د رشیدالدین سِنان فدایان(ځانمرګي)

 
۲۶/۵/۱۳۹۴، ه، ش
د رشیدالدین سِنان فدایان(ځانمرګي)
د شام(سوریې) د اسماعيليانو نزاريه(سنِانيه) باطنيه ډله؛(۵۳۵-۶۰۷،ه،ق)
د شام د اسماعيليانو د نزاريه فرقې مشر رشيد الدين (سنِان) بن سليمان چې په شام کې يې خپل مذهبي او ترهګریز فعاليتونه تر سره کول، نوموړي ته د سِنانيه فرقه منسوبه ده. (فرقه اسماعيليه ص ٢٦٠)
رشيد الدين سِنان په ځوانى کې د خپلو کورنیو شخړو له امله له کورڅخه تښتيدلى ؤ او د نورو هغو کسانو په شان چې د نړۍ د خلکو سره په مخالفت کې وو د الموت کلا ته يې پناه وړي وه او هلته يې په اسماعيليباطني(ترهګرو ورانوونکو) زده کړو او څېړنو باندې پيل وکړ او پخوا له هغې چې په (الموت) کې دوهم حسن واک ته ورسيږي نوموړی د سنان له ملګرو څخه ؤ، کله چې د دوهم حسن پلار محمد بن کيا بزرګ اميد مړ شو او دوهم حسن د الموت مشر شو نو رشيد الدين سِنان يې شام ته وليږه تر څو د هغه ځای د اسماعيليانو مشري په غاړه واخلي.
د سنان د اوسيدلو مرکزونه د سوریې په قدموس، کهف او ميصاف کې وو او کله کله به د خپلو مخالفينو له وېرې کلي په کلي ګرځيده او د کليو خلکو به د ده څخه ملاتړ کولو او خپلو ملګرو به بدرګه کولو. (فرقه اسماعيليه ص٢٥٠)
هغه وخت چې سِنان د صلاح الدين ايوبي پر وړاندې پر ترهګرو کړنو لګیا ؤ، د ده د طريقې پيروان په ډېرو بدو او ناوړه کړنو باندې بُخت وو، ښځو يې د سړيو کالي اغوستل او يو ځاى به له سړيو سره ګرځيدلې دوى خپل ځانونه د صفات په نوم بلل دغه خلک د شام په شمال کې د (جزر او باب) په ښارونو کې اوسيدل. (فرقه اسماعيليه ص ٢٦٧)
د نوموړي ډلې په اړه تاريخ ليکونکى کمال الدين بن العديم وايي: په کال (٥٧٢، ه) کې د جبل السماک اوسيدونکي په ګناهونو او فسوقو کې غرق شول، خو دوى به خپل ځانونه پاکان (مطهرين) بلل، د شرابو په مجلسونو کې به ښځې او سړي سره يو ځاى ټوليدل تر دې چې سړيو به د خپلو خويندو او لوڼو سره  زناوې کولې او دا اعمال يې روا بلل، ښځو د سړيو کالي اغوستل او د سړيو په شان به ګرځيدلې. (شناخت اديان ومذاهب معاصر ص ٢٣٠)
سنان د الموت د مشر دوهم حسن په شان د روژې په مياشت کې د روژې ماتول او د اختر اعلان وکړ، شريعت يې لغوه کړ او ټول تکليفونه يې ساقط کړل، د روژې په مياشت کې يې خوراک او څښاک مباح وګرځول.(فرقه اسماعيليه ص٢٥٩)
رشيدالدين سنان پرته له اسماعیلي عقیدې څخه د هندوانو د (تناسخ) عقيده هم رامنځ ته کړه او دعوه يې وکړه چې په غېبو پوهيږي. لکه د اسماعيليانو د نورو فرقو امامانو چې د خلکو لپاره يې شرطونه ايښي دي او وایي چې هر هغه څوک چې د وخت امام ونه پېژني، هغه خلک کفار، ګناهکار، شيطانان،څاروي، ګمراهان دي، دا ډول رشيد الدين سنان چې ځان د وخت امام بولي، خلکو ته يې د امام د نه پېژندلو په صورت کې د هندوانو د تناسخ د عقیدې شرايط وضع کړي دي، نوموړى په دې اړه وايي: «تر هغې چې خلکو د وخت امام نه وي پېژندلى، پرله پسې به مړکيږي او بيا بيا به ژوندى کيږي.» (فرقه اسماعيليه ص ٢٥١)
څه موده وروسته سنان د خدايۍ دعوه هم وکړه او د ده پلويان هم په دې ګروهه وو چې سنان د دوى خداى دى.(اسلام در ايران ص ٣١٥)
رشيد الدين سِنان دا هم وویل چې په هوا کې الوتلى شي، لويو لويو تيږو ته حرکت ورکوي او د سلطان صلاح الدين ايوبي سرتيري نشي کولى ده ته ورنږدې شي او کله چې ورنږدې کيږي نو ځاى پر ځاى په تيږو بدل شي او له حرکت څخه پاتې شي.(فرقه اسماعيليه ص ٢٥٧)
وايي چې سِنان په راتلونکي باندې پوهيږي، مثلاً دى پوهيږي چې د يوه تن فدايي پر وړاندې څه پېښيږي او څه کيږي او د خلکو د زړونو پر راز خبر دی، د خلکو پر مرګ باندې عالم دی چې څوک څه وخت مړ کيږي.) فرقه اسمکاعيليه ص ٢٥٥-٢٥٨(
دا چې د سِنان پيروانو نوموړى په خدايۍ باندې منلى ؤ نو ځکه دغو ناپوهانو د رشيد الدين سِنان امر د خداى(ج) د حکم په شان پلی کولو نو په دې چل او فريب به سِنان خپلو ترهګرو ته د ترور هر ډول دندې ورسپارلې او دوى به د خپل لوى جهل او حماقت له امله خلک او هم خپل ځانونه وژل.
رشيدالدين سنان په دې باور وو چې خداى په خلکو کې ځان ښکاره کوي، نوموړي د حلول دا ډول عقيده د عسويانو له عقايدو څخه اخيستي ده.
 د شام اسماعيليانو، قیام قيامت په يوه خاصه بڼه او له نورو اسماعیلیانو سره په توپیر کې اعلان کړ، چې (د خدای تجليات په خلکو کې) تر عنوان لاندې، چې د سنان د خولې خبرې يې بولي داسې راغلي دي:
بسم الله الرحمن الرحيم(۱)
په دې فصل او په دې برخه کې هغه مبارکې خبرې راغلی دي، چې دمولانارشيدالدين(رح)روښانه او ډېر لوړ بيان دى: الحمد ربي ( ﻻ اﻻ لله العالىَ)ملګرو!
 زه ستاسو څخه غائب وم، په دوه ډوله غیبت باندې، يو په تمکين او بل په تکوين،زه د ځمکې له معرفت څخه په حجاب کې وم، ځمکې نارې سورې ووهلې، آسمانونه ولړځيدل او ويې ويل: اى د موجوداتو بخښونکيه خالقه!
نو زه د آدم په صورت کې ظاهر شوم او حوا مې دعوت کړي وه، ما د ټولو مومنینو زړونه راټول کړل (په لاس مې راوړل) د ځمکې پر مخ د دوى زړونه زما په مينه کې په زاريو وو او ما له آسمان څخه د دوى روحونو ته د رحمت په نظر کتل، د آدم سره زما د دعوت وخت تېر شو او آدم زموږ د رحمت له وجې د خلکو له منیځه پناه شو، بيا زه په نوح کې راسرګند شوم او خلک زما په دعوت کې ډوب شول، هر چا چې زما په پېژندلو(معرفت) باندې باور وکړ زما د رحمت له امله يې نجات وموند او هغو خلکو چې زما(حجت) دروغ وبللو په هلاکت ورسيدل،(۲)

وروسته زه د ابراهيم په شا او خوا کې په درو څيزونو، هر يو ستوری، مياشت او لمر کې ښکاره او وځليدم(۳).
او ما کښتۍ ماته کړه،(۴) ماشوم مې ووژلو(۵) او د دعوت ديوال مې جوړکړ.(۶) او هغو کسانو چې زما دعوت يې قبول کړ په خپله مهربانۍ او رحمت مې وژغورل، ما په پټه نه، بلکه په ښکاره د موسىَ سره خبرې وکړې(۷) او زه (علام الغيوب(۸) يم.
زه د خپل لټوونکي هارون(۹) لپاره دروازه يم، ورپسې زه د (سيد عالم مسيح) په صورت کې ظاهر شوم او پخپلو بخښونکو لاسونو مې د خپلو زامنو ګناهونه ومينځل، لمړنى زده کوونکى چې زما پر وړاندې ودريد يحىَ(۱۰) مينځونکى (تعميد ورکوونکى) ؤ او په ظاهر کې زه شمعون(پطروس۱۱) وم، په هغه وخت کې ما په علي کې تجلي وکړه او په محمد کې پټ (مخفي) وم، (محمد مې په خپل ځان کې پټ کړى ؤ) او هغه چا چې زما د پيژندلو په اړه خبرې کولې سليمان ؤ، هغه وخت ريښتينى ابوذر د پخوانيو دعوت کوونکو اولاد، د قيامت قيام ته حاضر او موجود  سر راپورته کړ(۱۲) او ستاسو لپاره دين کامل نه ؤ ترڅو چې زه د رشيد الدين په څېره(صورت) کې تاسو ته ظاهر شوم ځينو زه وپيژندم او ځينو نورو زه دروغجن وبللم، يقين دى چې په هر دؤر او زمان کې حق دوام لري او حق لرونکي (محقان) هم.
زه د نړۍ څښتن يم او د اوسيدو ځاى د پخوانيو ګل غوټيو څخه خالي نه دى، زه ستاسو د رحمت شاهد، ناظر او ساتونکى يم په اول او په اخر کې.
تاسې د خلکو د څيرو(صورتونو) په توپير او تبديل ګمراه نه شى... . زه تاسو ته وايم: ټول صورتونه تر هغه وخت پورې چې څښتن يې وجود ولري حاضر او موجود دي او هغوى ټول يو وبولى، د هغوى له اوامرو څخه مخ مه اړوئ، چې هغوى ستاسو وليعهد(د یو بل ځای ناستي) دي دا که عرب، فارسي، ترک او يا يونانى وي. زه د نظامونو او ادارې حاکم او ساتونکى يم، هغه څوک چې(باطناً) ما پيژني نو حق يې موندلى دى هغه پيژندنه او پوهه چې تاسو زما په باب لرى کامله نه ده ترڅو چې زه در ته ووايم اې زما بنده! زما حکم منونکى اوسه او ما په حقيقي پوهې وپيژنه، زه به تا د ځان په شان تل ژوندى وساتم نور به ته مړ نه شې زه به تا له قدرت او طاقت در کړم او نور به بېنوا نه شې، تا له به لويي درکړم او نور به بيا حقير او ذليل نه شې، غوږ شه او لاس په دعا پورته کړه ترڅو برکت در کړى شي، زه هغه حاضر يم او تاسې هغه کسان ياست چې زما په حضور کې حاضر یاست، زه تاسو ته نږدې يم چې نه لرې کيږم، که چېرې تاسې په عذاب کړم عدالت به مې کړى وي او که چېرې تاسې وبخښم نو زما له سخاوت او لويى څخه به وي(۱۳)، زه د رحمت خاوند يم او د مغفرت ريښتينى او خالص لوى ولي.الحمد الله رب العالمین.(فرقه اسماعيله ص ٢٦٣)
-----------------------------------------------------------------------                                                    
۱- فرقه اسماعيليه ص ٢٦١
۲- د قرآن کريم د هود سورت ٤٢آيت او د مومنون سورت ٢٧ آيت ته اشاره ده چې ټول هغه څه چې د نوح(ع) کشتى ته نه وو ور پورته شوي غرق شول او هغه چې کښتۍ ته ورپورته شول نجات يې وموند.
٣- د انعام سورت٧٦-٧٧-٧٨ آيتونه چې ابراهيم (ع) ستوري،سپوږمۍ او لمر ته سجده کوي او وروسته ګوري چې دا درې واړه ډوبيدونکي دي، نو د يوه خداى(ج) عبادت پيل کړي.
٤- د قرآنکريم د کهف سورت ٧١ آيت شريف ته اشاره ده چې خضر (ع) کښتۍ سورى کړي.
٥- د قرآن کريم د کهف سورت ٧٤ آيت شريف چې خضر (ع) يو ماشوم ووژني.
٦- د قرآن کريم د کهف سورت ٧٧آيت شريف چې خضر (ع) او موسى(ع) هغه ديوال چې د ړنګيدو خطر يې ؤ جوړ کړ.
٧-  هغه مهال چې الله تعالى موسیَ (ع) ته د طور په غره کې تورات ورکولو خبرې یی ورسره کړي وې د قرآن عظيم د (ط) سورت ١٠-١١ آيتونه، د نمل سورت ٧-٨ آيتونه او دقصص سورت ٢٩ آيت ته اشاره کول دي.
٨- په پټو رازونو باندې خبر او پوه (الله تعالى)
٩- هارون د موسى(ع) ورور ؤ.
١٠- يحىَ (ع) د يهودو ورستنى پيغبر ؤ چې د يهودو د توطيو او دسيسو له امله په ډېرې بې رحمى سره ووژل شو.
١١- شمعون (پطروس) د عيسى(ع) د حواريونو له جملې څخه ؤ.
١٢- سليمان فارسي او ابوذر غفاري د پيغمبر(ص) له اصحابو څخه وو.
۱۳- د قرآن کريم د المائدې سورت ١١٨آيت شريف دى چې حضرت عيسى(ع) الله تعالى ته وايي: که عذاب ورکړې ته (اى الله!) دوى ته نو بې شکه دوى بنده ګان ستا دي او که بخښنه وکړې دوى ته نو بې شکه ته هم دا ته يې ښه غالب شوى لوى حکمت والا.
نور بیا