سراب

 
تــږې کـوتره د اجـــل په سراب واوښتـــــــــله
که پښتنه پيــغله مو بيا پا په پنـجاب واوښــــتله
 
بيا به نو لولم ستا د مسـتو مستو ستـــرګـو غزل
که دغــه پاڼه مې د ژوند د کتاب واوښتـــــــــله
 
معصومو هيلو مې چې ستا غېږې له دروړه پنا
لکه رمه له شپون نه تلــه په قصـاب واوښـــتله
 
زکات د ميـنې نور په تا هم غــنم رنـګه اوړي
ښکلا خو ســتا هم له ټاکلـي نصـاب واوښـــتله
 
تاوه يـې نه کړه په ســينه کې لمر ترې ولوټلـه
د پرخـــې پـړه نـو خامـخـا پر ګلاب واوښـــتله
 
مـينې سندره کړه اجمـلـه ! ساز کې ونغـښــتله
درخو نغمه شــوه د ادم په رباب واوښـــــــتله
                  
 
اجمل اند