څېړنه: اندېښنه مو له  عمر څخه پنځه کاله غلا کوي

 
نوې خپره شوې څېړنه وايي :اندېښنه  دانسان له عمر څخه نږدې پنځه کاله غلا کوي، څیړنه زیاتوي  په منځنۍ کچه  انسان په ورځ کې یو ساعت او ۵۰ دقیقې اندېښنه کوي، چې دا په اونۍ کې ۱۲ ساعته او ۵۳ دقیقې  او په  ټول عمر کې  څلور کاله او ۱۱ میاشتې کیږي، همدا راز دانسان په منځنۍ کچه ۶۴ کاله عمر لري.
داندېښنې ځینې لاملونه په دې توګه دي لکه مالي ستونزې، دمهم کار ځنډیدل، دکورنۍ دکوم غړي روغتیايي وضعیت ، دسفر ناوخته کېدل( هسی نه، چې کنسل شوی وي)سهار ناوخته رابېداریدل
څیړنه کې له ۲۰۰۰ ډېرو برتانویانو ونډه اخستې وه، ځینې خلک خپل ۸۴٪ خوب داندېښنو له لاسه خرابوي.