څنګه کولی شو پر هغه څه فکر وکړو چې نور یې نه ورباندې کوي؟

 
د دې پوښتنې ځواب د نوابغو د تجربو پر مټ پیدا کوو. په هره موضوع کې عقاید حاکم دي. با استعداده متفکران د داسې نوښتګر فکر څښتنان دي چې له حاکمو عقایدو سره د مبارزې اراده لري. له البرټ زېنټ ګیورګي څخه یې وپوښتل چې څنګه یې ویټامین سي کشف کړل؟ هغه په ځواب کې وویل:« نوابغ هغه شی چې نور ویني، دوی یې هم ویني او د هغه څه په اړه چې نور فکر نه کوي، دوی یې کوي.» که تاسې یوې ټاکلې موضوع ته له بېلابېلو اړخونو وګورئ، د یوه ځانګړي لید فوق العاده چانس لری.
کله چې له جوناس سالک څخه پو ښتنه وشوه چې څنګه د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسینو په کشف بریالی شو، نو ویې ویل:« ځان مې پر دې ناروغۍ د اخته کس په توګه فرض کړ او تصور مې وکړ چې که زه پر دې ناروغۍ اخته شم، له څه سره به مخ شم.»
د موټرو د تولید مخکښ شرکت فورډ له « اېډوارډ ډي بانو» څخه د دې لپاره چې د موټرو له نورو تولیدوونکو څخه وړاندې شي، د مرستې غوښتنه وکړه. ډي بانو هغوی ته یوه نوې ایډیا ورکړه.
د فورډ کمپنۍ چې په بازار کې د رقابت له اړخه له ستونزو سره مخ وه، له هغه پوښتنه وکړه، څنګه کولی شو، د خپلو مشترایانو لپاره تر خپلو رقیبانو جذاب موټر جوړ کړو؟
سره له دې چې پوښتنه د موټرو د ساختمان په اړه شوې وه، خو د بانو باور دا و چې فورډ باید د ښار په بېلابېلو سیمو کې پارکېنګونه جوړ کړي او یوازې هغو کسانو ته له دې پارکېنګونو د ګټې اخیستنې اجازه ورکړي چې د دې کمپنۍ موټر لري. د نوموړي دغه وړاندیز له کمپنۍ سره ډېره مرسته وکړه.
نوابغ مسائلو ته له سنتي لیدلوري نه ګوري او پر شته ایډیاوو بسنه نه کوي. دوی په بشپړ ډول متفاوت لید لري او ټولنه بدلوي.
په ۱۹۴۵ زېږدیز کال کې د برېتانیا حکومت د تبلیغاتو لپاره یوه مزایده جوړه کړه. د دې برخې ډېری کاروباریان په مزایده کې ګډون ته لېوال وو. دوی د برېتانیا مختلفې سیمې د شتمنۍ له اړخه و اورزولې، تر څو معلومه کړي چې په کومو سیمو کې له تبلیغاتو ډېره ګټه ترلاسه کېدای شي. د دغو کسانو ترمنځ یو یې « سیډني برنسټین» و چې د تبلیغاتو یوه کوچنۍ کمپنۍ یې درلوده.
ده دولت ته وویل:« په شتمنو سیمو پسې مه ګرځئ، هغه سیمې پیدا کړی چې ډېر باران په کې اوري.»
د ارزونې له مخې باران  په شمال لوېدیځو سیمو کې ډېر اورېده او سیډني د دې مزایدې ګټونکی شو.
نوموړی په دې نظر و، د هغو سیمو چې ډېر باران په کې اوري، اوسېدونکي تر نورو ډېر تلوېزیون ګوري، ځکه بیرون ته نه شي وتلی. دی بریالی شو، ځکه مسئلې ته یې له یوې بلې زاویې وکتل.
څنګه کولی شی چې نور د مسائلو په اړه متفاوت فکر کولو ته اړ کړئ؟
د دې پر ځای چې یوې مسئلې ته له خپل نظر څخه وګورئ، هڅه وکړئ چې هغې ته د یوه مصرف کوونکي، یوه تولیدوونکي، ماشوم، پردي، لېوني، کمډین، کارګردان، اورپکي، نجار او ... له نظره وګورئ.
له ټولو فرضیاتو ګټه واخلئ چې وکولی شئ یو متفاوت فکر وړاندې کړی.
پیکاسو د نقاشۍ په اړه له نورو متفاوت لید درلود. هغه هر څه د مکعب په شکل لیدل او د مجسمې د جوړولو پر ځای یې هغوی حس کول. د فزیک د نړۍ په اړه د انشټین لید هم له نورو متفاوت و. ده حس کړه چې په دې نړۍ کې وخت او فضا له یو بل سره تړلي دي.
که وکولای شو چې مسائلو ته په بشپړ ډول له یوه متفاوت لید لوري وګورو، کولی شو متفاوتې حللارې هم پیدا کړو. په دې صورت کې به د خلاقیت لپاره نامحدود امکانات ولرو.
ژباړه
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.