اصلاً نیکه نا پوهه و

 
د خاورینې او ریګینې غونډی تر نیمايي لږ پورته، د کوچني چپه پښه د کومې تیرې تیږې سره ټکر شوه، راپریوت. د غونډی لمنه کې ځای ځای شنو ځایونو کې د څریدونکو میږو پر سر د ګرد یوه خړه لوخړه راغله. د غونډی بیخ ته ولاړ کس پر څادر باندې د خپلې کوپې ملا پر تړلو بوخت وو، چې د کوچني تن يې د پښو سره ټکر وخوړ. کوچني چې ابا ویلو ته خوله جوړوله، نیکه يې پر خوله لاس ورکیښود. ابا دې درنه جار سي، څه درباندې وسول. د خپل پټکي پر پیڅکه يې پر شګو لړلي شونډې او سترګې ورو ورو ور پاکې کړې. په دې منځ کې د کوچني پلار چې له لیرې ځایه يې په زوی پام وو، په منډه منډه د پلار او زوی خوا ته را روان وو، وا اناریه، اناریه زویه، څه درباندې وسول. د لمر تیزو او زرینو وړانګو له امله کوچني خپل لاس پر ټنډه نیولی، پلار ته وايي: ښه یم ادا، ابا مې راسره دی. پلار يې ماشوم په غیږ کې نیولی د کیږدی پر لور روان شو.
د کوچني مور: وه د انارګل پلاره! ته څنګه د وخته راغلې؟ او دا انارګل زوی مې څه بلا وهلی دی؟
د کوچني پلار: بس ده، نوره بس ده. زما اناری د میږو نه دی. سبا ته به د کلي د نورو کوچنیانو سره هغه څه بلا ده، منتب (ښوونځي) درته یادوم، هغې ته به ځي.
د کوچني مور: سمه ده، خو دا دومره میږې به څوک ګوري؟
د کوچني پلار: ته غم مه کوه. زه يې په خپله ګورم.
سبا سهار يې انارګل د کلي په ښوونځي کې شامل کړو. پلار يې د ښوونځي سر معلم ته وویل چې انارګل د ښوونځي په لیلیه کې هم شامل کړه. انار ګل د نورو هلکانو سره یو ځای مکتب ته هر ورځ خاضریدو او په درسونو کې يې پوره زیار ایستلو.  شپږ میاشتې وروسته د انارګل دوی کډه باریده. پلار يې د سهار په یخه هوا کې د انارګل کوټې ته راغلو. ټک، ټک. اوهو وا! ادا تاسو. پلاره لاسونه دې ماچوم. راځه کوټې ته د ننه راسه. پلار يې کوچنی زوی پر تندي ښکل کړ. ورو يې ورته وویل: زویه مونږ له دې ځایه باریږو، اتي ته دې پر خپلو درسونو کې ښه کوشش کوه، پسرلي ته که خیر وو، بیا چې راسو، سره وبه وینو. د ماشوم په سترګو کې اوښکې راغلې، پلار يې د رخصتیدو سره سم پر دې ډاډه کړ چې دی به په ښوونځي کې پوره هڅه کوي. کالونه همداسې تیریدل. یو وخت انارګل له ښوونځي فارغ شو. پلار ته يې په لیک کې ولیکل چې: پلاره زه ډیر در پسې خفه سوی یم. نن زما د فارغیدو ورځ ده که تاسو راسره وای، ډیر به خوشحال وای. پلاره تا ټولې سختې پر ځان تیرې کړې. زه دې ښوونځي کې شامل کړم. ستا سره کړي وعده مې ښه په یاد ده. زه په ښوونځي کې دوهمه نمره سوم. پلاره درباندې ویاړم.
انار ګل خپل تعلیم ته په ډیرو سختو شرایطو کې چې د ورځې به يې پوهنتون کې درسونه ویل، د شپې يې په ښار کې د شپې په لیسه کې نورو شاګردانو ته درس ورکولو ته، ادامه ورکړه. انارګل د کرنې پوهنځی څخه په لوړو نمرو فارغ شو. انارګل د کلي دخان سره د باغوانی چارې پر مخ وړې. انارګل پوره دوه سوه جریبه ځکه په یوازې ځان د څو تنو مزدورانو پر مټ اداره کوله. د کلي خان د انار ګل د اخلاص او مسلکي کار څخه ډیر خوښ وو، هره ورځ به يي دده صفتونه د کلي خلکو ته کول. د کلي خان د څو کالونو په موده کې ډیر شتمن شو. د دوه سوه جریبه باغ ډیر زیات حاصلات ورکول ان خارج ملکونو ته به يې لیږل. په دې منځ کې یوه ورځ انارګل ته د پلار تیلفون راغی.
انارګل: پلاره سلام، تاسو څنګه یاستی، ادې مې ښه ده؟
پلار: وایم ادې او ادا دې درنه ځار سي. مال چې خبر د واخلم. چیرې يې؟ کله راځي؟
انارګل: پلاره ډیر مې یادیږی. پلاره د پلاني خان سره مې کار پیدا کړی دی. ښې ډیرې روپی راکوي او د هیڅ شي خواري هم نه سته. پلار جانه ته او ادې دواړه راسی. ډیرې کیسې به سره وکړو.
پلار: سمه ده زویه. سبا ته که خیر وو، زه او ادې دې درځو.
انارګل: سمه ده پلار جانه. د خدای په امان
انارګل د کلي خان ته د خپل پلار او مور د راتګ خبر ورکړ. د کلي خان باندې چې انارګل ډیر پرې ګران وو، سمدلاسه خپلو نوکرانو ته امر وکړ چې د سبا ورځې تیاری ونیسي.
سبا مازدیګر دری بجې انار ګل، د کلي خان سره د پنځو شپږو تنو نوکرانو سره یو ځای د بس تمځای ته ځانونه ورسول. ګوري چې 216 شمیره بس راغی. انارګل هر یو مسافر ته په حیرانووکي انداز ګوري. د ځانه سره وايي، اوس به يې ادا او ادې راښکته کیږي او اوس به يې ادا او ادې راښکته کیږي. بس له مسافرو خالي شو، د ده پلار او مور نه تر سترګو کیدل. د کلي خان انارګل ډاډه کولو چې غم مه کوه په بل بس کې به وي. انارګل ناهیلی ولاړ وو. یو ځل بیا يې د بس لور ته وکتل. څه ګوري چې چاودې چاودې پښه، سره د یوې لکړې د بس څخه راښکته شوه. انارګل یو دم نارې کړې. اووا، هغه دی، هغه دی پلار جان مې. پلار يې زوی کلک په غیږ کې ونیوو. مور يې د ډیرې خوشحالی ژړل. د کلي خان د یوې معمولي ستړي ماشي وروسته، انارګل ته ورو وویل. دا ستا پلار دی؟  دا څه ډول خیرن کالي يې پر تن دي، ته خو يې هغه چاودې چاودې پښو ته وګوره. دا دې څه ناپوهه پلار دی. انارګل په سړه سینه ځواب ورکړ. نه داسې نه ده. پلار مې ناپوهه نه دی، اصلاً نیکه نا پوهه وو چې پر پلار باندې مې تعلیم نه دی کړی. که پلار مې نا پوهه وای، اوس به ما ستا دا دوه سوه جریبه ځمکه نه اداره کوله. دا ټول مې د پلار برکت دی.
 
په درنښت
ایمل ولي