
« تانګ یو» په چین کې د بوټو د تر ټولو سترې کمپنۍ بنسټګر دی.
نوموړي په ۱۹۸۱ زېږدیز کال کې د چین د ګوانګډونګ ولایت په شینژینګ کې د « Lai Wah Footwear Trading Ltd» په نوم کمپنۍ جوړه کړه.
له دې وروسته یې په ۱۹۹۱ زېږدیز کال کې د « Belle International» په نوم کمپنۍ جوړه کړه. دې کمپنۍ د خپل کار په لومړیو کې بوټ تولیدول او په عمده ډول به یې پلورل.
په ۲۰۰۴ کال کې یې خپل فعالیتونه له عمده پلور څخه حلقوي پلورنځیو او پرچون پلور ته وغځول. د چټکې پراختیا له کبله یې د سټېنلي مورګان په څېر د مخکښو تامیناتي بنسټونو پام ځان ته راواړولو.
تانګ بلې انټرنېشنل په ۲۰۰۷ کال کې د هانګ کانګ د ونډو بازار ته د عامه کولو لپاره وړاندې کړه. د ونډو په بازار کې د کمپنۍ تود هرکلی وشو.
د همدې کال په اخر کې کمپنۍ اعلان وکړ چې ۲۹۱ میلیونه ډالره ګټه یې کړه ده، چې د ۲۰۰۶ زېږدیز کال په پرتله ۱۰۶% زیاته وه. دغه راز یې پلور هم ۱،۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلی و چې د یوه کال مخکې په پرتله ۸۹ سلنه زیات و.
په ۲۰۰۶ کال کې د خپلو تولیداتو پر پلور سربېره دې کمپنۍ یو مهم تړون ترلاسه کړ چې له مخې یې په چین کې د « نېک» او «اډیډاس» تر ټولو ستره وېشوونکې کمپنۍ شوه.
بلې انټرنېشنل اوسمهال په چین کې د بوټو د تولید او وېش تر ټولو ستره کمپنۍ ده. په ویکي پيډیا کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې د چین په ۱۵۰ ښارونو کې ۳۸۲۸ څانګې لري.
پر چین سربېره ۳۵ څانګې په هانکانګ، مکاو او امریکا کې هم لري.
د دې کمپنۍ مشهور برنډونه «Belle, Staccato, Teenmix, Tata, Fato, JipiJapa, Joy & Peace and Bata. » دي.
تانګ له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۲ زېږدیز کال پورې د بلې انټرنېشنل اجرایوي ډایرکټر و، خو اوسمهال غیراجرایوي ډایرکټر او رییس دی. پر دې سربېره هغه د هانک کانګ د بوټ جوړونکو د فدراسیون مشر او د « Sam Shui Natives» په نوم د یوې ټولنې افتخاري رییس دی.
د نوموړي زوی ټانګ کېنګ لوی اوسمهال د کمپنۍ اجرایوي ډایرکټر او مرستیال دی.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اګېسټ د ۱۶ مې نېټې د شمېرو له مخې تانګ یو ۲،۹ میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۷۷ ام او په هانګ کانګ کې ۱۸ ام ځای لري.
۸۱ کلن تانګ دوه اولادونه لري او په هانګ کانګ کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.