
د لوي او بخښوونكي خداي په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه )
د لوگر ولايت، چې د کابل په دروازه کې پروت دى ولايتي د ودانيو په خوا کې په يو کور کې وسله وال ننوتي او د لوگر پرودانيو بريدونه پېل کړل طالب وياند ذبيح الله مجاهد خبري رسنيو ته څرگنده کړې، چې په دې بريد کې شل پوليس وژلي خو د کورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري خبريالانو سره په خبرو کې د طالب وياند خبره ردکړى او څرگنده کړې يې ده، چې يو پوليس په بريد کې وژل شوى د لوگر د انتخاباتو په دفتر او ځنې نورو ودانيو لکه امنيه قوماندانۍ او د ولايت په ماڼۍ هم بريدونه شوي دې بريدونو ته په پام سره، چې انتخابات مخ په رانېزدې کيدو دي د ولس په ذهن کې يولړ اندېښنې راولاړې شوي دي د لوگر په همدغې نوې پېښه کې ښار په بشپړه توگه تړل شوى ولسي وگړو خپلې سيمې پرېښې او تر ناوخته جگړه روانه وه د کورنيو چارو د وزارت د وياند په خبره د افغان او نړيوال ځواکونه په دې بوخت دي، چې يو لړ عملياتو په ترڅ کې وسله وال يا ونيسي او يا يې ووژني زمونږ خبره په دې کې نه ده، چې څوک بريالى دى او څوک ناکام خو اساسي خبره داده، چې د ټاکنو په درشل کې دا ډول امنيتي پېښې د ولس پر ژوند ناوړه اغېزې کوي دا، چې د انتخاباتو خپلواک کميسون د مطبوعاتو لارې پر ولس غږ کړى، چې په ټاکنو کې برخه واخلي افغان او نړيوال ځواکونه د انتخاباتو د امنيت د ساتنې لپاره پوره چمتوالى لري د کورنيو چارو وزارت هم ورته ډاډ څرگند کړى، خو ددې ډاډ سره سره هم د انتخاباتو وړاندې د لوگر په څېر سترې امنيتي پېښې رامنځته کيږي کمپاين کوونکي هم پر ولس غږ کوي ، چې په انتخاباتو کې خامخا برخه واخلي او د دوى کانديد ته رايه ورکړي ځنې کانديدان د ځنې نورو پر پلوي تيريږي او ځنې سياسي گوندونه لا په دې لگيادي، چې د يو يا بل کانديد ملاتړ اعلان کړي خو د و لس د وژنې، او د اندېښنې او وېرې په غم کې نه دي، چې د ولس د ژغورنې لپاره څه ډول پلان يا تگ لاره په پام کې ونيسي د دولت مخالفينو خو لاپخوا هوډ څرگند کړى، چې د انتخاباتو د پروسې د گډوډولولپاره به هلې ځلې کوي خو د کورنيو چارو وزارت او د انتخاباتو خپلواک کميسون ولس ته د ډاډ خبره کوي خو که په رښتيا سره وکتل شي تر دې دمه داسې نښه نه ليدل کيږي، چې د ټاکنو څخه وړاندې د امنيت د ټينگښت لپاره لازم گامونه واخلي د ولس د اندېښنو په پروا کې هيڅوک نه دي نه مخالفين، نه دولت او نه نړيواله ټولنه.
qadirandewal@yahoo.com