
ډاکترانو ته مالومه شوې ده، چې له ونې ټیټې مېرمنې له خپل طبیعي وخت وړاندې ماشوم زیږوي،دا علمي څېړنه، چې دنړۍ له مختلفو برخو څخه ډاکترانو په کې ونډه اخستې ده او پر هغو لاملونو غږیدلي دي،چې ولې له ونې ټیټه مېرمن خپل ماشوم ژر زیږوي. دوی وايي : له ونې ټیټې مېرمنې دهغو په پرتله دمنځنۍ کچې ونه لري له دې وضعیت سره ډېرې مخ کیږي.
څیړنه وايي : هر کال په نړۍ کې ۱۵ ملیونه ماشومان له خپل طبیعي وخت څخه وړاندې نړۍ ته راځي له دې څخه ۱.۲ ملیون یې خپل ژوند له لاسه ورکوي، ددی مړینې بنسټیز لامل له وخت وړاندې زیږیدل دي او دوی معمولا په لومړیو څلورو اونیو کې له دې ستونزې سره مخ کیږي. بل لامل یې دادی وړاندې له دې، چې پوره وده وکړي نړۍ ته راځي دلته بیا پرې چاپیریال ناوړه اغیز پریباسي.
د ډیرې مودې لپاره ډاکترانو داسې انګیرله،چې له وخته وړاندې زیږیدنې لامل دمېرمن عمر او وزن دی ، خو اوس جوته شوې ده،چې دمېرمن اوږدوالې بنسټیز لامل دی ، هغه مېرمنې / میندې، چې اوږدوالې / قد یې ۱۶۳ سانتي متره وي دوی له دې ستونزې سره مخ کیږي او له طبیعي وخت وړاندې خپل ماشوم نړۍ ته راوړي ، معیاري قد ۱۷۳ سم دی او ددې قد لرونکې میندې په طبیعي توګه خپل ماشوم زیږوي.