سمه توګه دنده ترسره نه کړي د ژوندي موجود د ژوندي پاتې کیدو چانس کمیږي. زما په نظر دولت هم همداسې وبولی. پوښتنه له دې ځایه پیلوم چې ایا په اوسني وخت کې هم د هیواد په محتلفو ادارو کې د ټولو عناصرو، اعضاوو او سستمونو تر منځ همغږي شتون لري او که نه؟
د پوښتنې د ځوابولو لپاره لومړی خپل د سترګو لیدلی حال درسره شریکوم. دلته په کابل کې د کرنې او خوارکي موادو نړیوالې موسسې سره د یوې لنډې مودې لپاره د ملي مشاور په حیث دنده ترسره کوم. دوی غواړي چې د ټول افغانستان د خاورو نقشه په بریښنايي بڼه جوړه کړي. د دې کار لپاره یو بل همکار مې چې د “Ss Cyril and Methodius” په پوهنتون کې د خاورو ساینس په څانګه کې استاد دی، هم د یوې لنډې مودې لپاره د یادې شوي موخې د تر لاسه کولو لپاره د عین نړیوالې ادارې لخوا په دنده ګمارل شوی دی. د تیرو څو ورځو ګډ کار په نتیجه کې پر دې وتوانیدو چې د اوبو او بریښنا وزارت د اوبو او خاورو د سروې ریاست، په بادام باغ کې د کرنې او اوبو لږولو وزارت د خاورې پیژندنې ریاست، د کابل پوهنتون د کرنې په پوهنځی کې د خاورې او اوبو څانګې او نورو ادارو استادانو او کارکوونکو سره پرلپسې لیدنې کتنې تر سره کړو. د اوبو او بریښنا وزارت د ماهرو کار کوونکو سره حتی د 1960 م کالونو د خاورې د فزیکي او جیولوژیکي خواصو په هکله مالومات د روسانو په همکاری په منظمو کتابونو کې ثبت شوي وو. په داسې حال کې چې د کرنې وزارت د خاورې پیژندنې په څانګه کې دا ډول مالوماتو شتون نه درلود. دوی بیا په د نیږدې وختونو کې د کابل د خاورو د ځینو برخو په هکله تازه او نوي مالومات راټول کړي وو. په دې هکلکه مو د کابل پوهنتون د کرنې په پوهنځی کې د خاورو او اوبو څانګې له استاد سره هم یوه ناسته لرله. هغه په دې هکله وویل چې د کرنې پوهنځی او د کرنې وزارت ترمنځ کوم ځانګړي پروګرامونه نه پلي کیږي. کله چې مو د علت پوښتنه ترې وکړه، راته يې وویل چې د کرنې وزارت کارمندان زمونږ همکاری ته لیوال دي، خو په دې شرط چې د کرنې وزارت تر چتر لاندې به خپل کارونه کوي. دلته که د یادو شوو ټولو ارګانونو په منځ کې همغږي شتون درلودلی، دې ته به اړتیا نه وه چې چې د یو ځای په هکله دې دوه ځله مالومات راټول شي، دې ته به اړتیا نه وه چې د ټولو ادارو کارمندان د دې ورته مالوماتو ټولولو لپاره په کار بوخت شي، دې ته به اړتیا نه وه چې د مالوماتو ټولولو لپاره د دې یوې پر ځای  له ډیرو ادارو چارواکو سره لیدنې کتنې تر سره کړي. هیله ده چې د ټولو دولتي ادارو په منځ کې پر همغږی او همکاری غور وشي.
په درنښت
ایمل ولي
د ۲۰۱۵ م کال د اګسټ څلورویشتمه