غزل

 
تصویر د چا د سترګو په کنـــــــډول کـــــې راایسار یم
د داغ په څیر ټپي زړه د غاټــــــول کـــــې را ایسار یم
د چا قلـندر حــــسن یم په موټـــــــــي کــــــــــــې نیولی
جانانه! سمندر یم خو کچکول کــــــــــــې را ایســار یم
یو درد مـــــې ګړد چاپیره له زړګـــــي غاړه تاو کړې
د لمر غوندې په سپینه ورځ په شپول کې را ایسار یم
ای کاش! که ما هم مستــــــــې د زلمو څــــــڼې لرلی
نور مست غږ د اټن یم خو په ډول کـــې را ایسار یم
چې رود یې سنـــــدرمار دی او سنځلـــــې ټپه مارې
په داسې یو شـــــــین کلي سندر بول کې را ایسار یم
تر هغې به دې حـــــــسن د غزل په ژبه ســــــــتایم
تر څو چې د سندرو په کهـــــــــول کې را ایسار یم
اجمل اند