
د نړۍ تر ټولو ستر شمتن بېل ګټس وايي که بېوزله زېږېدلی یې په دې کې ستا ګناه نده ، خو که بې وزله مرې، دا بیا ستا خپل انتخاب دی. د ننۍ نړۍ عیني واقعیتونه د پښتو د دې متل خلاف دي چې وايي غوړ پر غوړ اوري. امریکایی « الفرېډ ټاوبمن» په یوه بې وزله کورنۍ کې زېږېدلی و، خو د خپلو هڅو په پایله کې میلیاردر شو او خپلو راتلونکو نسلونو ته یې میلیاردونه ډالره شتمني پرېښووده.
نوموړی د ۱۹۲۴ زېږدیز کال د جنورۍ په ۳۱ مه نېټه د متحده ایالاتو په مشیګان ایالت کې زېږېدلی دی. کورنۍ یې له پولنډ څخه دې سیمې ته کډواله شوې وه. د نوموړي کورنۍ بېوزله وه او پلار یې بزګري کوله.
الفرېډ لا په ښوونځي کې و او عمر ایله ۱۱ کلونو ته رسېده چې کار یې پیل کړ. له خپلې کورنۍ سره د مرستې په نیت په یوه هټۍ کې شاګرد شو.
د ښوونځي تر بشپړولو وروسته د مشیګان ایالت د پوهنتون د معمارۍ پوهنځي ته بریالۍ شو. په لوړو زده کړو کې یې هغه وخت سکته رامنځته شوه چې دویمه نړیواله جګړه پیل شوه. نوموړی د امریکا له پوځ سره یو ځای شو او د هوايي ځواکونو په ۱۳ فرقه کې یې عسکري خدمت وکړ.
له جګړې تر را ستنېدو وروسته یې بېرته پوهنتون پیل کړ، خو له پوهنتون سره پر یوه وخت یې کار هم کاوه تر څو خپل لګښتونه پوره کړي.
په درېیم ټولګي کې و چې د لارونس پوهنتون د شپې برخې ته یې تبدیلي وکړه ځکه چې د ورځې له خوا یې د معمارۍ له یوې کمپنۍ سره کار کاوه.
په ۱۹۵۰ زېږدیز کال کې یې خپله د ساختماني چارو یوه کوچنۍ کمپنۍ جوړه کړه. دې کمپنیو په لومړیو وختونو کې کوچنۍ ودانیزې پروژې پلې کولې چې وروسته یې د وخت په تېرېدو سره لویو پروژو ته مخه کړه.
دې کمپنۍ وروسته په امریکا کې یو شمېر مشهور سوداګریز مراکز جوړ کړل او اوس هم د همدغو سوداګریزو مراکزو له کبله مشهوره ده.
نوموړی د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اپرېل په ۱۷ نېټه مړ شوی دی.
ده په خپل ژوند کې دوه ځله واده کړی او دری اولادونه لري.
د نوموړي د کمپنۍ چارې اوس د هغه د زوی رابرټ ټاوبمن له لوري اداره کېږي. په فوربس مجله کې له دې کبله چې نوموړی د روان کال د اپرېل په ۱۷ نېټه مړ شوی، د پانګې د کره اندازې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د لېست له مخې به یې د مرګ پر مهال پانګه ښايي شاوخوا دری میلیارده ډالره وه.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.