
د کوټې د باندې سوړ باد چلیږي، نیمه شپه ده، شپه یخه ده، محصل د مجاهدینو د وخت د پلار کوړتي پر تن ده
د لمریزې بریښنا په واسطه د چارج شوي بطری چارج هم په خلاصیدو دی
محصل خوارکی وچې شونډې پر نیم ماړه نس د صبا ورځې د دوهم چانس ازموینې ته د تیاري نیولو په موخه وچ کلک ناست دی
یوه جمله د استاد له لکچرنوټ څخه لولي، بله خبره د استاد کوي. کله وايې د سمستر په پیل کې يې ټولو محصلینو ته ویلي وو، ازموینه کې به سره ګورو، ریښتیا د ګل اجان د پوښتنې د ناسم ځواب په مقابل کې خو يې دا هم ورته ویلي وو چې “ امتحان کې به دې پته لګي بچو خانه”.
مور خوارکی یې چې د دروازې خواته غوږ نیولی وو، د چایجوښ سره کوټې ته را د ننه شوه. په بیړه يې شمع روښانه کړه. مور دې درنه ځار شه ښه ډیر سبق ووایه چې د انار تیله انی لمسی په اول ځل امتحان ورکولو پاس ګیلاس وو.
هسې هم د ازموینې ورکول ورته د یو لوی غم څخه کم نه وو، اوس ورته یو په دوه شو
تر سهاره يې پنځه شپږ شمعې لوګی کړې
ګهیځ مهال د چایو څښلو پر وخت يې پلار ورته په غوسه وو چې دا ځل به په خپله بریالی کیږي، زه دې نوره واسطه نه شم کولای
محصل غاړه تازه کړه. پلار جانه نورو ټولو مضامینو کې مې لوړې نومرې اخیستې وې او په لومړی موقع (چانس) کې بریالی شوی وم، خو دې استاد د ازموینې پر وخت هغه نوټ چې د استاد له لکچرنوټ څخه مې په لنډو ټکو کې لیکلای وو، د مخې جیب څخه راوایسته، زه صفر شوم.
پلار: نو ولې د نقل کولو؟
زوی: پلار جانه! په والله که نقل مې کړی وي
پلار: استاد د معنوي پلار حیثیت لري. چې نقل څخه دې پرچه نه حلوله، بیا نو څه وو؟
زوی: پپ پلاره خو درته وایم چې هغه کاغذ کې مې مهمې نقطې ددې لپاره لیکلي وي چې سمې يې یاد کړم، خو استاد زما په جیب لاس را د ننه کړ او هغه کاغذ يې را څخه واخیستو
پلار: .............
زوی: پلار جانه له دې استاد ټول محصلین ویریږي، زما يې لاره ورکه کړي ده. هغه بله ورځ د څلورم ټولګي یو محصل راته ویل چې زمونږ یو ټولګیوال هغه مهال د چوکی څخه لاندې راپریوت چې پوهاند صاحب د محصل څخه د ازموینې پارچه واخیسته او د کمیس لمن يې پرې پورته کړه چې نقل خو به يې نه وي پرې لیکلی.
پلار: زویه ما اوریدلی دي چې د سقراط په زمانه کې یو تن چې سرتیري یې دوو خواو ته روان و، چیغېو نارې يې وهلې او ژړل یې، د سقراط ورته پام شو، ورغی ترې ویې پوښتل:
ولې داسې وارخطا یې او ژاړې؟
سړي وویل:
وژلو ته مې بیا یي.
سقراط د ملنډو موسکا وکړه ویې ویل: دا نو څه خبره ده ، ما ګومان وکړ چې ازموینه لرې. ازموینه ریښتیا هم سحته وي، خو خیر قوي اراده او په ځان باور درلودل کولای شي چې د ژوند په پړاونو کې مو تر سختو ازموینو بریالي راوباسي.
زوی: پر ما ناوخته کیږي، پلاره لاسونه د ماچوم، زه درنه لاړم، دوعا کوه. د خدای په امان
د پوهنتون د عمومي دروازې ورهاخوا د ګڼو ونو منځ کې يې پر استاد سترګې ولګیدې، داسې یو ډول وډار شو لکه ځنګله کې چې یو ناڅاپه کوم زمری یا پړانګ ووینې. لاسونه او زني يې ریږدیدل، صرف دا يې وویل چې اخ استاد استاد
استاد په داسې حال کې چې د پوهنځي د بام په سر يې پوره دری دیرش کسانو ته د سوالونو پرچې ویشلې، محصل ورنارې کړې استاده استاده. محصل وړاندې له دې چې څه ووايي، استاد ورته وویل ځه ورک شه خیرنه هغه اخیره چوکی باندې کینه. ټولګي کې هسې هم ټول نیغ نیغ کیږی، امتخان ته مو ملا ماته وي.
محصل چې لومړی سوال ولوستلو پنځه شپږ داسې خالي ځایونه په کې راغلي وو چې نه کوم علمي نوم په کې راتلو او نه کوم بل داسې مهم څه چې په درد وخوري، بلکه د لکچرنوټ د منځ څخه عادي پښتو عبارت وو. مانا دا چې د استاد لکچرنوټ چا نه وي حفظ کړی، په مناسبو کلیمو سره د خالي ځایونو تورول ناشوني وو.
محصل چې له اوله ویریدلی وو، په سترګو يې توره شپه راغله، قلم يې له لاسه ولویدو
ټولو محصلینو استاد ته پرچې راوړې او روان شو
کوم چا غږ وکړ چې استاد ودریږه، د ګل داد پرچه هم درواخله
استاد وخندل، څوک چې استاد ته پرچه نه راوړي، د دریم چانس په خوبونو کې به ډوب وي او روان شو
په درنښت
ایمل ولي
د ۲۰۱۵ م کال د ډسمبر څوارلسمه