اته هغه عادتونه چې شتمن هم بېوزله کولی شي

 
لومړۍ برخه
تر اوسه مو له ځان پوښتنه کړې چې پیسې مو چېرې ځي؟ پر دې مو فکر کړی چې ولې مو د میاشتې په اخر کې په اکونټ کې هېڅ پیسې نه پاتې کېږي؟ تر اوسه مو هغه نامریي لارې تشخیص کړې چې ستاسې شتمني ورباندې ورکېږي؟ که مو دې پوښتنو ته ځواب هو وي، موږ به په دې مقاله کې هغه موارد درته وښیو چې له کبله یې تاسې له مناسبو عوایدو سره سره نه یی شتمن شوي. په حقیقت کې به په دې مقاله کې هغه مخرب عادتونه درته معرفي کړو چې ان شتمن هم بې وزله کولی شي.
۱. د عوایدو له زیاتېدو سره سم د لګښتونو زیاتوالی
په دې کې هېڅ ستونزه نه شته چې د خپل ژوند معیارونه لوړ کړی؛ خو دغه کار باید په مناسب وخت کې وشي. که تل د خپلو پیسو لپاره د لګښت لارې پیدا کوی، ډاډه اوسی چې ډېر ژر به له مالي اړخه له کړکېچن وضعیت سره مخ شی. که داسې وی چې د عوایدو له زیاتېدو سره سم د زیاتو شویو عوایدو د لګولو لپاره لارې پیدا کوی، هېڅکله به د پام وړ پس اندازه څښتنان نه شی. هڅه وکړئ چې لګښتونه مو تل په یوه ثابته سطحه کې وساتئ او له دې سره پر یوه وخت د عوایدو د زیاتوالي لپاره مو عملي پروګرامونه جوړ کړئ. دا په حقیقت کې هغه مسیر دی چې منزل یې بریالیتوب او شتمني ده.
۲. راتلونکي ته له پام پرته یوازې پر حال تمرکز
معمولا انسانان هغه مهال چې له یوې ستونزې سره د مخ کېدو او د هغې حل سخت وګڼي، پر هغې سترګې بټوي. دا سسته او منفعله ستراتیژي په ډاډ سره د یوه لوی کړکېچ لامل کېږي. د خلکو مالي چارې هم له همدې ستونزې سره مخ کېږي. په ټولیز ډول ډېری خلک پر خپلو اوسنیو اړتیاوو تمرکز کوي او په عاجزۍ سره دې ته په تمه وي چې راتلونکې اړتیاوې به یې په یو ډول نه یو ډول په راتلونکي کې حل شي. بې غوري نه ده په کار. تل باید د برخلیک ټاکوونکو مالي پرېکړو پر مهال د راتلونکي په اړه هم فکر وکړئ. سره له دې چې له حال څخه خوند اخیستل ډېر ښه عمل دی خو تل باید د راتلونکي لپاره سمپا وکړئ او د خپل راتلونکي ژوند د ارامۍ بنسټ همدا نن کېږدئ.
۳. داسې فکر کول چې لا هم د سمپا وخت نه دی کله چې ځوانان یی له هغو خوندونو لرې پاتې کېدل چې پیسې یې درته چمتو کولی شي، سخت درته ښکاري. ډېری خلک د ژوند په دغه پړاو کې فکر کوي چې لا د سپما وخت نه دی را رسېدلی. دا په حقیقت کې تېروتنه ده! دې ته له پام پرته چې ستاسې عاید څومره دی، تل باید د دغه عاید یوه برخه سپما کړئ. د سپما لپاره ټاکلی وخت او سن نه دی معلوم. باید له عاید سره پر یوه وخت د سمپا په فکر کې هم واوسئ. ۴. پر پیسو او شتمنۍ د کنټرول نه لرل موږ ټول فکر کوو پر دې پوهېږو چې پیسې مو له کومه ځایه راځي او چېرې ځي. متسفانه چې دا موضوع د ټولنې د اکثریت وګړو په اړه صدق نه کوي. ښايي موږ له خپلو عمده لګښتونو خبر وو، خو تل له کوچنيو او نامرئي لګښتونو چې زموږ د پانګې ډېره برخه وړي بې خبره یو. غوره ده چې یو قلم او کتابچه واخلئ او خپل عواید او لګښتونه لویوالي او کوچنیوالي ته له پام پرته ولیکئ. له دې کړنلارې په ګټو اخیستو سره کولی شی، خپل لوی او کوچني لګښتونه په دقت سره کنټرول او وڅارئ.
نور بیا...
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.