
۳۰/۵/۱۳۹۴، ه، ش
د شام د اسماعیلیه ډلې یو شمېر خلک چې د سوریې د جزر په سیمه کې اوسیدل د مسلمانانو لخوا د دوى د ناوړو اعمالو او عقائيدو له وجې د ډېر سخت مخالفت سره مخامخ شول، ترکانو او نورو قبايلو د صفات پر وړاندې لوى پاڅون وکړ صفات وتښتيدل او غارونو ته ننوتل خلکو د دوى په غارونو پسې اورونه بل کړل او لوګې يې ورپسې وکړل تر څو چې له غارونو څخه راووتل او ووژل شول، رشیدالدین سنان د صفات له ډلې سره مرسته ونه کړه او کوم غبرګون یې هم ښکاره نه کړ. (فرقه اسماعیلیه ص ۲۶۷)
وايي چې سِنان او د ده ملګرو د سوريې د حلب ښار لوى مسجد وسوزولو او قاضي شهاب الدين ابو صالح بن عجمي چې د الملک الصالح د لوى غازي نور الدين محمود د زوى پالونکى او يو نيک شخصيت ؤ د سنان باطني ترهګرو لخوا د جمعې په ورځ ترور شو.(تاريخ ايوبيان ٢ ټوک ص ٧٤)
نور الدين او صلاح الدين ايوبي د دوى فاسدو عقيدو او کړنو ته ورپام شو او د دوى د له مينځه وړلو هوډ يې وکړ، نورالدين(حلبي) او صلاح الدين ايوبي د شام ډېر لوى لوى غازيان تير شوي دي دوى په اسلامي نړى کې لمُړني اتلان دي چې د صليبيانو سره يې سختې جګړې ترسره کړي دي.
صلاح الدين ايوبي د مسلمانانو يو ځواکمن او پيژندل شوى اتل دی، سلطان له آره کُرد ؤ، په ٢٤ د ربيع الثاني د (٥٨٣ه،ق) کال کې يې د بيت المقدس عيسوي دولت له مينځه يوړ او د درو مياشتو په موده کې يې اورشيلم او د بيت المقدس پاچا(ګي لوزجنان) ژوندى ونيولو.(صلاح الدين ايوبي ص ٧٧)
د بيت المقدس په نيولو اروپايان په حيرت کې پاتې شول، بيت المقدس (مسجد الاقصىَ) د مسلمانانو لمړنى قبله، دريم حرم، د پيغمبر(ص) د معراج ځای، د انبياؤو مُقر او د الهي وحي د نازليدلو مقام ... دی چې سلطان صلاح الدین ایوبي د صليبيانو له پنجو څخه آزاد کړ، چې پخوا له ده څخه داسې لوى کار يوازې او يوازې لويو خلفاؤ ترسره کړى ؤ.(طبقات سلاطين اسلام ص ٦٤-٦٥)
سلطان صلاح الدين ايوبي د صليبيانو او د شام د اسماعیلي باطنيانو سخت مخالف ؤ نو ځکه رشيد الدين سِنان دوه ځله خپل ترهګر د سلطان د وژلو لپاره وليږل، لُمړى يې د سلطان د خوب په ځاى کې د يوه اسماعيلي لخوا خنجر وهل شوي ؤ(چې تر کومه ځایه به رښتیا وي) او يو ليک يې په دې مضمون د هغې خنجر سره يو ځاى کړی ؤ:
ته زموږ د رهبر سِنان له قدرت څخه خبر نه يې چې دا ډول له خپل حد څخه زياتى کوې، موږ کولى شو چې تا ووژنو خو ومو بخښلې ترڅو وګورو چې وروسته له دې څخه ته څه کوې. د ليک په پاى کې يې يو بيت په دې ډول ليکلى ؤ.
نخبرکم انا قدر ناعليکم = نوخرکم حتى تتم العزائم
ژباړه: تاسو له خبر درکوو چې موږ په تاسو برى موندلى دى = خو ستاسو سزا مو وځنډوله تر څو تصميمونه پاى ته ورسيږي.(اسماعيليه ص ١٦)
پر سلطان صلاح الدین باندې لُمړۍ ترورستي برید(۵۶۰،ه،ق)
وايي چې هغه مهال چې سلطان د حلب ښار محاصره کړى ؤ(جمادی الثانی، ۵۶۰،ه،ق) نو د حلبيانو يوه مشر سعد الدين، رشيد الدين سِنان ته چې مرکز يې په ميصاف کې ؤ خپل استازي د ډېرو ډاليو سره وروليږل تر څو سلطان صلاح الدين ايوبي ترور کړي، سِنان يوې ډلې فدايي(ځانمرګو) ځوانانو ته دنده ورکړه چې د ايوبي لښکر ته ننوځي(خو له نيکه مرغه) چې د امير ناصح الدين(خمار تګين) لخوا چې د (بوقبېس) مسؤل او د سرحدي لښکر مشر ؤ وپيژندل شول او دوى ته يې وويل: د څه لپاره دلته راغلي ياست؟ او څه ډول مو دا شان زړه ورتوب او بې باکي کړي ده چې دلته را رسيدلي يى؟، نو وروسته فدايانو په نوموړي باندې بريد وکړ او ډېر سخت يې ټپي کړ، چې بیا مړ شو... او يو بل تن چې د هغې د دفاع لپاره وړاندې شو، هغه يې هم سخت ټپي کړ، يو بل فدايي چې ځان يې برابرولو او خنجر يې په لاس کې نيولوى ؤ تر څو په سلطان صلاح الدين باندې بريد وکړي، په دې وخت کې طغرل (امير جاندار، پيش مرګ، محافظ جان (۱) توره پسې وايستله او هغه کس يې وواژه.(تاريخ ايوبيان ٢ ټوک ص ٢٩)
وايي چې د حلب اوسيدونکي سُنيان(سُني مذهبه) وو خو صلاح الدين له دې کبله په دوى حمله وکړه چې د باطنيانو سره يې ټينګي او ژورې اړيکې درلودلې. (فرقه اسماعيليه ص ٢٤٧)
کله چې سلطان د حلب له جګړو څخه فارغ شو د باطنيانو د مرکز پر لور روان شو تر څو له هغو سره مخامخ شي چې په ده باندې يې ترورستي حمله کړي وه ... د دوى کلا (ميصاف) يې محاصره کړه او لوى لوى منجنيق(۲) يې د دوى پر لوري ځاى پر ځاى کړل، ډېرباطنيان يې ووژل او زيات شمير يې ژوندي ونيول.(تاريخ ايوبيان ٢ ټوک ص ٥٧)
پرسلطان صلاح الدین باندې دوهم ترورستي برید(۵۷۱،ه، ق)
رشیدالدین سِنان یوولس کاله وروسته د دوهم ځل لپاره بيا تصميم ونيو چې سلطان ایوبي، دا لوى شخصيت له مينځه يوسي او دا هغه وخت ؤ چې سلطان د (غزې) ښار چې د صلیبانو په لاس کې ؤ محاصره کړى ؤ، کله چې سلطان له خپلو پوځونو څخه ليدنه کوله د شپې لخوا څلور تنه باطني ملحد فدایان چې د هغو عسکرو لباس يې اغوستى ؤ چې د سلطان پر وړاندې به دريدل(تشريفاتي قطعه) نو ناڅاپه يوه (ترهګر) پر سلطان باندې د خنجر بريد وکړ او سلطان يې په سر باندې ووهلو، له نیکه مرغه چې سلطان زغره اغوستي وه، که چېرې د سلطان پر سر زغره نه وى نو وژل شوى به ؤ، سلطان د هغه باطني فدایي (ځانمرګي) لاس ونيو خو ويې نه شول کړى چې د (ځانمرګي) مخه په پوره توګه ونيسي او بيا يې سلطان پر غاړه باندې په خنجر ووهلو دوهم ځل بیا د خنجر مخه د سلطان زغرې ونيوله، د سلطان غلام سيف الدين( بازکوج) د هغه (ترهګر) سره خنجر شريک کړ، خو هغه خنجر خوشى نه کړ تر څو اسماعیلي فدایي(ترهګر) ووژلى شو او ټوټې ټوټې يې کړ، وروسته يو بل تن باطني فدایي (ځانمرګی) وړاندې شو او امير داود بن منکلان(کُردي) د هغه مخه ونيوله او هغه باطني(ځانمرګي) نوموړى ټپي کړ او مړ شو او هغه باطني هم ووژلى شو، بيا يو بل دريم(ترهګر) راغى چې امير علي بن ابو الفوارس يې غاړه تاو کړه او داسې سخت يې ونيو چې (ځانمرګي) ونه شول کړى ګوزار وکړي امير علي غږ وکړ(ما له هغه سره يو ځاى ووژنى چې زه يې وژلى يم یعني زور مې ختم شوى دى) په دې ځاى کې ناصرالدين بن اسدالدين (شېرکوه) هغه باطني (ترهګر) په نېزه ووهلو او ووژلى شو، يو بل څلورم تن له خېمې څخه په تېښته ووت چې د لښکر د پليو سرتېرولخوا ونيول شو او هغه يې هم ټوټې ټوټې کړ. له دغې ترورستي پېښې څخه وروسته سلطان صلاح الدين ايوبي ډېر احتياط کولو. (تاريخ ايوبيان ٢ټوک ص٥٢-٥٣)
صلاح الدين ايوبي د(٧٥) کالو په عمر د ورپيښې ناروغى له امله په کال(٥٨٩،ه)د صفرې په ٢٧ نيټه وروسته د سهار له لمانځه څخه د دمشق په کلا کې وفات شو.(صلاح الدين ايوبي ص ١٠٣)
إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ، [سورت بقره، ١٥٦]
د سِنان پيروانو به د پيسو د لاس ته راوړلو لپاره هر بد عمل تر سره کولو تر دې چې د پيسو لپاره له خپل ناوړه دين څخه هم اوښتل په دې اړه ويل شوي دي چې: د رشيد الدين سِنان پلويانو د اورشلیم مسيحي پاچا ته پيغام وليږلو چې د خراج د بخښلو په صورت کې عيسويان کيږي او له خپل دين څخه اوړي او د عيسويانو څخه يې د معلمينو غوښتنه کړي وه. )فرقه اسماعيليه ص ٢٦٦(
د صليبيانو مشهور رهبر د اورشيلم پاچا مارکيز ترور
باطني اسماعیلیان نه يوازې دا چې د عقيدوي مخالفتونو له امله يې مسلمانان وژل بلکې د مالي امتيازاتو په بدل کې يې د هر مذهب او هرې طريقې پيروان هم ترور کړي دي، وايي چې د صليبيانو يو مشر مارکيز چې د انګريزانو له پاچا سره مخالف شوى ؤ د اسماعليانو لخوا ترور شو چې په لږ تفصيل سره د نوموړي د ترور څرنګوالى بيانوو: دوه تنه اسماعيليان چې د(صور بندر) ته ننوتلي وو لُمړى يې فرانسوي ژبه زده کړي وه او ظاهراً يې د نصرانيت دين منلی ؤ خپله تقواء او په عیسویت باندې ټینګه عقیده او په دې لاره کې د دنيا پريښودل او بندګي(تعبد) يې ظاهراً د خلکو پر وړاندې ښکاره کول، نو د عيسويانو راهبانو او نورو به د دوى ډېر درناوى کولو او د اورشيلم مسیحي پاچا خپل نږدې دوستان بللي وو... په کال(٥٨٨،ه) کې د صليبيانو مشهور رهبر د اورشيلم پاچا مارکيز چې د صور په بندر کې اوسيده يوه ورځ د صور (اسقف۳) ميلمه کړى ؤ، کله چې له مېلمستيا څخه راووت نو هغو دوو تنو اسماعيليانو چې مارکيز په دوستۍ نيولي وو دواړو په ده باندې د چړو برید وکړ او مارکیز یې ټپي کړ، له دغو دوو ترهګرو څخه یو یې په کليساء کې پټ شو، مارکيز چې ټپي ؤ نو غوښتنه يې وکړه چې دى دې کليساء ته يوسي، هغه يې کليساء ته يوړ کله چې مارکيز يې کليساء ته وردننه کړ نو ده هغه څوک وليد چې په ده باندې يې وژونکی بريد کړى ؤ، دا چې تښتیدلي اسماعيلي فدايي وليدل چې ماکيز لا تر اوسه ژوندى دى نو بيا يې بريد پرې وکړ او ويې وژلو... هغه دواړه اسماعيليان يې ژوندي ونيول او وروسته له څيړنو څخه جوته شوه چې هغه اسماعيلي فدايان وو، له هغوى څخه يې پوښتنه وکړه، تاسې ته چا دا دستور درکړى ؤ؟ دوى په ځواب کې وويل: د انګريزانو د پاچا لخوا يې د مارکيز د وژلو دنده پر غاړه اخيسي وه.
او وروسته يې هغوى په خورا ناوړه ډول سره ووژل. سلطان صلاح الدين ايوبي د مارکيز وژل خوښ نه کړل ځکه چې مارکيز د انګريزانو له پاچا سره اړيکې خرابې شوي وې... . (تاريخ ايوبيان ٢ ټوک ص ٤٥٣)
رشیدالدین سِنان په کال(۵۸۸،ه،ق/ ۱۱۹۲،ز) کې ومړ. (فرقه اسماعیلیه ص ۲۷۰)
لکه چې پخوا مو ليکلي دي چې د الموت د سيمې د ملحدانو وروستنی مشر رکن الدين خورشاه بن علاؤ الدين محمد بن حسن د هلاکو مغول لخوا ونيول شو او د هغوى کلاګانى يې ورانې کړې، همدا ډول په شام کې د اسماعيلي باطنيانو کلاګانې چې مشر يې رشيد الدين سِنان ؤ، د اسلام پاچاه الملک الظاهر رکن الدين (بيبرس) لخوا ونيول شوې او هغه ځمکه يې د دوى له وجود څخه پاکه کړه.(۶۷۱،ه،ق)
-----------------------------------------------------------------------------------------------------------------
١- هغه څوک چې مخکې له خپل امير څخه وژل کيږي غالباً باډي ګارډ.
٢- يو ډول له لرګيو څخه جوړه شوي دستګاوه چې لويې لويې تيږې او د اور ټوپکي به يې په جګړو کې د خپلو مخالفينو کلاګونو ته وغوځول.
۳- اسقف،عيسوي واعظ او خطيب، له کشیش څخه پورته رتبه لرونکى، د کاتوليکانو په کليساګانو کې د لوړې روحاني رتبې خاوند دى او تقريباً د پلار(پاپ) رتبې لرونکې ته وايي، په خپله د روم ښار اسقف پاپ دى.