
ټولټاکنې او وروستۍ نا ارامۍ
ولايت فقيه ته ورپيښ ګواښونه او دايران راتلونکی
دشوروي اتحاد له ړنګيدو وروسته دمنځنۍ اسيا په سيمه کې ستراتيژيکه تشه رامنځ ته شوه همدغه لامل و ، چې ډيرو هيوادونو په ځانګړې توګه ايران ته په دغه سيمه کې دفعال رول دلوبولو زمينه برابره شوه ، ځينې څيړونکو دغه پړوا ته دنوې سترې لوبې نوم هم ورکړ . ايران په سيمه کې ديو ځواکمن لوبغاړي په توګه ولوبيده او ښه وځليده . په دې ورستيو کې دغه هيواد نړيوالو لوبو ته د ورتګ تکل کړی و ، خو چې دغه هيواد به څومره وتوانيږي په دغه ډګر کې ولوبيږي وخت به يې ثابته کړي . خو داسې ښکاري چې دنړيوالو به دا پيرزو نه وي چې دغه هيواد دې په دغه ډګر کې لوبې وکړي ، په پاکستان کې له بې ثباتۍ وروسته زموږ مغروره ګاونډی هم لکه چې دځان په خوږو اخته کيږي . دبې ثباتۍ دغه لړۍ دټولټاکنو دمخه پيل شوه دايران دزاهدان په ښار کې په يو جومات کې له چاودنې وروسته ددغه هيواد حالت ترينګلي دي خو له ټولټاکنو وروسته دغه هيواد اوس ديو ستر ازمون سره مخامخ دی، او د نړيوالو انديښنې يې هم ډيرې کړي دي. په دې مقاله کې هڅه کوو چې د دغه نا اراميو لاملونه پيدا کړو او د دغه لاملونو په رڼا کې دايران پر راتلونکي رڼا واچوو .
ټولټاکنې او وروستۍ نا ارامۍ :
دجون پر ۱۲ مه نيټه په ايران کې ټولټاکنې ترسره شوې، داچې ايران په سيمه ييزه کچه مطرح او په ستراتيژيک موقعيت کې پروت دی نو ځکه خو دغه ټولټاکنو ته په سيمه ييزه او نړيواله کچه څارونکي ځير و. ټولټاکنې ترسره شوې که هغه سمې وې او که نه ! مګر د اوسني ولسمشر محمود احمدي نژاد په ګټه يې پايلې اعلان شوې . خو مقابل لوری د مير حسين موسوي په مشرۍ د دغه ټولټاکنو پايلو ته دشک په سترګه ګوري او هغه نه مني . دنوموړي پلويان دتهران او د ايران دنورو سترو ښارونو لارو او کوڅو ته راوتل او د دغه پايلو پر وړاندې يې خپل مخالفت اعلان کړ . په دغه اړ دوړ کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته ،په ځانګړې توګه هغه ميرمنې چې دسړک پر سر يې دهغه ټپونو له امله ساه ورکړه چې امنيتي ځواکونو له خوا په مرميو ټپي شوې وه ، دنړيوالو پام ځانته را واړاوه . او دلاريون کوونکو پر ضد يې دايران دحکومت چلند په سختو ټکو وغانده . که څه هم دناراميو په ورځو کې کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ ترکلکې څارنې لاندې وې او د ټيلفون اسانتياوې هم ځنډولې شوې وې خو بيا هم دانټر نيټي شبکو او ځينو نور لارو څخه نړيوالو رسنيو دايران په حالاتو تبصرې کولې . که يو څوک ووايې چې شايد ورته پيښې په هر ځای کې له ټولټاکنو وروسته رامنځ ته کيدای شي، نو که په ايران کې رامنځ ته کيږي هم کومه نوې خبره نه ده او دا طبيعي هم ده چې په ټولټاکنو کې يو لوری بريالی کيږي او مقابل لوری که چير ته ورته پايلې دمنلو نه وي شايد په لاريونو لاس پورې کړي .په ايران کې هم ورته کار ترسره شوی نوښت يې په څه کې دی چې تاسې پرې ليکنې کوئ ؟
سمه ده دا موږ هم منو چې په هر ځای کې ورته پيښې رامنځ ته کيږي ،خو دايران په څير يو هيواد کې ورته پيښې له څو اړخه توپير لري .
په ايران کې له اسلامي انقلاب وروسته دا لسمې ټولټاکنې دي چې په لومړي ځل يې ولس پر وړاندې لاريونونه کوي . په يو داسې ايران کې چې مرغۍ هم د واکمن نظام له ارادې پرته الوت نه شي کولای نو څرنګه دې په دومره کچه خلک د سړکونو منځ ته را ووځي او دنظام پر ضد دې خپل غږ پورته کړي .
دويمه خبره: له دې دمخه به کله که په ايران کې ستونزه رامنځته کيده نو ستر مشر ايت الله علي خامني به چې هر څه ويل خلکو به ورته غاړه کيښوده مګر داځل خلکو د خامنيې په غوښتنو هم غوږ ونه ګراوه .ځکه خامنيي هم په دغه ټولټاکنو کې طرف نيولی و .
دريمه خبره: چې له دغه لاريونو څرګنديږي ، هغه د ايرانيانو دحوصلې ختميدل دي ، ځکه دوی نور له دغه محدود نظام ستړي شوي او په هيواد کې ديو بل اوښتون لارې څاري .
چا په دغه نارميو کې وڼده درلوده ؟
۱- هغه کسان ،چې موسوي ته يې رايه ورکړې وه
۲- هغه ډله چې له منځنۍ طبقې څخه دي او دلوړې طبقې د ځوانانو له غوښتنو سره يوځای شوي څوک چې له پيله له دغه نظام سره جوړ نه وو.
۳- هغه زده کړي ځوانان ، چې دتغير په اړه فکر کوي او دسياسي ازاديو غوښتونکي دي
۴ – ځينې سياسي فعالين وو چې موسوي سره يې خپله همغږي اعلانوله
۵- ځينې سني او عرب وګړي و چې د موسوي له خوا وعده ورکړل شوې وه چې له برياليتوب وروسته به يې حق ورکوي .
۶- له شک پرته ځينې هغه کړۍ به هم وې چې له بهرنيو څارګرو ادارو له خوا تنظيمدل.
ولايت فقيه ته ورپيښ ګواښونه :
مخکې له دې چې په ايران کې ولايت فقيه ته پر ورپيښو ګواښونو وغږيږو راځئ پوه شو چې ولايت فقيه يعنې څه؟
د ولايت فقيه نظريه څه وخت رامنځ ته شوه ؟ ايا په اسلام ، شيعه ييزم او ايراني اوښتون کې يې رول درلوده او که څنګه ؟ په ايران کې په واکمن نظام څه اغيز لري ؟
دا ټولو پوښتنو هغه مهال دخلکو ذهنونه په تشويش کې کړل ، کله چې په دې ورستيو کې ځينو سترو ديني کړيو د ولايت فقيه په نظريه کې د تعديل او بيا کتنې غوښتنه وکړه . ځکه دوی فکر کوي چې ولايت فقيه ته ژمن اوس په خپلو ژمنو نه دي ولاړ او داستبداد لوري ته ليواله دي . همدارنګه له اسلامي انقلاب وروسته په لومړي ځل په ايراني ښارونو کې د واکمن نظام پر وړاندې پراخ لاريونو او پر ضد يې له شعارونو څخه دا سې ښکاري چې د خميني پر لاس د ولايت فقيه د نظريې پر بنسټ جوړشوی نظام لکه چې کا واکه شوی وي. او خلک هم نور نه غواړي تر محدوديتونو لاندې ټولنه کې ژوند وکړي دوی ازادي غواړي او په دغه نظام کې واک دمحدودو کړيو په لاس کې دي چې ولس ته ښايې نور دمنلو نه وي .
دولايت فقيه په اړه کتابونو ډير څه ليکلي خو موږ دلته په مختصره توګه دغه نظريه معرفي کوو.
امامي اثنا عشريه شيعه ګان عقيده لري چې امامت د الله له طرفه دي او محمد صلی الله عليه وسلم ويلي چې له ده وروسته امامت له علي رضي الله تعالی عنه څخه پيل او په محمد بن الحسن العسکري ( مهدي ) چې ۱۲ م امام دی پای ته رسيږي. ويل کيږي ، کله چې دشيعه ګانو يولسم امام حسن العسکري ومړ نوموړي نارينه اولاد هم نه درلوده او وروسته دولسم امام محمد بن الحسن العسکري چې دحسن العسکري له يوې وينځې څخه پيدا شوی و هم غايب شو . شيعه ګان وايې: امام نه مري ترڅو د بل امام په اړه وصيت ونه کړي نو ځکه خو دوی عقيده لري ، چې امام مهدي مړ نه دی هغه د يوې مودې لپاره زموږ له نظره پناه دی او ډير ژر به راستون شي .د امامي شيعه دامامانو لړۍ هم همدلته وځنډيده او همدغه مهال دغه ډله بې امامه پاتې شوه . دوی چې دغه مودې ته د( تقيه او انتظار ) موده وايې نو ځکه خو نږدې دلس پيړيو لپاره په همدې تمه وو، چې امام به راځي او دوی ته به خلافت جوړوی .ځکه دوی وايې: چې هيڅوک دامام دنصب او ګوښه کولو واک نه لري پرته له الله نه . خو وروسته د دوی انتظار ډير اوږد شو او داسې هڅې پيل شوې چې دامام په غيابت کې يوڅوک بايد دامام استازيتوب وکوي د دغې نظريې په اړه بحثونه او مشورې د پنځمې پيړۍ په نيمايې کې پيل شوې ورو ورو يې پراختيا ومونده تردې چې په لسمه هجري پيړۍ کې دبشپړتيا پړاو ته هغه مهال نږدې شوه کله چې شيخ علي بن عبدالعالي الکرکي شاه طهماسب بن اسماعيل الصفوي ته اجازه ورکړه چې د امام مهدي دنايب په توګه دمسلمانانو مشري وکړي .
خو په اوسنۍ بڼه د ولايت فقيه نظريه نږدې ۱۵۰ کاله مخکې دشيخ احمد النراقي ( دعوايد الايام ) دکتاب مولف په هڅو رامنځ ته شوه خميني په لومړي ځل په ايران کې عملي بڼه ورکړه ( دايران اسلامي جمهوريت ) .
کله چې صفويانو په شپاړسمه ميلادي پيړۍ کې ايران تر خپلې ولکې لاندې راوست نو دشيعه مذهب د دودولو هڅې هم پيل کړې شيعه امامي مذهب يې د دولت رسمي دين اعلان کړ ، چې په همدې سره يې دوخت دسني واکمنۍ عثماني خلافت مخه هم ډپ کړه . شيعه ګانو په يوه ورځ ۴۰ زره سني وګړي ووژل او همدارنګه په زرګونو نور يې شيعه مذهب ته په را اړول مجبور کړل ..
په پيل کې د دغه نظريې په اړه فقهاء البته شيعه فقهاء په دوه برخو وويشل شول ځينو يې تايد کاوه او ځينو نورو بيا نه منله چې هر يو يې په خپل وار دلايل لري چې له راوړلو دلته تيريږو خو دومره وايو، چې د دغه نظريې اساس دومره غښتلی نه دي څومره چې يې شيعه ګان په اړه فکر کوي . خو که هر څه وو ،په ايران کې دامام خميني له اوښتون وروسته دغه نظريه بريالۍ راووته. دادی نږدې ديرش کاله کيږي چې په دغه هيواد ( داسلامي جمهوري ) په بڼه واکمنه ده.
خميني له برياليتوب وروسته په ايران کې د ولايت فقيه په مشرۍ د واک ځينې ارګانونه رامنځ ته کړل
دقانون ساتونکی شورا : چې له ۱۲ مدني او مذهبي غړو جوړه ده . دوی دنده لري ، چې د ټولټاکنو لپاره دنوماندان ومني او يا يې رد کړي .
دخبره ګانو مجلس : دا يوسياسي مجلس دی ۸۲ مجتهدين او علماء په کې غړيتوب لري دنده يې د ستر امام (فقيه ولي ) ټاکل او يا له دندې ګوښه کول دي
د تشخيص او مصلحت نظام مجلس : دغه مجلس له ۳۲ غړو جوړدی د دوی دنده دا ده کله چې دملي شورا او دقانون دساتونکې شورا ترمنځ ستونزه رامنځ ته کيږي دوی يې دحل کولو هڅه کوي.
ولايت فقيه ته ورپيښ ګواښونه او دايران راتلونکی :
سمه ده چې دايران حکومت د کوتک او زور له لارې هغه لاريونونه غلي کړل چې دا حمدي نژاد د بيا ټاکنې له اعلان وروسته د تهران او نورو ايراني ښارونو لارو او کوڅو ته راوتلي وو . خو دايران د واکمن نظام د راتلونکې په اړه انديښنې لا په خپل ځاي دي .
په ۱۹۹۷ز کې کله چې امام خميني په ايران کې اسلامي انقلاب رهبري کړ او په برياليتوب سره يې سرته ورساوه . ديرش کاله کيږي چې د خميني په لاس جوړ شوی نظام لاهم په ايران واکمن دی خو په دغه موده کې داسې ډلې او خوځښتونه وو، چې د واکمن نظام سره يې مخالفت درلوده د مجاهدين خلق ، فدای خلق خو حتی د نظام پر وړاندې د وسلو له استعمال کار واخيست . خپله په واکمنه سياسي جبهه کې هم درز رامنځ ته شو ايت الله منتظري غوښتل چې دخميني له مړينې وروسته د ولايت فقيه ترعنوان لاندې د هغه ځای ناستی شي . دلته هم د ولايت فقيه په اړه ليبراله او محافظه کاره کړۍ سره په دوه ډلو وويشل شوې ځينو يې تايد او ځينو يې په اړه بيلا بيل دلايل وړاندې کول . که څه هم ستونزه يوازې د ولايت فقيه په سر نه وو. د دفردي ازادۍ ، بيان ازادۍ ، سياسي ازاداۍ، اقتصادي ، ټولنيزې ستونزې او همدارنګه بهرنۍ اړيکې په ځانګړې توګه لويديځ سر ه هغه څه و چې په اړه يې ايرانيان سره له همغه اوله يو خوله نه و خو انقلاب دا هرڅه ورباندې په شين زور ومنل . له دې به تير شو چې هغه مهال څه وشول راځئ وګورو چې دغه نظام او س په کوم حالت کې دی او راتلونکی څنګه دی ؟
هغه ګواښونو ته چې په ايران کې واکمن نظام ورسره مخامخ دی په لنډه توګه اشاره کوو:
۱- وروستيو پيښو وښوده چې نور نو ايرانی ولس حتی د ستر لارښود په لارښوونو هم عمل نه کوي ، ځکه دوی فکر کوی چې ستر لارښود هم په طرف کې واقع دی نو ځکه خو يې اوامر هم اغيزمن دي . او دا کار په لومړي ځل په ايران کې دخميني له انقلاب وروسته ترسره کيږي .
۲- وروستيو پيښو دا هم په ډاګه کړه چې داسې څيرې شته او دا ځواک هم لري ،که وغواړي نو حکومت څه چې ولايت فقيه هم ننګولی شي
۳- خپله د ستر لارښود واکونه هم تر نيوکو لاندې راغلل سره د دې چې د لاريونونو موخه دا نه وه خو دفرصت څخه په ګټه اخيستنې اصلاح غوښتنونکو په دې اړه هم خپل غږ پورته کړ
۴ـ په لومړي ځل چې ولايت فقيه په ايران کې له داسې ننګوونو سره مخامخ کيږي نو څه فکر کوئ چې په راتلونکې که به راتلونکی نسل ورسره څنګه ګوزاره کوي او څنګه به يې پر وړاندې نه دريږي
۵- خپله د ولايت فقيه دنظرې په اړه انديښنې په ډاګه شوي . چې ځينې ديني کړۍ حتی غواړي چې په دغه نظريه دې له سره کتنه وشي .
دغه ستونزو دايران په اوسنۍ وضعه څه اغيږ کړی دی ؟
ايران په کور دننه بوختيا دې ته اړ باسې چې ديو مودې لپاره په عراق ،افغانستان ، لبنان اوفلسطين کې خپلې تګلارې وځنډوي او واشنګټن هم له دغه فرصت ګټه اخيستلی شي.
اسرايل چې په سيمه کې دايران غښتلی سيال دي هم له دغه فرصت په خپله ګټه کار اخيستلی شي.
هغه څه چې په ايران کې رامنځ ته شو که هغه دبهرنيانو په ملاتړ و او که نه، مګر دا په ډاګه کوي چې بهرنۍ څارګرې ادارې دغه هيواد ته ځير دي که هر وخت يې وس پرې بر شو نو فرصت له لاسه نه ورکوي .
په پای کې يوه خبره اړينه ګڼم هغه دا چې په ډير نږدې راتلوونکې کې په افغانستان کې هم ټولټاکنې ترسره کيدونکي دي او لا دمخه هم ځينو کړيو داسې اشارې ورکړې که بريالي نه شي نو لارو او کوڅو ته به را ووځي او حتی له وسلو به کار واخلي . په داسې يو حالت کې چې زموږ دواړه ګاونډيانو چې موږ ترې تراوسه ښه خاطره نه لرو او تيرې څو مياشتې هم خونړۍ تيرې کړي او داسې فکرکيږي چې دواړه مغرضه ګاونډيان به خپل زړه زموږ په ټولټاکنو کې تش کړي په دې مانا يو به يې په دې پلمه چې افغانستان له هند سره دوستي لري او په پاکستان کې په نا اراميو کې د دواړو هيوادونو افغانستان او هند ګډ لاس دی نوځکه خو دوی بايد تر وروستي بريده هڅه وکړي خپل بدل دلته واخلي . همدارنګه ايران چې داسې انګيري چې دايران په نا اراميو کې دلويديځ لاس دی او لويديځ په افغانستان کې پراخ شتون لري ، نو ځکه خو بايد ورڅخه بدل په افغانستان کې واخستل شي چې په دواړو حالاتو کې به قربانيان بيا هم افغان ولس وي نو ځکه خو وايم چې افغانان بايد ډير هوښيار ووسي او نور نو دې خپل هيواد دنورو د زور ازمويلو په ډګر نه بدلوي .
پای
په دې مقاله کې له لاندې ماخذونو ګټه اخستل شوې ده
۱-
http://www.ahewar.org/debat/show.art.asp?aid=174559
۲-http://www.gulfinthemedia.com/index.php?m=opinions&lang=ar&id=1052680&title=%D8%A5%
D9%8A%D8%B1%D8%A7%D9%86%
20%D8%A8%D8%B9%D8%AF%20%D8%A7%D9%84%
D8%A7%D9%86%D8%AA%D8%AE%D8%A7%D8%A8%
D8%A7%D8%AA%20%D8%A7%D9%84%D8%B1%D8%A
6%D8%A7%D8%B3%D9%8A%D8%A9..%20%D8%A5%
D9%84%D9%89%20%D8%A3%D9%8A%D9%86%D8%9F&
۳-http://www.alalbayt.com/index.php?option=com_content&task=view&id=1631&Itemid=47
مركز الجزيرة للدراسات
۴-http://www.aljazeera.net/NR/exeres/974DE008-5B0A-478D-8420-3A7395826690.htm
۵- http://www.fnoor.com/fn0005.htm
-