نجیب اونسي ساویرس؛  د مصر درېیم ستر شتمن

 
نجیب اونسي ساویرس د مصر د تر ټولو شتمن کس نصیف ساویرس ورور دی. نجیب د ۱۹۵۴ زېږدیز کال د جون په ۱۵ نېټه زېږېدلی دی.
تر لومړنیو زده کړو وروسته یې په مخانیکي انجنیرۍ کې ديپلوم ترلاسه کړ. د سویس له فډرال انسټېټیوټ څځه یې د تخنیکي ادارې په برخه کې ماسټري ترلاسه کړې ده. پر دې سربېره یې په مصر کې له جرمن اېوانجلیکا څخه هم د ديپلوم یو سند لري.
نجیب د زده کړو تر بشپړولو وروسته په ۱۹۷۹ کال کې له خپلې کورنۍ سوداګرۍ سره یو ځای شو. د دې کورنۍ سوداګرۍ بنسټ د هغه پلار اېښی و او تر یو برید یې مشر ورور پراختیا ورکړې وه.
د نجیب او وروڼو د هڅو په پایله کې دغه کاروبار په مصر کې په تر ټولو ستر خصوصي کاروبار بدل شو چې ګڼو کسانو ورسره کار کاوه.
نوموړي د «اوراس کام» په نوم د خپلې کورنۍ سوداګرۍ د ترانسپورټشن، ټکنالوژۍ او مخابراتو پر برخو تمرکز وکړ او دغه سکټورونه یې ورغول.
په دې او نورو برخو کې تر پام وړ پراختیا وروسته د کمپنۍ مشرانو پرېکړه وکړه چې پر څو عملیاتي کمپنیو باندې یې ووېشي.
کمپنۍ پر څلورو برخو « مخابراتو، ساختماني چارو، هوټلدارۍ او تکنالوژۍ»  ووېشل شوه.
د مخابراتو د برخې د بنسټګر په توګه نجیب خپلې برخې ته د پراختیا لپاره مټې را بډ وهلې. د وېنډ تلېکام په نوم کمپنۍ یې له وېمپل کام کمپنۍ سره مدغم کړه چې په دې توګه په نړیواله کچه د مخابراتي خدماتو د وړاندې کولو شپږمه ستره کمپنۍ یې رامنځته کړله.
د نوموړي کمپنۍ اوسمهال د مخابراتي خدماتو او رسنیو په برخو کې فعالیت لري. د مخابراتو برخه یې په مصر، لبنان، پاکستان او شمالي کوریا کې فعالیت کوي. د کوریولېنک په نوم کمپنۍ یې په شمالي کوریا کې د انټرنېټ د درېیم نسل یوازینۍ وړاندې کوونکې کمپنۍ ده.
نجیب پر سوداګرۍ سربېره د مصر په سیاست کې هم پېژندل شوې څېره ده. نوموړي په ۲۰۱۱ کال کې د مصر تر انقلاب وروسته سیاست ته مخه کړه. ده د اخوان المسلمین له بریالیتوب سره مخالفت وکړ او یو ګوند یې جوړ کړ. اخوان المسلمین له واک ته رسېدو سره سم پر ده او د هغه پر ورور د سفر بندیز هم ولګاوه ځکه چې دوی له مالیې پر تېښه تورن او جریمه شوي وو.
نوموړي چې یهودی دی له واکه د محمد مورسي په لرې کولو کې هم فعاله ونډه درلوده او له واکه د هغه تر لرې کېدو وروسته یې یو ځل بیا په مصر کې پانګونې ته مخه کړه.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اګېسټ د ۱۵ نېټې د شمېرو له مخې د نجیب انسي ساویرس پانګه دری میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۷۷ ام په خپل هېواد مصر کې درېیم ځای لري.
نوموړی څلور اولادونه لري او په قاهره کې ژوند کوي.
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.