دویمه او وروستۍ برخه
۵. د بودجې نه تنظیم
د لګښتونو د کمولو لپاره مو ښايي ټول چمتوالی نیولی وي، خو د پیل شی مو له یاده وتلي وي او هغه د بودجې جوړښت دی. د مناسبې بودجې جوړښت د ټولو مالي بریالیتوبونو بنسټ دی.
د ځان لپاره بودجه وټاکئ او پر هغې عمل وکړئ. د تجربو پر بنسټ ویلی شو چې په هوښیارۍ د بودجې ټاکل او هغې ته ژمنتیا ستاسې له مالي پرمختګ سره پام وړ مرسته کوي. د مناسبې بودجې د نه شتون په صورت کې په غیر ضروري لګښتونو کې ښکېلېدل حتمي دي.
۶. د مالي اړتیاوو او غوښتنو په اړه ناسم درک
د سپما او مالي پرمختګ لپاره دا ډېره اړینه ده چې مالي اهداف مو لومړیتوب بندي کړئ. که مو شتمنېدل د ژوند یو اصلي لومړیتوب وي، دا مهمه نه ده چې خوښېږي مو او که نه، خو حتما باید له لنډمهالو خوندونو ځان بې برخې کړی، تر څو مالي ثبات ته ورسېږئ. خپلې موخې مو وټاکئ او یاداشت یې کړئ. د دې لپاره چې د بریالیتوب پر مسیر برابر شی، تل خپلې موخې په مشخصو زماني فواصلو کې مرور کړئ.
۷. پورونو ته نه پام
په ننۍ نړۍ کې د پور په بدل کې د سود د کچې لوړوالي له مالي اړخه ډېر خلک له نابودۍ سره مخ کړي دي. دا هغه واقعیت دی چې ګڼ انسان ورسره لاس او ګرېوان دي. ډېری خلک اوس هم پر دې فکر کوي چې څنګه له دغه پړاو څخه چې د سپما او پانګونې لپاره هېڅ پیسې نه لري، وتلی شي.
تاسې باید د پورونو پرې کول د خپلو اهدافو په نوملړ کې د اصلي لومړیتوب په توګه ځای پر ځای کړئ. د پور پرې کولو لپاره پروګرام جوړ کړئ او هغې ته ژمن پاتې شئ. البته که غواړی چې تر څو کاله سخت کار وروسته بیا هم بې وزله پاتې نه شی.
۸. د الکترونکي وسایلو ژر ژر بدلون
له دې کبله چې د نویو الکترونیکي وسایلو اخیستل یوه اړتیا ګڼل کېږي، ځینې کسان په دې برخه کې د ځان لپاره هېڅ راز محدودیت نه وضعه کوي. که یوازې له دې کبله چې بازار ته نوی ماډل موبایل راغلی، سم د لاسه یې د اخیستلو پرېکړه کوی، ډاډه اوسی چې تر لږ وخت وروسته به پوه شی چې د دغه کار زیان تر ګټې ډېر دی.
له همدې شېبې د خپل ژوند مسئولیت پر غاړی واخلئ. هر هغه کار چې اړتیا ده ترسره کړئ. له همدې نن څخه د بریالیتوب او شتمنۍ پر لور سفر پیل کړئ. ویلیم شانتز وايي: « که د شتنمۍ زیاتول تېروتنه وي، نه غواړم چې سم کار وکړم.»
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.