د هوټل له شاګردۍ تر میلیاردرۍ  د « اندريو چورېنګ» ژوند

 
د چینایی الاصله امریکايي « اندريو چورېنګ» او مېرمنې د بریالیتوب کیسه په زړه پورې ده. نوموړی د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو دوه کاله وروسته یعنې په ۱۹۴۸ زېږدیز کال د چین د جیانګ سو ولایت په یانګژو سیمه کې زېږېدلی دی. د پنځو کلونو و چې کورنۍ یې تایوان ته کډواله شوه. اته کاله وروسته له تایوان څخه جاپان ته کډوال شول.
د ۱۸ کلونو و چې د زده کړو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ته ولاړ. د بېکر له پوهنتون څخه یې د ریاضي په څانګه کې لسانس ترلاسه کړ. نوموړی وايي د زده کړو ترڅنګ یې د رخصتۍ پر ورځو په یوه هوټل کې د شاګرد په توګه کار هم کاوه.
دی وايي پلار یې اشپز و؛ خو شخصي کار یې نه درلود او دی له دغه وضعیت څخه ناراضه و. اندریو وايي پوهېده چې یوه ورځ به سوداګر ور نه جوړېږي.
د اندريو د کاکا یوه زوی په کلفورنیا کې د «تېنګ هو» په نوم هوټل جوړ کړ. له دې کله چې هغه پر انګریزي خبرې نه شوی کولی له اندریو څخه یې د مرستې غوښته وکړه او دی هم په ۱۹۷۲ کال کې دغه ایالت ته ولاړ او کار یې ورسره پیل کړ. ده به د اوونۍ اووه ورځې کار کاوه او د میاشتې ۸۰۰ ډالره معاش یې ورکاوه. د تره له زوی سره یې پر کومه خبر د اختلاف له کبله کار پرېښود. څو میاشتې وروسته یې په « پاسېډېنا» سیمه کې د اخیستلو لپاره یو هوټل پیدا کړ.
اندریو وايي ده او پلار یې د کاکا له زامنو او د پور ورکولو له یوه بنسټ څخه ۶۰ زره ډالره پور ترلاسه کړ او هغه هوټل یې واخیست. ټولې کورنۍ له معاش پرته د دغه هوټل لپاره ګډ کار کاوه.
د پور پر پیسو پیل کړی کاروبار اوس د « پنډا اکسپرېس» په نوم د هوټلو پر یوه کمپنۍ بدل شوی چې په امریکا کې د اسیايي خوړو د هوټلونو تر ټولو ستره شبکه ګڼل کېږي.
پنډا اکسپرېس اوسهال د امریکا په ۴۶ ایالتونو، پورتوریکو، ګوام، کاناډا، مکسیکو او متحده عربي اماراتو کې ۱۸۰۰ هوټلونه لري. د فوربس مجلې د شمېرو له مخې له دغو هوټلونو سره ۲۷۰۰۰ کسان کار کوي.
اندریو تر لسانس وروسته د ماسټرۍ لپاره د میسوري پوهنتون ته ولاړ. په همدې پوهنتون کې د زده کړو پر مهال له خپلې راتلونکې مېرمنې پېګي سره معرفي شو. نوموړې د دغه پوهنتون د الکترونیکي انجنیرۍ په څانګه کې دکټورا کوله.
دوی دواړو په ۱۹۷۵ زېږدیز کال کې واده وکړ.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اګېسټ د ۲۲ مې نېټې د شمېرو له مخې دا جوړه دری اعشاریه دری میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۷۷ ام او په متحده ایالاتو کې ۲۱۵ ام ځای لري.
دوی د نیویارک په لاس وېګاس کې ژوند کوي.
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.